د مسلکي پرمختیا مرکز ( پی ډی سي ) آمر

NEW Open

Alfalah University ( الفلاح پوهنتون )

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Nangarhar - Jalalabad
Category
Education
Published
2026-11-16
Nationality
National
Gender
Male
Salary
د الفلاح پوهنتون د معاشونو د لایحې مطابق
Contract Duration
دايمي، د درې میاشتنۍ ازمایښتي مودې له بشپړېدوڅخه وروسته
Vacancy Number
AU-HRM/165
No of Job
1

Education

د بشري سرچینو (اېچ ار ایم) یا هم اداره او مدیریت په برخه کې د ماستري سند درلودل

Experience

په اداري برخه کې لږترلږه درې کاله کاري تجربه درلودل

Deadline

2026-11-30

About the Company

د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه

الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسټر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د هېوادوالو لپاره د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو

الفلاح د بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي لري چې په یادو پوهنځيو کې نږدې دوه نیم زره محصلين د ماسټرۍ او لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې د ماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي د يادو پوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه له معاصرو تدريسي مېتودونو څخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍ نويو او عصري علمي تجاربو څخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخه ګټه پورته کړي

د بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو سره سم، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنه کې د لوستي قشر غوښتنو ته په کتو د خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان پر بنسټ د نویو برنامو د ایجاد لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت مقام عالي شورا (۲/۳/۱۴۰۲) نېټې پرېکړې له مخې د الفلاح پوهنتون لپاره، شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظوري شوي چې او سمهال محصلین په کې زده کړي کوی، او د نورو علمي برنامو د ایجاد په حال کې دي.

Job Summary

د دندې لنډیز

د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) مسؤل د پوهنتون د علمي معاونیت تر رهبرۍ او مدیریت لاندې، د پوهنتون د علمي او اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې او مسلکي پرمختیا په موخه، په منظم ډول د روزنیزو اړتیاوو ارزونه ترسره کوي. د ترسره شویو ارزونو د پایلو او تحلیل پر بنسټ، اړوند عملیاتي پلانونه ترتیب او تطبیقوي. همدارنګه، د ډیپارټمنټونو د اړتیاوو له مخې، د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د مسلکي او علمي وړتیاوو د لوړولو لپاره اړین روزنیز پروګرامونه، لکه ورکشاپونه، سیمینارونه او نور مسلکي کورسونه، طرحه، تنظیم او تطبیقوي.

د مسلکي پرمختیا مرکز مسؤل مکلف دی چې د خپلو فعالیتونو او ترسره شویو چارو ربعوار راپورونه په رسمي ډول علمي معاونیت ته وړاندې کړي.

د مسلکي پرمختيا مرکز مسؤليتونه

د کيفيت لوړونې اړوند برنامو د جوړښت او مسؤليتونو د لارښود پر ساس، د مسلکي پرمختيا مرکز لاندې  مسؤليتونه لري:

1.       د استادانو، محصلينو او اداري کار کوونکو د ظرفيتونو لوړونې لپاره اړتيا ارزونې  تر سره کول

2.       د استادانو، محصلينو او اداري کار کوونکو د ظرفيتونو لوړونې لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږد مهاله برنامې برابرول

3.       د کرېډټ لايحې مطابق د هغه ضعيفه محصلينو لپاره چې چانسي ازموينو کې ناکام شوي وي، لنډ مهاله کورسونه يا د کورنۍ دندو د ترسراوي او  کتنې پروسيجر تطبيقول

4.       د پوهنځیو علمي کادري غړیو او محصلینو ته د څېړنو په برخه کې ورکشاپونه او نور اړین ټرېننګونه  دایرول.

5.       په پوهنتون کې د دوامداره کیفیت ساتلو په برخه کې د کیفیت لوړونې آمریت سره په ټولو اموراتو کې برخه اخېستل( لک منظمې جلسې، بیا کتنې ...)

6.       د پوهنتون علمي کادرونو او زده کړیالانو تخنیکي برنامو لپاره په خپل وخت د تخنیکي مرستو او اسانتیاوو برابرول.

7.       په ملي، سیمه یزه  او نړېواله  کچه له معتبرو پوهنتونونو سره د علمي کادري غړیو  د ظرفیت لوړونې په موخه د اړیکو جوړول او پیوستون رامنځته کول.

8.       په پوهنتون کې د نویو او عصري درسي مېتودونو (  ... OBL, SCL) د رایج کولو په برخه کې استادانو ته سمینارونه، ورکشاپونه، علمي سفرونه او د نورو اړینو چارو تر سره کول.

9.       په پوهنتون کې د الکترونيکي زده کړو د ترويج او اغېزناک تطبیق لپاره زمینه برابرول.

10.    د تضمين کيفيت او بشري سرچينو آمريتونو په ملتيا د نظارت او ارزونو په برخو کې کړنلارې جوړول

11.    د رونيزو برنامو په جریان کې د ګډونولو همغږي کول، دوی ته پروګرام جوړول، او څارنه یې تر سره کول.

12.    د ازموینو د کیفیت لوړونې په موخه د ازموینو د پایلو  تحلیلي راپورونه ترتیبول او د کمزوري شاخص اړوند  محصلانو سره د هغوې د حالت معلومولو په موخه د مشوره ورکونې او کار موندنې مديريت سره په ګډه مصاحبې تر سره کول.   

13.    د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په منظور په دایر شویو برنامو باندي دوامداره څارنه او نظارت.

14.    په پوهنتون کې د غوره استعدادونو پېژندل، جذب او ورته د کاري زمینې په  برابرولو کې مرسته کول.

15.    د مسلکي زده کړو په برخه کې روښانه لارښوونه، اصول او قواعد رامنځ ته کول.

16.    په پوهنتون کې د برېښنایې زده ترويج او تقويت لپاره په دوامدار ډول کار کول

17.    د علمي څېړنې پياوړتيا په موخه د څېړنې امريت سره په همغږۍ استادانو او محصلينو ته رزونيزې برنامې دايرول

18.    د طرزالعمل او مقرراتو په اساس د کمېټو او شوراګانو په مجالسو کې ګډون کول.

19.    د پوهنتون د زده کړییزو مسایلو په برخه کې اړونده ادارو ته مشورې ورکول.

20.    د پوهنتون د دوامداره زده کړییزو پروګرامونو د طرحو ارزولو په برخه کې   مشورې ورکول.

21.    د کیفیت لوړونې برنامو لپاره د مختلفو او ځانګړیو فورمونو طرحه کول.

22.    د پوهنتون لپاره د کلنۍ بودجې په جوړولو کې برخه اخېستل ترڅو  د سرچېنو په تنظیم او تخصیص کې مؤثریت رامنځ ته شي.

23.    د مالي سرچېنو د جلبولو له پاره مختلف فرصتونه برابرول.

24.    د بهرنيو ملاتړو ادارو څخه د ترلاسه شويو پروژو په تطبيق کې د جلا کتبي موافقې پر اساس اړوند کارونه تر سره کول

25.    د کیفیت لوړوونې او اعتبار ورکوونې آمریت د اړتیاو پر اساس د تدریس د ستراتیژۍ  پراختیا او تطبیق.

26.    د پوهنتون په استازيتوب د تدریس د پراختیا پلان جوړول او د هغه د لومړیتوبونو په هکله ځان باوري کول.

27.    په تدریس کې د علمي کادرونو د لاسته راوړنو څخه ځان خبرول او په یاده برخه کې د مکافاتو سیستم رامنځه ته کول.

28.    د پوهنتون د کمېټو او نورو برخو سره دوامداره همکاري او هغوی ته لازمي مشوري ورکول.

29.    په مياشتيني او ربعوار ډول علمي معاونيت ته  راپور ورکول

Job Requirements

وړتیاوې

·        د بشري سرچینو (اېچ ار ایم) یا هم اداره او مدیریت په برخه کې د ماستري سند درلودل

·        خارج مرز فارغ اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت څخه تائید او د انسجام او اکا‌ډمیک چارو ریاست مکتوب هم ولري.

·        په اداري برخه کې لږترلږه درې کاله کاري تجربه درلودل

·        د کمپیوټر د (ایم اس افس) او انټرنټ کارولو پوره تسلط درلودل

·        په پښتو او دري ژبو رواني خبري کول

·        په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط درلودل

·        کاري ژمنيتا درلودل ،د وخت مراعتول او په دنده کې دوامداره حضور

·        په انفرادي توګه او په ټيم کې د کار کولو وړتيا درلودل

·        د نورو همکارانو سره مثبت او مسلکي اړیکې ساتل.

·        د ښې مفاهمې، خبرو اترو او مدیریت ځانګړنې

Submission Guideline

  په شرايطو برابر کاندیدان کولی شي خپله (CV) یا خلص سوانح ،غوښتنلیک او اړوند اسناد د روان 2026 میلادي کال د نومبر میاشتې تر 30 نېټې پورې د لاندې برېښنالیک له لاري د الفلاح پوهنتون بشري سرچينو آمريت ته واستوي.

career@alfalah.edu.af

نوټ: لطفآ د برېښنالیک په موضوع( سبجیکټ لاین ) کې د اړوند بست عنوان او د اعلان شمېره( ویکنسي نمبر) په واضح ډول ولیکئ.