د عوایدو پراختیا، ورزشي پروګرامونو د جذب، سپانسرشیپ او بازارموندنې کارشناس (Re Announced)

باز

General Directorate of Radio

خلاصه سریع

نوع
Full Time
موقعیت
Kabul - Kabul
کتگوری
Marketing
نشر شده
2026-10-31
ملیت
National
جنسیت
Male
معاش
NTA Grade A
مدت قرارداد
Contracted
شماره بست
013
تعداد بست
1

تحصیلات

حداقل سند لیسانس در رشته های اقتصاد، اداره تجارت، مدیریت بازاریابی، بازرگانی یا رشته‌های مرتبط.

تجربه

داشتن حد اقل 3 سال برای دوکتورا ، پنج سال برای ماستر و 10 سال برای دارنده مدرک لیسانس تجربه کاری مرتبط به وظیفه و یا مشابه به آن لازم و ضروریست.

آخرین مهلت

2026-11-10

خلاصه وظیفه

د دندې هدف: د راډیو او رسنۍ لپاره د اعلاناتو، پروګرامونو او سپانسرشیپونو په موخه د فعالې او ساحوي بازارموندنې ترسره کول، د نویو شرکتونو، سوداګریزو بنسټونو او برانډونو پېژندل او جذبول، د ورزشي پروګرامونو د جذب او پراختیا لپاره د فرصتونو موندل، د ورزشي او نورو رسنیزو پروګرامونو لپاره د سپانسرانو پیدا کول، له مشتریانو او سوداګریزو شریکانو سره د اغېزمنو اړیکو او مذاکراتو ترسره کول او د رسنۍ د عوایدو دوامداره زیاتول.

وظیفوي صلاحیتونه او مسؤلیتونه؛

v     تخصصي دندې؛

Ø      په ساحه او بازار کې د نویو شرکتونو، فابریکو، سوداګریزو مرکزونو، خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو او نورو بنسټونو د موندلو او جذبولو په موخه د منظمو ساحوي لیدنو (Field Visits) او غونډو ترسره کول.

Ø      د اعلاناتو، راډیويي او خپرونو او سپانسرشیپونو لپاره د بازار څېړنه (Market Research) او د عوایدو د نویو فرصتونو موندل.

Ø      د احتمالي مشتریانو، سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو جامع او تازه ډیټابیس (CRM) جوړول او ساتل.

Ø      له احتمالي مشتریانو سره د مستقیمو لیدنو له لارې د راډیو او رسنیزو خدماتو، اعلاناتي کڅوړو او بیو په اړه پریزنټېشنونه او معرفي وړاندې کول.

Ø      د مشتریانو د اړتیاوو او بودجې له مخې د مناسبو اعلاناتي او سپانسرشیپي وړاندیزونو (Proposals) چمتو کول.

Ø      له مشتریانو سره د لومړنیو اړیکو له ټینګولو څخه تر مذاکراتو، هوکړې، قرارداد لاسلیک او د بلونو تر تحویلۍ پورې د معاملې تعقیبول.

Ø      له پخوانیو او اوسنیو مشتریانو سره د دوامداره اړیکو ساتل، د هغوی د رضایت ترلاسه کول او د اوږدمهاله همکاریو زمینه برابرول.

Ø      په بازار کې د سیالو رسنیو د اعلاناتي نرخونو، تخفیفونو او ستراتیژیو څارل او د رقابت د پیاوړتیا لپاره د مناسبو تګلارو وړاندیز کول.

Ø      د نویو برانډونو او سوداګریزو بنسټونو پېژندل او د اعلاناتو او سوداګریزو همکاریو په موخه ورسره اړیکې ټینګول.

Ø      د ټاکل شویو میاشتنیو او کلنیو عوایدو او خرڅلاو موخو (Sales Targets) د ترلاسه کولو لپاره فعال کار کول.

Ø      د ورزشي سیالیو او پروګرامونو موندل او د خپرولو لپاره له اړوندو ادارو او تنظیموونکو بنسټونو سره د همکاریو زمینه برابرول.

Ø      د ټولو ورزشي سیالیو لپاره د بازار فرصتونو موندل او د احتمالي سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو پېژندل.

Ø      د ورزشي پروګرامونو او سیالیو لپاره د سپانسرشیپ ځانګړي پکیجونه او وړاندیزونه چمتو کول، څو د شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو د همکارۍ لېوالتیا زیاته شي.

Ø      د ورزشي پروګرامونو د لیدونکو، رسنیز پوښښ او سوداګریز ارزښت له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د عوایدو د زیاتوالي لپاره نوې لارې چارې موندل.

Ø      د بازار د اړتیاوو او د مشتریانو د غوښتنو له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د نویو کڅوړو او خدماتو د رامنځته کولو وړاندیز کول.

Ø      د ساحوي لیدنو، مذاکراتو او لاسته راوړنو په اړه ورځني، اونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول او اړوند آمریت ته سپارل.

Ø      د بازارموندنې، عوایدو پراختیا، مشتریانو جذب او سپانسرشیپ په برخه کې د اړوند آمریت له لوري د سپارل شویو نورو ورته دندو ترسره کول.

v    مدیریتي او د همآهنگي دندې؛

Ø      د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو په موخه، د پلان او راپور ترتیبول.

Ø      د عوایدو او بازار د پراختیا په اړه په اړوندو تخنیکي او مدیریتي غونډو کې ګډون کول.

Ø      د اړوندو مسؤولینو سره د ټلیفوني اړیکو او یا مکتوب له لارې همغږي او مستقیمه اړیکه ټینګول.

شرایط وظیفه

تحصیلات، تجربه او لازم مهارتونه:

v     تحصیلات؛

لږ تر لږه د اقتصاد، اداره او تجارت، عامه اداره، د بازارموندنې مدیریت او سوداګرۍ په برخو کې د لیسانس ترکچې تحصیلي اسناد درلودل؛ د ماسټرۍ او دوکتورا تحصیلي اسنادو ته ارزښت ورکول کېږي.

v     کاری تجربه؛

لږ تر لږه د لیسانس لپاره (۱۰) کاله، د ماستر لپاره ( ۵ ) کاله او د دوکتورا لپاره  (۳ ) کاله تجربه په رسنیزه بازارموندنه  کې، په ځانګړي ډول د اعلاناتو، بازارموندنې، خرڅلاو، سپانسرشیپ، مشتریانو د اړیکو او عوایدو پراختیا په برخو کې ولري.

حداقل (10) سال تجربه مرتبط برای دارنده درجه تحصیلی لیسانس،(5) سال تجربه مرتبط برای دارنده درجه تحصیلی ماستر و (3) سال تجربه مرتبط برای دارنده درجه تحصیلی دوکتورا الزامی و حتمی میباشد.

v     لازم مهارتونه؛

Ø      د Market Research، Marketing او Sales له اصولو او عملي کړنلارو سره بلدتیا.

Ø      له مشتریانو سره د اړیکو،مذاکرې او Negotiation ښه مهارت.

Ø      د بازار د تحلیل، معلوماتو راټولولو او راپور ورکولو وړتیا.

Ø      د MS Office پروګرامونو سره  ښه بلدتیا.

Ø      د اړیکو، وړاندې کولو، قناعت ورکولو او Presentation ښه مهارتونه.

Ø      د رسنیز، اعلاناتي او تجارتي بازار په اړه لازمه پوهه او علاقه.

Ø      د Customer Relationship Management (CRM) او د مشتریانو د معلوماتو د تنظیم له اصولو سره بلدتیا.

طرزالعمل ارسال

برای درخواست نمودن لطف نموده روی لینک ارائه شده کلیک نمایئد.

د نوم لیکنه لپاره د وراندی شوی لینک ته کلیک وکړی.

https://forms.gle/HnWkiSSHXRx8aikX8

کسانی که قبلاً در این بست درخواست نموده بودند لطف نموده مجدداً ثبت نام نکنند.