Request For د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت


د خوندي سندونو لپاره د هلوگرام او لیمینشن پروژې

د دواطلبۍ خبرتیا

 

د دواطلبۍ ګڼه: (AHSP/1405/NCB/G-105)

د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو د دې شرکت د اړتیا وړ د خوندي سندونو لپاره د هلوگرام او لیمینشن پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۵ کال دجوزا میاشتې تر (۱۶ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته او د بریښنالیک له لارې رسېدلي آفرونه نه منل کیږي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د (NDA)  یا د معلوماتو د نه افشاء  تړون تر لاسلیک وروسته د مموری فلش یاهم بریښنالیک له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي.

د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۵ کال دجوزا میاشتې په(۱۶ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.