
بشردوستانه غبرګونۍ پروګرام
د ظرفیتونو لوړول او سازماني پراختیا
د اکبر مؤسسې د ظرفیت لوړونې پس منظر یا تاریخچه
اکبر مؤسسه د ظرفیت لوړونې او سازماني پراختیا په برخه کې هڅه کوي؛ ترڅو د خپلو غړو او نورو ملي ناودلتي مؤسسو او مدني ټولنو د ظرفیت لوړولو په موخه له دوی سره بېلابېلې مداخلې او تعاملات ترسره کړي او له دې لارې خپلې څلور لومړنۍ موخې ترلاسه کړي. د اکبر مؤسسې لپاره یادې څلور موخې عبارت دي له:
- د غړو مؤسسو او د هغوی د پرسونل ظرفیت ته وده ورکول؛ څو وکولی شي اغیزمنې او موثره چارې ترسره کړي.
- د ملي او نړیوالو معیارونو او غوره کړنو په اړه د نادولتي مؤسسو پوهه او درک ښه کول.
- د اړونده سیمه ییزو چارواکو ظرفیت جوړونه او لوړونه؛ څو بشردوستانه کار او چارې په بشپړ ډول سره درک او وړاندې کړي.
- له غړو مؤسساتو سره د بشري منابعو د مناسب حل په موندلو کې مرسته او همکاري ترسره کول.
د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره، د ظرفیت لوړولو او سازماني پراختیا برخه د ستراتیژیکې موخې چې "د اکبر مؤسسې غړو او مدني ټولنو د بنسټیزو خدماتو د وړاندې کولو ظرفیتونو پیاوړي کول" ده، هڅه کوي او له دې لارې د دوو منځینو پایلو د ترلاسه کولو کوښښ هم کیږي، چې په لاندې ډول دي:
- د بشردوستانه او پرمختیایي سکټورونو کې د نړیوالو معیارونو او غوره عملونو په اړه د ملي نادولتي مؤسساتو (NNGOs) ترمنځ د پوهاوي لوړول.
- د بشردوستانه کلسترونو او پراخ بشردوستانه سکټور سره د ښکیلتیا لپاره د نادولتي مؤسسو لپاره د ظرفیت لوړول.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې، اکبر مؤسسه د جاپان هېواد له بسپنه ورکوونکو لکه (AAR Japan, JVC، او Peace Winds Japan)، همدارنګه د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام (UNEP) او (FCDO)، چې پخوا د (DFID) په نامه یادیدله، داسې پروګرامونه پلي کوي چې موخه یې د کارکوونکو ظرفیت لوړول او د ملي نادولتي مؤسسو او مدني ټولنو پراختیا ده؛ څو وکولی شي باکیفیته بشري مرستو ته وده ورکړي.
د اکبر مؤسسې د ظرفیت جوړونې دا هڅې د تخنیکي موضوعاتو او سازماني برخو په اړه د روزنیزو پروګرامونو او بېلابېلو ارزونو له لارې پلې کیږي کومې چې د یوهٔ بنسټ د ظرفیت لوړونې د ځانګړې ارزونې یا (OCA) له لارې په نښه شوې دي. د ظرفیت جوړونې په برخه کې د دوه اړخیر پروګرام یا (Twinning) له معرفي کولو څخه وړاندې، اکبر مؤسسې له دریو نورو نادولتي مؤسسو چې هغه هم د هماهنګي او همغږي په برخه کې فعاله دي لکه (SWABAC، ANCB او ACSFO) سره په ملګرتیا ۲۴۳ نادولتي مؤسسو (NNGO او INGOs) ظرفیت جوړونه او لوړونه ترسره کړه چې یاد پروګرام د جاپان هیواد د بسپنه ورکونکو له لوري لکه (AAR Japan, JVC and Peace Winds Japan) تمویل کیده. همدارنګه اکبر مؤسسې د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام (UNEP) په تمویل سره د ظرفیت لوړولو پروژه هم پلي کړې ده.
روزنېز پروګرامونه یا ترینینګونه
د اکبر مؤسسې د ظرفیت لوړولو او سازماني پراختیا د رامنځته کولو په برخه کې له دوو کلیدي لارو څخه یوه هغه رونیز پروګرامونه دي چې یاده اداره یې پلې کوي. اکبر مؤسسه د ملي نادولتي مؤسساتو ظرفیت لوړولو په برخه کې د روزنې مهم اهمیت درک کړی دی؛ ترڅو اړونده مؤسسات او ادارې وکولی شي مؤثره بشري مرستې ورسوي او د دوی اغیزمنتوب او پایښت لوړ کړي. د اکبر مؤسسې د همدې برخې له ادرسه، هغه نادولتي مؤسسې چې دې برخې ته غوره کیږي، له روزنیزو پروګرامونو وړاندې په نښه کیږي او بیا یې هراړخیزه سازماني ظرفیتي ارزونه (OCAs) ترسره کیږي. یادې ارزونې اکبر مؤسسې ته ور په ګوته کوي چې نادولتي مؤسسې کومې ځانګړې اړتیاووې او ضرورتونه لري او اړونده تشې ورپه ګوته کوي او د همدې تشو په وړاندې مناسب روزنیز پروګرامونه او لارښوونې وړاندې کیږي، ترڅو د دوی ظرفیت لوړ کړل شي. اکبر مؤسسې ځانګړي ماسټر روزونکي ګمارلي؛ څو د روزنې په برخه کې ځانګړي ماډیولونه رامینځته کړي او د روزنیزو پروګرامونو پلان جوړونه، اداره او اسانتیاوې مهیا کړي. برسیره پردې، د اکبر مؤسسې له شته ماسټر روزونکو سره- سره له باندې هم ځینې متخصص کسان همکاري کوي ترڅو ځانګړي روزنیز پرواګرامونه برابر او چمتو کړل شي.
د روزنیزو نوښتونو د اغیزمنتیا د یقیني کولو لپاره اکبر مؤسسه د ارزونې پیاوړی بهیر پلي کوي. برخه اخیستونکي مخکې له دې چې دوی ته روزنه پیل شي د دوی تخنیکي پوهه د یوې له-وړاندې ازموینې په اساس ارزول کیږي، وروسته بیا د پای ازموینه ترسره کيږی؛ څو ددوی پرمختګ او د زده کړې کچه او اړونده پایلې معلومې کړي. برسیره پردې، زموږ د څارنې، ارزونې، حساب ورکونې، او زده کړې یا (MEAL) څانګه د روزنې د منځپانګې او وړاندې کولو په اړه د ګډونوالو څخه د فیډبیک راټولولو لپاره مفصل پوښتنلیکونه چمتو کوي. د اکبر مؤسسې لپاره د ګډونوالو نظریې او فیډبک خورا ارزښتمن دي؛ ځکه دا د راتلونکو روزنیزو پروګرامونو لپاره دې ادارې ته خبر ورکوي او زموږ د ظرفیت لوړولو د هڅو ترڅنګ د نورو پروګرامونو موثریت لوړولی شي. د دې نوښتونو له لارې اکبر مؤسسه د نادولتي مؤسسو د وړتیاوو پیاوړتیا ته ژمنه پاتې کیږي، په پای کې په هغو ټولنو کې چې دوی یې خدمت کوي د ډیرو اغیزمنو بشردوستانه ځوابونو او چارو سره مرسته کوي.
ځینې هغه روزنیز پروګرامونه او ترنینګونه چې د اکبر مؤسسې له لوري د نادولتي مؤسسو کارکوونکو ته وړاندې کیږي، په لاندې ډول دي. په ډیری مواردو کې یاد روزنیز پروګرامونه د مؤسساتو په برخه کې معلومو او ښکاره نیمګړتیاوو ته په پام سره طرح شوي دي چې د یوهٔ نهاد د ظرفیت د ارزونې یا (OCA) له مخې معلوم کړل شوي دي. د یادونې وړ ده چې د نادولتي ملي مؤسساتو ګډون اړین دی:
- ستراتیژیکه پلان جوړونه
- څارنه او ارزونه
- مالي مدیریت او قانوني اطاعت
- د CFRM په شمول د اغیزمن شوي نفوس په وړاندې حساب ورکونه یا (AAP)
- د پروژې ډیزاین او پروپوزل لیکنه
- اصلي بشري معیارونه یا (CHS)
- د فساد او درغلیو پر ضد مبارزه
- تمویل راټولول (د بسپنه ورکوونکو نقشه برابرل او شبکه کول)
- مدافع او خبرې اترې
- په بشردوستانه سکتور کې جنسیت او خوندیتوب
- د بیړني غبرګون میکانیزم (ERM)
- پرمختللې پروپوزل لیکنه
د یادونې وړ ده چې د نادولتي ملي مؤسساتو لپاره به د (FCDO)، کلسټرونو، مشاروانو او (UNOCHA) له لوري وړاندیز شوي نور روزنیز پروګرامونه او ترینینګونه هم برابر کړل شي.
ارزونې او نظارت
اکبر مؤسسه د ظرفیت جوړونې، ظرفیت لوړونې او سازماني توسعې په برخه کې له ارزونو او نظارت څخه پوره پوره استفاده کوي. د اکبر مؤسسې روزنې ددې ډاډ ترلاسه کولو باندې تمرکز کوي چې معلومې کړي په نښه شویو نادولتي مؤسساتو کې اړینې پالیسیانې، اړوند سندونه، او نور سیسټمونه شته او په همدې مؤسساتو کې بستیز شوي دي. د اسنادو، اعلامیو، او پالیسیو یا لارښوونو بیاکتنه د نادولتي مؤسساتو د لارښوونې په برخه کې خورا کلیدي خبره ده چې د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق (AHF) په ګډون د بسپنه ورکوونکو لخوا د تمویل په ترلاسه کولو کې بریالیتوب یقیني کولی شي. د اړونده نادولتي مؤسسو لپاره دوه ډوله لارښوونې او ارزونې وړاندې کیږي، چې یو ډول یې د اکبر مؤسسې د ریموټ منیجرانو (د بیلګې په توګه د تجربه لرونکي بشردوستانه متخصصینو) لخوا پلې کیږي او بل ډول یې د باندینیو مشاورینو (لکه ریسان او ځواب ویونکي کسان یا هم په نښه شوي تجربه لرونکي مدیران) لخوا ترسره کیږي. د اکبر مؤسسې او نورو مشاورینو لخوا لارښوونې او ارزونې د اړتیا وړ اسنادو، اعلامیو او پالیسیو په اړه بیاکتنې او مشورې ورکولو او په ځینو نورو مختلفو برخو باندې تمرکز کوي، کوم چې په عمومي توګه د تمویل کونکو لخوا غوښتل کیږي.
الف: کلیدي اسناد عبارت دي له لاندېنو څخه؛ مګر پدې پورې محدود ندي:
- اساسانامه
- د ثبتیدو سند
- د همغږي د بنسټونو د غړیتوب سند (کلسترونه)
- کلنی راپور
- کلنی کاري پلان
- د پلټنې راپور
- د M&E راپورونه
- د تطبیق شویو پروژو لیست
- بانکي بیانیه یا سند
ب: کلیدي اعلامیې (لاسلیک شوې-کاپي) عبارت دي له لاندنیو څخه؛ مګر محدود ندي:
- د ګټو د ټکر اعلامیه (د کارمندانو له لوري لاسلیک شوې کاپيانې)
- د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شوي ادارو/اشخاصو لپاره د نه ملاتړ اعلامیه
- د ملګرو ملتونو د موافقت فعالیتونو لپاره د ملاتړ اعلامیه
- هغه اعلامیه چې دا مني چې د غلط یا ګمراه کونکو معلوماتو چمتو کول، د منلو وړ ندي
- د هر ډول پخوانیو یا روانو قانوني پروسو یا تحقیقاتو اعلامیه.
ج: د بسپنه ورکوونکو لپاره وړاندیز شوې کلیدي پالیسیانې/ لارښوونې عبارت دي له لاندینیو څخه؛ مګر تر همدې پورې محدود نه دي:
- د ادراه کولو یا مدیریت پالیسي
- د تدارکات او لوژستیک پالیسیانې.
- بشري منابعو پالیسي.
- مالي او اداري پالیسي.
- د امنیت، خوندیتوب، او لاسرسي په برخه کې پالیسي.
- د جنسیت، شمولیت، او چاپیریال په برخه کې پالیسي.
- د ماشوم ساتنې پالیسي.
- د چلند کړندود یا پالیسي.
ساحوي لیدنې او ارزونې:
د ساحې لیدنې هغه عملي ناستې دي چې د ملي نادولتي مؤسساتو لپاره ډیزاین شوې دي؛ ترڅو د دوی روزنه په ریښتیني نړۍ کې پلي کړل شي. دا لیدنې په اصل کې د مشاورینو لخوا هغه څه دي چې د رهبري شوي لارښوونېزو فرصتونو په توګه کار کوي. له بلې خوا، ارزونې په ټولنه کې د بشردوستانه اړتیاوو په پیژندلو کې مرسته کوي او دا ډاډ ترلاسه کوي چې مرستې په اغیزمنه توګه ویشل شوې دي.
د اکبر مؤسسې دوه اړخیز یا (Twinning ) پروګرام
د ظرفیت لوړولو او سازماني پیاوړتیا د ستراتیژي له مخې همدا دوه اړخیز پروګرام د اکبر مؤسسې لپاره یو مهم نوښت دی. یاد پروګرام په ۲۰۱۵ کال د UK AID (DFID) په مالي مرستې سره پیل شوی د کوم له مخې چې هڅه کیږي د ظرفیت جوړونې په برخه کې شته تشې په ګوته شي. د دې پروګرام موخه دا ده چې د ملي نادولتي مؤسسو وړتیا لوړه کړي؛ څو له مختلفو سرچینو او احتمالي بسپنه ورکوونکو څخه چې (OCHA)، (CBPF) او د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق (AHF) هم په کې شامل دي، بسپنې ترلاسه کړلی شي. دا هڅې په مستقیم ډول د محلي کولو په اجنډا کې د بشردوستانه غبرګون له شته موخو او اهدافو څخه ملاتړ کوي. د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره، د دوه اړخیز پروګرام له لارې ملي نادولتي مؤسسې د تجربه لرونکو نړیوالو نادولتي مؤسسو د مشاورینو په مرسته د اداري مدیریت، بشردوستانه کړنو، تمویل راټولولو، او ستراتیژیک پلان جوړونې په برخو کې لارښوونې او ارزونې ترلاسه کوي.
په ۲۰۱۵ کال کې د لومړي ځل لپاره د دوه اړخیزه پروګرام پیل کولو راهیسې، اکبر مؤسسې دوه دې ته ورته دوه-اړخیز پروګرامونه بشپړ کړي دي او دا مهال یې دریم هغه روان دی. په افغانستان کې د ځانګړو شرایطو او عملیاتي ننګونو له امله، د دوه اړخیز پروګرام په وړاندې شته خطرونه د پام وړ دي؛ مګر د ملي نادولتي مؤسسو ترمنځ د ظرفیت جوړونې په برخه کې شته تشې او د هغوی جوړول، د یاد پروګرام په وړاندې د شته خطرونو ارزښت را کموي.
د دوه اړخیز پروګرام لومړی پړاو چې د (TP1) په نوم پیژندل کیږي د ۲۰۱۵ کال له فبروري څخه د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې ترسره شو. دوهم پروګرام چې د (TP2) په نوم یادیده او په بریالي توګه بشپړ شو د ۲۰۱۹ کال د اګست میاشتې او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې ترمنځ مودې کې ترسره شو. اوسنی دریم دوه ګونی یا دوه اړاخیز پروګروام د (SHAPE TPP) په نوم یادیږي چې د د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه پیل او ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۳۱ مه نیټه پای ته ورسیږي.
د (TP1) پروګرام په مټ ۲۵ ملي نادولتي مؤسسې په بریالیتوب سره وروزل شوې او د اکبر مؤسسې د تخنیکي کارمندانو او بهرنیو مشاورینو څخه یې د پالیسیانو په ډیزان کولو او پلي کولو او نورو مختلفو موضوعاتو کې زده کړې او لارښوونې ترلاسه کړې. د (TP1) دوه اړخیز پروګرام د تجربو پر بنسټ، (TP2) دوه اړخیز پروګرام خپلې هڅې پراخې کړې دي؛ ترڅو د ۴۰ اضافي ملي نادولتي مؤسسو ظرفیت لوړ کړي، چې په دوو برخو ویشل شوي دي او د ۱۴ مشاورینو په مرسته دا کار ترسره کیږي:
- د (TP2)پروګرام لومړی پړاو: چې په اصل کې هغه کې ۲۰ ملي نادولتي مؤسسې شاملې وې؛ مګر د دوی څخه ۳ هغه یې دافغانستان اسلامي امارت په راتګ سره وتړل شوې.
- د (TP2) پروګرام دوهم پړاو: چې ۲۰ ملي نادولتي مؤسسې او ۱۴ نور مشاورین او لارښوونکي په کې شامل دي.
دریم دوه اړخیزه پروګرام چې د (2 SHAPE TPP) په نامه یادیږي یو دوه نیم کلن یا (۳۰ میاشتنی) پروګرام دی چې هڅه کوي په افغانستان کې محلي کولو ته وده ورکړي او له سره د بشردوستانه پروګرام په ښه کولو کې مرسته وکړي. دا پروګرام تیرو دوو هغو څخه په زده کړې او ترلاسه شویو فیډبکونو سره په لاره اچول شوی دی چې د اوو کلیدي فعالیتونو له مخې د دوو اصلي پایلو او پنځو پایلو ترلاسه کولو لپاره په لاره اچول شوی دی:
اصلي پایلې:
۱- د ښکیلو اړخونو ترمنځ د همغږۍ او راوبطو ښه والی او د ښځو په مشرۍ یا ښځو باندې متمرکزې مؤسسو په ګډون د نادولتي مؤسسو لپاره مدافعه، محافظت او د هغوی سازماني ظرفیت پیاوړی کول.
۲- د AHF، بشردوستانه او پرمختیایي پروګرامونو او نورو پروګرامونو د پلې کولو لپاره د نادولتي مؤسسو د ګډون زیاتوالی او د وړتیاوو ښه والی؛ څو وکولی شي په انفرادي توګه یا له نورو نادولتي مؤسسو سره یو ځای اړینې مرستې او خدمتونه وړاندې کړي.
پایلې:
۱.۱: د ښکیلو خواوو، نړیوالو او ملي نادولتي مؤسسو په تیره بیا هغه مؤسسې چې د ښځو له لوري رهبري کیږي، د هغوی لپاره مدافعه، شبکه جوړونه، هماهنګي او ساتنه.
۱.۲: د اکبر مؤسسې د ارزونو او سازماني ظرفیت ارزونې او بیلابیلو ټرینینګونه له لارې د غړو مؤسسو د اړتیاوو معلومول او د بشردوستانه مدافعې، ساتنې، هماهنګي، شبکه جوړونې، د متضرره خلکو په وړاندې ځوابویونه او جنسیت په برخو کې په کابل او نورو سیمه اییزو دفترو کې چارې او کار ترسره کول.
۲.۱: د اکبر مؤسسې د ارزونو او روزنیزو پروګرامونو له مخې د دوه اړخیز پروګرام د غړو شته اړتیاووې په ګوته کول او په دې برخه کې د دوی د ظرفیت لوړولو لپاره کار کول؛ ترڅو وکولی شي اړوند پروګرامونه په ښه ډول سره مدیریت کړي او د بسپنو د ترلاسه کولو لپاره ددې پروګرام د غړیتوب له مخې ووړاندیزونه وړاندې کړي چې (TP1) او (TP2) هم په کې شامل دي.
۲.۲: ددې پروګرام له مخې شته مشاورین هڅه کوي د تفاهمنامو له مخې د ملي نادولتي مؤسساتو ظرفیت جوړ کړي چې په هغې کې د پالیسیانو ارزونه، تخنیکي دوه اړخیزه همکاري، د ریئسانو مجلسونه او عملي ساحوي لیدنې شاملې دي او اړونده ادارې ټاکلی فیس ترلاسه کوي.
۲.۳: ددې ډاډ ترلاسه کول چې غړې مؤسسې د ملګرو ملتونو بشردوستانه سیسټم کې په فعاله ډول دخیلې دي. د لومړي پړاو مؤسسې دې برخې ته نه دي را لیږدول شوې، ځکه د هغو ۱۷ مؤسساتو له ډلې چې د یاد پړاو برخې وې ۱۶ هغه یې په بریالیتوب سره فارغې شوې دي او د دوهم پړاو له (TP2) څخه را لیږدول شوې مؤسسې هم په همدې پروګرام کې شاملې دي.
کلیدي او اساسې چارې:
- د ملي نادولتي مؤسساتو لپاره د سازماني ظرفیت جوړنې په برخه کې شته ارزونې ترسره کول.
- روزنیز پروګرامونه چې د همدې ارزونو د پایلو له مخې په لاره اچول کیږي.
- د ملي نادولتي مؤسسو او د اکبر د غړو ترمنځ ماناداره همغږي.
- د ملي نادولتي مؤسسو ترمنځ د شبکې جوړونې په برخه کې هماهنګي او همغږي.
- د متضرره خلکو په وړاندې د ځوابوینې د مکانیزم غښتلي کول.
- ارزونې او نظازت، چې دا برخه د اکبر مؤسسې د ریموټ منیجرانو او مشاورانو په مرسته ترسره کیږي.
- ساحوي لیدنې او ارزونې.
د (SHAPE TPP) پروګرام په ټوله کې ۶۱ مؤسسې تر خپل چتر لاندې نیولې دي چې په دریو پړواړونو ویشل شوې دي. لومړی پړاو یې ۱۷ ملي نادولتي مؤسسې په بر کې نیسي چې له (TP2) څخه را لیږدول شوې دي؛ ترڅو معلومه کړي چې د خطر اندازه یې را ښکته شوې ده او باید د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۳۱ مه نیټه د شته تفاهمنامې له مخې فارغې شي. په دوهم پړاو کې بیا ۲۰ ملي نادولتي او ۱۴ مشاورین شامل دي چې له دې ډلې یې ۱۲ نړیوال او ۲ هغه یې ملي مشاورین دي. هغه مؤسسات چې په دې پړاو کې شامل دي باید له یاد پروګرام سره د ۲۰۲۵ کال تر ډیسامبر پورې پاتې شي. دې ته ورته دریېم پړاو بیا ۲۴ هغه مؤسسات په بر کې نیسي چې د ښخو لخوا رهبري کیږي او یا هم پر ښځو باندې تمرکز کوي چې باید د همدې پروګرام تر پای یعنی د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ مه پورې له یاد پروګرام سره پاتې شي. د همدې پړاو لپاره غوره کړل شوې ۲۴ مؤسسې د یوې بشپړې پروسې له مخې غوره کړل شوې دي. د همدې (TP1)، (TP2) او (SHAPE TPP) پړاوو د غړو مؤسسو او مشاورینو د معلوماتو لپاره کولی شی پر لاندې لینک کلیک وکړي او بشپړ معلومات ترلاسه کړی:
https://docs.google.com/spreadsheets/d/1u5c1PFmOn5_p0cKstI_PXhpfhYJ6O4sPtOPtV16xlpo/edit?usp=sharing
د (SHAPE TPP) پروګرام د غړو مؤسسات د ټاکنې پروسه
د همدې پړاو د غړو مؤسساتو ټاکنه د یوه بشپړ ځوابویونکې او سیالې پروسې له مخې ترسره شوې ده چې لومړی قدم یې د اکبر مؤسسې په ویبسایټ کې د علاقې او تمایل ښودلو د فورم خپرول او وړاندې کول دي. وروسته بیا غوښتنلیکونه ترلاسه کیږي او د ځانګړېو شته شرایطو له مخې ارزول کیږي. کله چې دا برخه ترسره شوه نو له شارټ لیسټ مؤسساتو سره (due Diligence) ترسره کیږي چې له دې څخه وروسته ارزونې د لیوالتیاوو یا (due Diligence) په بنسټ په لاره اچول کیږي. ناودولتي مؤسسې چې په دې برخه کې بریالۍ کیږي د سازماني ظرفیت ارزونې یا (OCA) لپاره بلنه ورکول کیږي. له OCA څخه وروسته، د غوره شويو نادولتي مؤسسو وروستی لیست جوړیږي او په دې پروګرام کې د ګډون لپاره خبر ورکول کیږي. په همدې اساس د اکبر مؤسسې او اړوند مؤسسې ترمنځ ځانګړې تفاهمنامه (Mou) لاسلیک کیږي، چې د اکبر مؤسسې، مشاورینو او نادولتي مؤسسو رول او مسؤلیتونه په کې په ګوته شوي دي. د دې مسئولیتونو په اړه د معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک کلیک وکړئ:
https://docs.google.com/document/d/1yjffjf1ri1cVQ6OaVh6bICS7cA6DQeTo/edit?usp=sharing&ouid=105624481383318772761&rtpof=true&sd=true
د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ۱۷ نادولتي مؤسسو پلان شوی وروستي فراغت ته په پام سره، د (OCA/SWOT) څخه وروسته به اضافي مؤسسات وټاکل شي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتې پورې به په پروګرام کې شاملې وي. دا چاره به د علاقه او تمایل په ښودلو سره د ۲۰۲۵ کال په ډیسامبر کې ترسره شي.
د معیارونه او شرایطو لیست په لاندې ډول وړاندې کیږي:
نوماندان باید:
- د اقتصاد وزارت سره ثبت او په اوس وخت کې یادې ادارې ته راپور ورکړي.
- د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر میاشتې تر ۳۱ مې نیټې پورې لږ تر لږه ۳ کلن شوي وي.
- په تیرو دوو کلونو کې یې د پروګرام بسپنه یا فنډ باید لږترلږه 200,000 ډالره وي او دومره اندازه یې باید مدیریت کړې وي.
- لږترلږه یو فعال پروګرام یا یوه شته پروژه ولري.
- د ملي نادولتي مؤسسو لپاره د یوې ځانګړې فورمې (Fact Sheet) ډکول اړین دي او د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې ۳ مې نیټې پورې یې بیرته اکبر مؤسسې ته وسپاري. همدا ډول د تیر او جاري کال کلنی راپور او د ۳ ریفرینس لیکونه هم په کې شامل دي او که چیری د لاسرسي وړ وي نو یاد لیکونه باید له کلسټرونه څخه وي.
غوره نوماندان باید:
- د یو یا ډیرو کلسترونو لپاره د کلستر غونډو کې ګډون وکړئ:
- روغتیا
- تغذیه
- د خوړو خوندیتوب
- حفظه الصحه
- عاجله سرپناه او استوګنه/NFIs
- محافظت او یا هم نور فرعي کلسترونه یا کاري ډلې