· :
· د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټولو پالیسیو، ستراتیژیو او تړون ته ژمنتیا او د ټولو کلینیکي اصولو او مقرراتو مراعات کول.
· د روغتیا د ارتقا او ټولنې پراختیا موسسه (OPHCD) ټولو پالیسیو، اصولو او قوانینو ته درناوی.
· د میاشتنۍ ریکویست اماده کول د & OPD SAM OPD MAM موادو دپاره او د پرګرام پورې اړوند موادو سم راجسټریشن کول.
· د OPD SAM او OPD MAMاړوند موادو سم مدیریت او ذخیره کول او په اړونده راجسترو او کارتونو کې د ویشل شوي موادو ثبت کول.
· د 5 کالو څخه د کم عمر ټولو ماشومانو د تغذیې وضعیت سکرینینګ او ارزونه .
· او په سؤتغذی اخته ماشومان د لارښوونو سره سم راجسټرکول، د تداوی او تعقیب کارتونه ورته جوړول .
· په سؤتغذی اخته ماشومانو ته د اشتها تست اجرا کول.
· د IMAM پروتوکول سره سم د معتدل متوسط او شدید خوارځواکۍ او امیندواره او شیدې ورکونکو میرمنو ماشومانو ته د ,RUSF Super Cereal او RUTFخواړو ویشل.
· د تعقیبي (Follow-up )اصولو تطبیق کول هغو ناروغانو ته چې غذايي مواد ترلاسه کوي .
· د اختلاطی ناروغانوریفرکول اړونده څانګو ته.
· د شفایاب شوو ، دایمی غیرحاضرانو ، ریفر شوو او بی نتجی مریضانو په سمه توګه د پرګرام څځه خارجول.
· د OPHCD ولایتي دفتر ته د اونۍ او میاشتني فعالیتونو راپورونو چمتو کول، تصدیق کول او لیږل
· دی حاد خوارځواکۍ ماشومانواو امیندواره او شیدې ورکونکو میندو ته د RUSF RUTF, او Super Cereal سمه کارول ښودنه.
· د کلینیک آمر، قابله ګانو، واکسیناتورانو، د تغذیې مشاورینو او CHS سره همغږي او منظمې ناستې ترڅو د تغذیې ټولیز پروګرام پیاوړی کړي او د غیرحاضرانو لیست له دوی سره شریک کړي ترڅو د ټولنې په کچه ترلاسه او تعقیب شي.
· د تغذيې موادو د ضایع کیدو جدي مخنیوی (RUSF RUTF,او Super Cereal) او د هغو ناروغانو څخه چې د تعقیبي لیدنو لپاره راجع کیږي د کارول شوي تغذیه موادو د خالي پاکټو راټولول.
· د خپلو دندو د پلي کولو په اړه انعطاف منونکی.
· متقابل درناوى او په پوره لېوالتيا سره ورسپارل شوې دندې ترسره کول او د اړونده سوپروایزر له خوا ورسپارل شوې اضافي دندې ترسره کول.
· د تغذی نرس په مستقیم ډول د ,RUSF Super Cereal او RUTFتغذیه توکو د ضایع کیدو، ویجاړودو یا ناسم استعمال لپاره د ساتنې لومړۍ درجې مسؤلیت لري چې کلینیک ته لیږل شوي، او دا ممکن ده که چیرته مواد ته خساره ورسول شی نود معاش کمولی او خساری تاوان به هم ورکوی.
· مراجعینو ته روغتیایی تعلیمات خصوصآ د سؤتغذی د مخنیوی په هکله مالومات وړاندی کول .
· د تغذیې ټیم، نورو روغتیايي او تغذیوي کارکوونکو، او همدارنګه په همدې ساحه کې د ټولنې او سایټ رضاکارانو ترمنځ د ښې همغږۍ تأمینول.
· ډاډ ترلاسه کول چې د راجع کولو مرکزونو کارکوونکي د پروګرام له ټولو اړخونو، په شمول د راجع کولو او بېرته راجع کولو معیارونو څخه خبر وي.
· د تغذیې د سایټ له نورو کارکوونکو سره د سټاک (ذخیرې) غوښتنو په چمتو کولو کې مرسته کول.
· د ټولو درملو، طبي موادو او تجهیزاتو خوندي ساتنه یقیني کول.
· د پای نېټو څارنه کول تر څو ډاډ ترلاسه شي چې توکي د پای نېټې تر رسېدو مخکې وکارول شي.
· د سټاک او طبي توکو د حرکتونو په اړه اوونیزه ارزونه ترسره کول او دقیق ریکارډ ساتل.
·Top of Form