کړنلاره

د غیر دولتي موسسو لپاره چې په افغانستان کې ښکیل دي.
اپریل ۲۰۱۳
پیژندنه
ACBAR، ANCB، AWN، SWABAC، ACSFo، او د دوی غړو موسسو ابتدايي کړنلاره د غیر دولتي موسسو لپاره رامینځته کړله. د دې لپاره چې په افغانستان کې د غیردولتي موسسو اوسنی اړتیاوي په نظر کی ونیول شي، په دې سند کې وړاندې شوی کړنلاره بیاکتنه او تازه شوې ده؛ پشمول د څارنې میکانیزم چې په ځانګړي ډول د کړنلاري د ښه پلي کولو لپاره ډیزاین شوی ده. د کړنلاري بې طرفه او استازېتوب پاتی کیدو لپاره، بیاکتنه د یوې کمیټې لخوا بشپړه شوه چې د ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو څخه جوړه شوې وه؛ کړنلاره د لا نورو اصلاحاتو لپاره په ټول افغانستان کې د موسسو ترمنځ هم شریکه شوله .
د څارنې میکانیزم به د "څارنې کمیټې" لخوا چی په ډیموکراتیک توګه د دې سند د جوړونکو په استازیتوب ټاکل کیږي وڅارل شي. د څارنې میکانیزم په اړه نور جزئیات د دې سند د "څارنې میکانیزم" په برخه کې ورکړل شوي. 
لنډه پېژندنه
کړنلاره د ګډو نورمونو، اصولو او ارزښتونو یوه ټولګه ده چې موخه یې په افغانستان کې د غیردولتي موسسو د کړنوو لارښوونه ده. هر هغه غیردولتي مؤسسه چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د اقتصاد وزارت سره راجستر وي د کړنلاري لاسلیک کولو وړ دی. موږ، په افغانستان کې د غیردولتي مؤسسو راجستر شوي استازي، په دې توګه ژمن یو چې د دې کړنلارې بیان شوي اصول مراعات کړو.
عمومي اصول

  1. موږ ژمن یو چې نړیوال بشردوستانه اصول او د بشري حقونو قانون په کلکه رعایت کړو.
  2. زموږ کار "هیڅ چا ته زیان مه رسوي" په اصولو بنسټ ولاړ دی او د بیړنیو اړتیاوو په ځواب ویلو، اوږدمهاله اړتیاوو، د آفتونو او د اقلیم بدلون د اغیزو کمولو، او د بې وزلۍ اصلي لاملونو په ځواب ویلو، د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو، او د ټولنو پر ځان بسیا او تقویت تمرکز کوي.
  3. موږ هغو کسانو ته چی مرسته کوو، هغه چي سرچیني مونږ ته چمتو کوي او قانوني چارواکو ته ځواب ورکوو.
  4. موږ په خپلو کارونو کې دولت، ټولنو، شریکانو، عامو خلکو، تمویلوونکو او نورو ښکیلو خواوو ته شفاف یو.
  5. موږ خپلواک یو او هڅه کوو چې د افغانستان او نړیوالو قوانینو مطابق خپله خپلواکي وساتو، او د شرطونو او فاسدو کړنو په وړاندې چې زموږ ماموریت او اصول تر پښو لاندې کوي، مقاومت کوو.
  6. موږ به د هیڅ فرد یا ډلې سره د جنسیت، سیاسي تړاو، توکمیز اصل، مذهبي عقیدې، فزیکي معلولیت یا جنسي تمایل پر بنسټ تبعیض ونه کړو.
    عملیاتي اصول
  7. زموږ کاري تمرکز د افغانستان خلکو د ژوند کیفیت ښه والي لپاره دی چی د ټولنو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
  8. موږ د افغانستان اساسي قانون او قوانینو ته درناوی کوو او د هغو په چوکاټ کې کار کوو.
  9. موږ به په افغانستان کې په هیڅ ډول ګوندي سیاسي فعالیتونو کې ښکیل نه شو.
  10. موږ د افغانستان د خلکو کرامت: د هغوی کلتور، مذهب او دود ته درناوی کوو.
  11. موږ د افغانستان له بې وزلو او محرومو خلکو سره یوازې د اړتیا پر بنسټ نه په سیاسي، قومي، قبیله یی او مذهبي بنسټ کار کوو.
  12. موږ ډاډ ورکوو چې زموږ مرستې شفافې دي او هڅه کوو چې ګټه اخیستونکي او د دوی ټولنې د پروګرامونو په پلان جوړولو، پلي کولو، څارنې او ارزونې کې شاملې کړو.
  13. موږ کارمندان د قانون له مخې دندې ته د وړتیا او استعداد پر بنسټ استخداموو، نه د سیاسي، قومي، مذهبي، جنسیتي یا شخصي ګټو پر بنسټ.
  14. موږ د اهدافو او لاسته راوړنو پر بنسټ د غوره ممکنه پایلو ترلاسه کولو لپاره چې د سرچینې ورکونکوو او خلکو لخوا ټاکل شوي فعالیت کوو. موږ د خپل کار بی طرفه ارزونې ته ښه راغلاست وایو.
  15. موږ هڅه کوو چې د خلکو او ټولنو سره مرسته وکړو چې دوی خپلي ستونزې پخپله حل کړي. موږ د ځان بسیاینې پراختیا هڅوو او د خلکو حقوقو ته وده ورکوو چې په بشپړ ډول په پریکړو کې چې د دوی په ژوند اغیزه کوي برخه واخلي.
  16. موږ د خپلو پروګرامونو د اغیزمنتوب او د مثبتو اغیزو د اعظمي کولو لپاره ژمن یو. موږ د خدماتو د تکرار څخه مخنیوی کوو او د ټولو شریکانو سره همغږي کوو.
  17. موږ په خپلو ټولو فعالیتونو کې د فزیکي او طبیعي چاپیریال ساتنې او د افغانستان د ایکو سیسټمونو سم مدیریت لپاره د خپل ظرفیت ترټولو غوره او مسؤلانه تګلاره کاروو.
  18. موږ د خپلو برنامو اغیزې څارو او ارزونه کوو او موندنې په روښانه ډول د اغیزمنو شریکانو سره شریکوو.
  19. موږ د خپلو حسابونو اداره کولو لپاره سم تدارکات او مالي پالیسۍ، پلټنې او سیسټمونه جوړ او ساتو.
  20. موږ د خپل مدیریت، مالیې او فعالیتونو په اړه عامه راپورونه د اړوندو او ښکیلو خواوو په غوښتنه ساتو او چمتو کوو.
  21. موږ خپل فعالیتونه د خپل بیان شوي ماموریت سره سم ترسره کوو.

د کړنلاري څارنه

د کړنلاري څارنې کمیټه

د کړنلاري څارنې کمیټه (له دې وروسته د "کمیټې" په نوم یادیږي) د کړنلاري وده ورکولو او څارنې مسؤل ده.

د کمیټې جوړښت

کمیټه باید د پنځو غړو شبکو څخه جوړه وي. هر غړی د شبکه باید یو استازی کمیټې ته وټاکي. د شبکې غړي دا دي:

• د افغانانو لپاره د بشری او پرمختیایی مرستو د همغږۍ اداره (ACBAR)

• د افغان غیردولتي موسسو د همغږۍ اداره (ANCB)

• د سویل لویدیځ افغانستان، د بلوچستان د همغږۍ ټولنه (SWABAC)

• د افغانستان د مدني ټولنو اداره (ACSFo)

• د افغان ښځو شبکه (AWN)

شرایط:

د کمیټې استازي د دندې موده باید یو کال وي، مګر د پرله پسې دریو کلونو څخه زیات نه وي.

د مشرتابه ټاکنه:

کمیټه به د استازو څخه یو رییس او یو منشي ټاکي.

د استیناف بورډ جوړښت او دنده

د استیناف بورډ باید د پنځو غړو شبکو له رییس / مشر څخه جوړ وي.

د استیناف بورډ مسؤل دی چې د شکایتونو اوریدلو او د کمیټې لخوا د اقداماتو سپارښتنې وکړي.

وړاندیز به د رایو په اکثریت ترسره شي.

د استیناف بورډ غړي باید د څارنې کمیټې غړي نه وي.

د کمیټې دندې او غونډې

کمیټه باید په هرو دریو میاشتو کې خپلې عادي غونډې ولري.

فوق العاده غونډې به هغه وخت ترسره شي که چیرې کوم شکایت وي چې سمدستي اقدام ته اړتیا لري.

دندې:

د سکرتریت څخه د شکایتونو ترلاسه کولو وروسته به په ۳۰ کاري ورځو کې د شکایتونو ارزونه وکړي.

د قضیو قضاوت او تفتیش کول او د شکایتونو په اړه پریکړې کول.

استیناف ترلاسه کول او د یوې میاشتې دننه یې د استیناف بورډ ته ولیږي.

د کمیټې د ټولو غړو په پوره مشورې سره پریکړې وکړئ.

په کړنلاري کۍ د هر ډول بدلونونو په اړه د غړو سره مشوره وکړئ.

پریکړې:

خبرتیا

اخطارونه

تعلیق

وروستي بندیزونه د کړنلاري څخه د لاسلیک کونکو له لیست څخه لرې کول دي

پریکړه به د رایو په اکثریت کیږي

سکرتریت او د هغه نقش:

د دارالانشاء دنده:

دارالانشا به د پنځو غړو شبکو څخه یوه وي. دارالانشا به په هرو دریو کلونو کې بدلیږي.

سکرتریت به لاندې دندې ولري:

1) د افغانستان له حکومت سره د راجستریشن یوه کاپي ترلاسه او تایید کړئ.

2) د کمیټې غونډې تنظیم کړي.

3) د غونډو اجنډا، خلاصه او نور اړوند اسناد چمتو او ترتیب کړئ.

4) د کمیټې د غړو ترمنځ همغږي وکړئ.

5) د کمیټې څخه شکایتونه ترلاسه کړي.

6) سپارښتنې او غوښتنلیکونه ترلاسه کړئ.

7) شکایتونه کمیټې ته راجع کړئ.

8) د شکایتونو ارزونه وکړئ چي معقول دي که نه.

9) کړنلاري ته وده ورکوئ.

10) د کړنلاري ویب پاڼه ساتئ.

11) د لاسلیک کونکو لیست چمتو او ساتي.

12) ریکارډونو ساتي.

13) شکایتونه په محرمه توګه ساتئ.

د شکایتونو د ترلاسه کولو پروسه:

لاندې اړخونه کولی شي شکایت وکړي:

1) ګټه اخیستونکي، د ټولنې غړي، شریکان او لاسلیک کونکي غړې موسسې

2) د دې کړنلاري لاسلیک کونکي

3) شبکې موسسې

4) د لاسلیک کونکي موسسو کارمندان

5) نور شریکان

دارالانشاء کولی شي په رسنیو کې خپاره شوي یا د نورو شریکانو لخوا شکایتونه تعقیب کړي.

شکایتونو ته رسیدګي:

1) دارالانشاء به د اړوندو ډلو او اشخاصو څخه د هرې ممکنه چینل لخوا شکایتونه ترلاسه کړي.

2) سکرتریت به د شکایتونو ارزولو مسولیت لري ترڅو معلومه کړي چې آیا شکایتونه معقول دي او د ۱۰ کاري ورځو

 څخه وروسته به معقول شکایتونه کمیټې ته راجع کړي.

3) کمیټه به شکایتونه وڅیړي او په ۳۰ کاري ورځو کې به پریکړه وکړي.

4) غیردولتي مؤسسې، چې شکایت ورڅخه شوی به کمیټې ته د ځواب ویلو لپاره رابلل کیږي.

د کړنلاري ضمیمه
د کړنلاري بیاکتنې موخه:
کړنلاره د دې لپاره تعدیل شوه چې په افغانستان کې ټولې غیردولتي مؤسسې پکي شاملې وي او د موسسو اوسني چاپیریال او اړتیاو سره د هغې موافقت یقیني کړي.
تعریفونه:

مؤسسه: کورني یا بهرنۍ غیر دولتي، غیر سیاسي او غیر انتفاعي نهاد ده.

غیر انتفاعي: یوه غیردولتي موسسه نشي کولی خپلې شتمنۍ، عاید یا ګټې د ګټه اخیستونکو پر ځای بل چا ته وویشي. ممکن معاش لرونکي کارمندان یا عاید لرونکي فعالیتونه یو موسسه ولري چې یوازې د موسسي ټاکل شوي اهدافو لپاره کارول کیږي.

بې طرفي: موږ خلکو ته د اړتیا پراساس پرته له نژاد، مذهب، جنسیت یا سیاسي تړاو د مرسته کوو.

روڼتیا: د پټو اجنډا او شرایطو نشتوالی، د همکارۍ، مرستو، او ډله ایزو تصمیم نیولو لپاره د اړتیا وړ بشپړ معلوماتو شتون یا لږترلږه د موافقتنامې، معاملې، کړنو او لیږدونو افشا کولو درجه چې د ټولو د تصدیق لپاره خلاصه وي.

حساب ورکول: موږ ژمن یو چې په منظم ډول د خپلو فعالیتونو اغیزې ارزونه وکړو. موږ خپلو ګټه اخیستونکو، بسپنه ورکوونکو او نورو ښکیلو اړخونو ته د خپلو کړنو د حساب ورکولو مسؤلیت لرو.

بې پلوه: موږ په وسله والو شخړو کې اړخ نه نیسو، موږ د اړتیا پراساس پاملرنه کوو، او موږ د جګړې قربانیانو ته د خپلواک لاسرسي لپاره د نړیوالو اړتیاوو سره سم فشار راوړو.

خپلواکي: موږ د خلکو اړتیاوو مشخص کولو لپاره په ساحو کې خپلې ارزونې ترسره کوو. زموږ پروګرامونه د پیژندل شوي اړتیاو نه د سیاسي ملحظاتو پراساس ډیزاین شوي.

شکایت: یو اعلامیه، د درد څرګندونه، ناخوښي، یا د ګټه اخیستونکو څخه نارضایتي، د ټولنې غړو، شریکانو او د لاسلیک کونکي نادولتي موسسو غړو، شبکې موسسو، د لاسلیک کونکي موسسو د کارمندان، یا د نورو شریکانو لخوا د کړنلاري په مقابل کي.

نړیوال بشردوستانه او د بشري حقونو قانون:

د قانون دوه جلا مګر بشپړونکي قانونه. دواړه قوانین د افرادو د ژوند، روغتیا او وقار د ساتنې په اړه اندیښمن دي. (ICRC)