291 - (Package Scanner, Cargo Scanner & Truck Scanner) د ګمرکي سکنرونو تخنیکي انجنیر

NEW Open

Ministry of Finance

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Kabul - د ګمرکونو لوی ریاست /د ګمرکونو د ملاتړ او پراختیا ریاست /د ګمرکي تجهیزاتو او تأسیساتو د ساتنې او څارنې آمریت
Category
Skilled Labor
Published
2026-11-26
Nationality
Afghan
Gender
Male
Salary
NTA
Contract Duration
End of Fiscal Year 1405 (Extendable)
Vacancy Number
291/MoF/ACD
No of Job
2

Education

په داخلي او خارجي معتبرو د لوړو زده کړو موسساتو څخه په الکترونیکی انجنیری او کمپیوټرساینس پوهنځیو کې دوکتور، ماسټري سند لرونکی ته حق اولیت او یا حد اقل د لېسانس سند ولری

Experience

کارګو سکنرونو ، ټرک سکنرونو او د تلاشی (بارونو چک) سکنرونو په برخه کې حد اقل د دری کاله کاري تجربې ولری

Deadline

2026-12-10

About the Company

د هیواد په ګمرکونو کې له فساد سره جدي او اغیزمنه مبارزه، د کاري پروسو او سیستمونو اسانه کول، د جامع الکترونیکي سیستمونو نصبول او په ټوله کې ملي سوداګرو ته اسانتیا رامځته کول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي

زموږ لیدلوری
زموږ تصور دا دی څو د عوایدو راټولیدو، سوداګریزې اسانتیاوې، د پولو مدیریت او د ټولنې ساتنې په برخه کې د یوې ښې ګمرکي ادارې په توګه د سېمې په کچه تبارز وکړو

زموږ ماموریت
په ښه او شفاف ډول د مطلوبو عوایدو راټولیدل، د اقداماتو په واسطه د ټولنې تحفظ، د پولو ښه او اغیزمن مدیریت، د سوداګرۍ او صنعت د ودې په برخه کې مرسته، د طرزالعملونو او ګمرکي پروسو ساده او همغږي کول، د ګمرکي کنټرول په لاره اچول او د ګمرکي کارکوونکو د وړتیا لوړول، په هیواد کې د ځان بسیاینې او مالي ثبات سره د مرستې په موخه د طرزالعملونو د شفاف پلي کیدو لپاره د کارکونکو د صادقانه اجراتو څخه ډاډ تر لاسه کول

ستراتیژیکې موخې

د قانون پذیرۍ پیاوړتیا
د قانون پذیرۍ پیاوړتیا، د ګمرکونو قانون، اړوندو مقررو او طرزالعملونو سره سم د کارکونکو او سوداګرو د اجرااتو په موخه د پراختیایې پروګرامونو پلي کول

سوداګریزې اسانتیاوې
د سوداګرۍ اسانتیا زیاتیدو په موخه د پراختیا فرصتونو په برخه کې د مناسبو ستراتیژیو او پروګرامونو جوړول او مناسب کاري چاپیریال رامنځته کول

د ادارې د اغیزمنتوب لوړیدل
د ګمرکونو لوی ریاست د پیاوړتیا، د اغیزمنتوب زیاتوالی او باور په موخه د طرحو، د ښې حکومتولۍ د ستراتیژیو او پالیسو پلي کول او جوړول

د عوایدو راټولول
تر زیاته کچه د عوایدو زیاتوالي لپاره د عوایدو راټولیدو، کنټرل او د عملیاتي روشونو او پروسو کنټرول او ښه کیدو میکانیزم ته بیاکتنه

ستراتیژیک لیدلوی
تر زیاته کچه د عوایدو راټولیدل او د قانوني سوداګرۍ هڅونې لپاره د دولت د مالي چارو مدیریت، په اغیزمن ډول د پولو کنټرول او مصؤنیت

 

Job Summary

د دندې هدف :   د هېواد په ګمرکونو کې د  (Truck Scanner)، د   (Cargo Scanner) او  (Package Scanner د اغېزمن، خوندي او دوامدار فعالیت تأمینول؛ د تخنیکي څارنې، ساتنې او پالنې، د تخنیکي ستونزو پر وخت د تشخیص او هواري، د اړتیاوو د ارزونې او د مناسبو تخنیکي حل‌لارو د وړاندې کولو له لارې، څو ګمرکي بهیرونه چټک شي او د سوداګریزو محمولاتو د کنټرول اغېزمنتیا لا زیاته شي.

Job Requirements

دندې او مسئولیتونه :

تخصصي برخه :

 د لویو موټرو سکنرونو  (Truck Scanner)،   (Cargo Scanner) او د کوچنیو بستو او محمولاتو د تلاشي سکنرونو (Package Scanner) د تخنیکي ستونزو تشخیص، تحلیل او حل.

 د شرکت د جوړونکي تخنیکي مشخصاتو او ټاکل شویو معیارونو سره سم د ګمرکي سکنرونو د نصب، Testing، Commissioning، تخنیکی مشکل‌ موندنه او بهره‌ بردارۍ پر چارو تخنیکي نظارت کول.

د سکنري سیسټمونو د چمتووالي او دوامدار ثبات د تضمین په موخه د دایمی او موقتی ساتنی او څارنی پروګرامونو ترتیب، تطبیق او تعقیب .

د سکنرونو د تخنیکي مشخصاتو ترتیب او د اړوندو تجهیزاتو او خدماتو تخنیکي تأییدي کول.

 د ګمرکي سکنرونو د بهره‌بردارۍ، ساتنې او څارنې په ټولو پړاوونو کې د مضره وړانګو د مصونیت معیارونو، نړیوالو استندردونو او تخنیکي غوښتنو د رعایت او پلي کېدو په هکله ډاډ ترلاسه کول.

نور هغه دندی او ظایف چی د باصلاحت مرجع لخوا ورسپارل کیږی.

مدیریتي دندې :

 د سکنرونو د تخنیکي عوارضو د رفع او ترمیم د پلان په خاطر د ضروري مواردو جمع کول.

د سکنرونو د تجهیزاتو د مشکلاتو د رسیدګی په خاطر د لازمو تدابیرو تطبیق کول .

د ګمرکونو د ملاتړ او پراختیا ریاست د پلانونو سره په مطابقت د میاشتني ، ربعوار او کلني کاري پلانونو تهیه او برابرول .

د ملاټر او پراختیا ریاست عمومي پلان سره سم د میاشتنی، ربعوار او کلنی کاری پلان ترتیب.

د همغږی دندې :

د ګمرکونو د دوهمي واحدونو سره د سکنرونو د کار کولو په خاطر د هماهنګی رامنځته کول او د ګمرکونو د ملاتړ او پراختیا ریاست ته پر وخت خبر ورکول او همدارنګه له سکنرونو څخه په سمه توګه ساتنه او څارنه کول .

د قوانینو او مقرراتو مطابق دندې کوم چې د صلاحیت لرونکو آمرینو لخوا سپارل کېږي اجرأ کول .

د ګمارلو شرایط:

د افغانستان تابعیت لرونکی وي.

عمر یې له ۱۸ کلونو څخه کم او له ۶۴ کلونو څخه زیات نه وي.

تحصیلي سویه :

په داخلي او خارجي معتبرو د لوړو زده کړو موسساتو څخه په الکترونیکی انجنیری او کمپیوټرساینس پوهنځیو کې دوکتور، ماسټري سند لرونکی ته حق اولیت او یا حد اقل د لېسانس سند ولری. 

کاري تجربه او اړینې وړتیاوې :

 د کارګو سکنرونو ، ټرک سکنرونو او د تلاشی (بارونو چک) سکنرونو په برخه کې حد اقل د دری کاله کاري تجربې ولری.

د کارګو سکنرونو ، ټرک سکنرونو او د بارونو د چک کولو د سکنرونو د عیب پیدا کولو ، ساتنې او څارنې ، استفادې ، او نصب په برخو کې د جوړونکي شرکت یا نورو معتبرو مراجعو څخه تخنیکي سرټیفیکټ درلودل  .

د ایکس شعاع د تولید له سیستم سره  (X-Ray Generation Systems)، د تصویر د تحلیل او تجزیې له سیستم سره  (Image Processing Systems) او د سکنرونو د عملیاتي سافټویر او هارډویر سره کامله آشنايي.

یو له ملي ژبو (پښتو ، دري) مکمل تسلط او په انګلیسي ژبه تسلط.

Submission Guideline

په شرایطو برابر نوماندان یواځي خپله سی وی او غوښتنلیک په یو پی ډی ایف فایل  کښی لاندی بریښـــــنا لیک ته واستوی 

!یادونه:  د تحصیلی اسنادو ، کاری تجربی او نورو اړوند اسنادو  ضمیمه کول د پروسی په دغه برخه کښی اړین ندی