ظرفیت لوړونه

د ظرفیت لوړولو ډیپارتمنټ

اکبر موسسه او غړي یې تل د بشري فعالیتونو کیفیت لوړولو ته ژمن دي. د موسسو کارمندانو ظرفیت هغه اساسي ننګونه ده چې په دوامداره توګه د غیر دولتي موسسو د فعالیتونو په کیفیت، په ځانګړې توګه د ولایتونو په کچه اغیزه کوي. له همدې امله، اکبر موسسې په ټول افغانستان کې د
ښوونیزو ماډیلونو پراختیا نوښت کړی تر څو د موسسو کارمندانو ظرفیت په ټول افغانستان کې لوړ کړي.

دې مهمې موخې ته د رسیدو په موخه، اکبر موسسه د ظرفیت لوړونې څانګه لري چې په کابل او ولایتونو کې د ظرفیت لوړونې درې پروژې پلي کوي او د Japan Partners، UNEP او DFID لخوا تمویل کیږي.
د افغان مدني ټولنې د ملاتړ نوښت ( تمویل کوونکي AAR Japan، JVC او Peace Winds Japan)
د دې پروګرام موخه د مدني بنسټونو پیاوړي کول دي ترڅو په ولایتونو او ولسوالیو کې د همغږۍ، ظرفیت لوړولو، زده کړې او روزنې له لارې خدمات پراخ کړي او ددې وړتیا پیدا کړي چی په اغیزمنه توګه اساسي ضروروتونه په ګوته او د افغانانو حقونه خوندي کړي.
روزنه په کابل او ولایتونو کې د اړتیاوو ارزونې پر بنسټ ترسره کیږي.
روزنیز کورس ټیم درې روزونکي لري، چی د څارنې او ارزونې مدیر، د مدیر مرستیال، د SFAN پروژې د څارنې او ارزونې افسر پکی شامل دي او د ظرفیت لوړولو مدیر لخوا دا ټیم اداره کیږي.

د روزنې څارنه او ارزونه

د روزنیز کورس ارزونه د روزنیز پروګرام اصلي برخه ده. ارزونه نه یوازې روزونکي ته د روزنې کورس ښه کولو لپاره ګټور معلومات چمتو کوي، بلکې د بشپړتیا احساس هم رامینځته کوي.
د اکبر موسسې د روزنیزو کورسونو ارزونې راپورونه ولولئ:

نور په:

 


د روزنې موضوعات

د پروژې ډیزاین : د مداخلې منطقي کول

  • د پروژې مدیریت بیلا بیلو وسیلو په کارولو سره د پیچلي وضعیت پوهیدل او تحلیل کول (د اړونده ادارو یا برخه اخیستونکو تحلیل Stakeholder analysis، ، د ستونزې ونه Problem tree)
  • په ساحه کې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په پام کې نیولو سره د بیلابیلو عملیاتي ستراتیژیو پیژندل (د حل ونه solution tree، د مختلفو سناریوګانو په پام کی نیولو سره پلان جوړونه multi-scenario planning )
  • د منطقي چوکاټ (Logical framework) تګلارې په کارولو سره مداخله پلان کول.
  • د پروژې اهدافو په پام کې نیولو سره د پروژې لپاره د اړتیا وړ سرچینو ارزونه (بودیجه، بشري سرچینې، لوژستیکي سرچینې)
  • د پروژې د ځانګړتیاوو او د بسپنه ورکوونکو اړتیاو په پام کې نیولو سره، د څارنې سیسټم جوړول.
  • د بیلا بیلو تمویل کونکو سره کار کول (د تمویل فرصتونه، ورته والی او توپیرونه د پروپوزلونو په جوړښتونو کې، د پروپوزل جوړښتونه)
  • د پروپوزل په چمتو کولو او لیکلو کې فعال او اغیزمن رول لوبول

د اقلیمي بدلون پیژندنه (په افغانستان کې له ساینس څخه تر عملي کړنو پورې) - د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام (UNEP)

د دې روزنې موخه په ملي او ولایتي کچه د غیر دولتي موسسو/مدني بنسټونو ملاتړ دي ترڅو د اقلیم بدلون په اړه ښه پوهاوی له ساینس څخه تر عملي اقداماتو پورې په خپلو پروژو کې په پام کې ونیسي او د اقلیم بدلون بدو اغیزو کمولو او سمون په برخه کې په ظرفیت لوړولو کې مرسته وکړي. دا روزنیز کورس به تاسو ته دا وړتیا درکړي چې په لاندې موضوعاتو پوه شئ:

  • د نړیوال اقلیم بدلون اصلي لاملونو او په افغانستان او کی یی پر احتمالي اغیزو په ټولنو باندې پوه شی.
  • د شنو خونو ګازونو تولید کمول زده کړی.
  • د اقلیم بدلون سره د سمون طریقې زده کړی.
  • د اقلیم بدلون اغیزې په زیانمنو ټولنو وپیژنی.

د پروژې هدف پر بنسټ د ټیم مدیریت

  • لږترلږه د غوره ټیمونو پنځه ځانګړتیاوي وپیژنی.
  • په ټیمونو کې د خپل او نورو رول ښه ارزونه وکړئ.
  • د ټیمونو هڅوني لپاره د روښانه پایلې هدف تشخیص کړی.
  • د بدلون او نوښت وده ورکولو لپاره د رهبریت ستراتیژې په اغیزمنه توګه پلي کړی.
  • د سازمانونو اساسي مفاهیم زده کړی او د غوره ټیمونو په جوړولو کې د هغې اهمیت وپیژنی.
  • په ټیمونو کې د اړیکو وسایلو څخه په اغیزمنه توګه د همغږۍ لپاره کار واخلی.

په وسله والو شخړو کې بشردوستانه لاس رسی او اصول.

په افغانستان کې روانه شخړه بشردوستانه موسسو او بشردوستانه لاسرسۍ ته یوه ننګونه ده. د جګړې ښکیلو خواوو نا پوهي د نړیوال قانوني معیارونو، بشردوستانه لاسرسي او بشردوستانه بنسټونو په اړه دا ننګونه لا هم زیاته کرې ده.
افغانستان د ۱۹۴۹ کال د جنیوا څلورو کنوانسیونونو او د ۱۹۷۷ کال د الحاقی پروتوکول II غړی دی. د جنیوا کنوانسیونونو او الحاقي پروتوکول II پر اساس، ښکیل اړخونه مسؤلیت لري چې اړو خلکو ته د بشري لاسرسي اسانتیاوې برابرې کړي. دریمه ماده، چې د ۱۹۴۹ د جنیوا څلورو
کنوانسیونونو کې مشترکه ده، لږترلږه معیارونه ټاکي چې دولت او غیر دولت په ګډون اړخونه باید په وسله والو شخړو کې یی مراعت کړي. د ملکي وګړو مرګ ژوبله
، د کورنیو او نړیوالو غیردولتي موسسو، د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو بشري سازمانونو په ګډون د بېلابېلو ملکي ډلو پر
وړاندې تیری په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.

پدې روزنه کې به د ګډون کونکو ظرفیت د وسله والې جګړې په حالت کې د بشري لاسرسې قانون په اړه لوړ شي.

د پروژې دوران مدیریت

د اکبر موسسې لخوا یو روزنیز ماډیول ترتیب شوی چې په عمده توګه د معلوماتو راټولولو، تحلیل، راپور لیکلو او تصمیم نیولو په اړه بحث کوي. دا روزنه به زده کوونکو ته دا وړتیا ورکړي چې:

  • پریکړه وکړئ چې د پروژې دوران هر پړاو (لومړنۍ ارزونه، ډیزاین، نظارت او ارزونې) لپاره کوم ډول معلومات راټول کړئ.
  • د معلوماتو راټولولو بیلابیلو تګلارو او وسایلو څخه په استفادې ارزونه پلان او ترسره کړئ.
  • معلومات په بیلابیلو طریقو سره تحلیل کړي (احصایوي، اشتراکي، د ستونزې ونه، او نور)
  • اړونده معلومات تشخیص کړي تر څو د پروژې دورې بیلا بیلو راپورونو (ابتدايي ارزونه، ډیزاین، نظارت او ارزونه) سره مرسته او همکاري وکړي.
  • موندنې لنډې کړي څو د هغو په ړنا کې کره تصمیم ونیول شي.

د ۲۰۰۸ کال د کار قانون

د افغانستان اساسي قانون د کار حق ورکوي. د افغانستان د کار قانون په ۲۰۰۸ کال کې د حکومت له خوا تصویب شو. د کورنیو او بهرنیو کارکوونکو حقوق، مسوولیتونه او نورې ټولنیزې بیمې د کار قانون له مخې تنظیمیږي.
دا روزنیز پروګرام به د کار قانون په ځانګړو برخو کې لکه کارې جواز، رخصتۍ، کاري ساعتونه، د کار شرایط، اجباري کار، امتحاني دورې، د معاش حد، کار پورې اړوند مالي خساره، تقاعد، او د کارګرانو اتحادیې  د برخه اخیستونکو ظرفیت لوړوي.

د ۲۰۰۵ کال د غیر دولتي موسسو قانون

د غیردولتي موسسو قانون په ۲۰۰۵ کال کې د افغان حکومت له خوا تصویب او په رسمي جریده کې خپور شو. د غیر دولتي موسسو قانون د کورنیو او نړیوالو موسسو اړوند مسایل، د دوی حقونه، مسؤلیتونه او له دولت سره د دوی اړیکې تنظیموي. د موسسو اړوند مهم مسایل لکه د موسسې د تاسیس شرایط، د ثبت اداره، د موسسې له ملکیتونو څخه ګټه اخیستنه، د موسسې لپاره غیر مجاز فعالیتونه، د موسسې اساسنامه، مالي سرچینې، تفتیش او اقتصاد وزارت ته راپور ورکول په دې قانون کې شامل دي. ګډون کوونکي به په دې روزنیز کورس کی د غیر دولتي موسسو د قانون له مخې د خپلو حقونو او مسؤلیتونو په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړي.

د ۲۰۰۹ کال پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون

د افغانستان پرعایداتو باندې د مالیاتو قانون په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت له خوا تصویب شو. مالي کال، د کورنیو او نړیوالو موسسو مالیه، د مالیاتو معافیت، کلنۍ معاش او مالیاتي اظهارنامه، د بهرنیو کارمندانو مالیه، د مالیې معافیت شرایط، د اظهار نامې د نشتوالي په صورت کې جریمه او د مالیاتو پیژندنې شمیره د عایداتو باندې پر مالیاتو قانون پورې اړوند مهم مسایل دي. د غیردولتي موسسو کارکونکي باید په یادو موضوعاتو کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي او د خپلو رسمي چارو کیفیت او روڼتیا زیاته کړي.

کړنلاره

کړنلاره د ګډو نورمونو، اصولو او ارزښتونو یوه ټولګه ده چې موخه یې په افغانستان کې د غیردولتي موسسو د کړنوو لارښوونه ده. هر هغه غیردولتي مؤسسه چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د اقتصاد وزارت سره راجستر وي د کړنلارې لاسلیک کولو وړ ده. په کړنلاره کې عمومي اصول، عملیاتي اصول، د کړنلاري څارنې اصول او ضمیمه شامل دي. کړنلاره په دې وروستیو کې د غړو موسسو لخوا بیا وکتل شوه او په دریو ژبو (دري، پښتو او انګلیسي) کې بیا خپره شوه.