راپور یادونه کوي چې په عمومي ډول ولسي تړون د اشخاصو او ټولنو اړتیاوې په داسې ډول په نښه کوي چې غوره معقولیت ولری. ټولنیز بدلون په هغه ټولنو کې چې پدې څیړنه کې راغلی دی د ښځو لپاره نوي رول په لاره اچولو او روښانه کولو او په ټولنه کې د ﺑﻴﻮﺯلۍ د خپریدو په اړه د پوهاوي لوړولو سره پیل شو.

فیونا ګال ، د اکبر رییس یادونه کوي "چې ښکیل اړخونه باید وګوري چې څنګه ښځې د ولسي تړون په راتلونکي  پړاو کې د فعالیتونو پلي کولو کې ښکېل کیدای شي"

د راپور په وینا - چې د بلخ ، پروان او زابل درې ولایتونه پوښوي - د ولسي تړون لومړی پړاو د خرابېدونکي امنیتي چاپېریال له امله محدود شوی دی. دا پدې معنی ده چې د پروژې پلي کول ، په ډیری ځایونو کې ، د انجیوګانو ملګرو لپاره یوه ننګونه وه چې د برنامې ټولنیز خوځښت اجزاو اسانه کول دي.  

ډاکټر احمد خالد فهیم  د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د پروګرام رییس وویل: "دولت باید په جدی توګه د انجیوګانو ملګرو سره په فعاله توګه د ولسي تړون په وروستیو پړاونو کې د مسؤلیتونو د ودې په اړه بحثونو کې برخه واخلي."

پداسې حال کې چې ولسي تړون د اوږدمهاله ملي برنامې په توګه پیژندل شوی چې هدف یې بنسټیزو زیربناو او ټولنیزو خدماتو ته وده ورکول دي ، راپور دې پایلې ته رسیدلی چې د ټولنې او ولایتی پرمختیایی پلانونو سره ښه تنظیم کولو ته اړتیا ده چې د ملي بودیجې د پروسې د یوې برخې په توګه هر کال د محلي چارواکو لخوا چمتو کیږي. د  افغانستان د  روڼتیا څار د ادارې اجراییه رییس سید اکرام افضلي وايي: "حکومت او ډونران باید په ځانګړي ډول د زیانونو د مخنیوی  په اصولوباندې د منلو وړ مشورې وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې کړنلاره د افغانستان د ملي بودیجې د پروسې اساس ګڼل کیږي او دا چې د حکومتوالۍ پر جوړښتونو باندې په محلي کچه منفي اغیزه نلري."  پدې برخه کې ، راپور د ملي لومړیتوبونو ترمینځ د توپیر خطر په ګوته کوي لکه پاکو اوبو ته لاسرسۍ او د ټولنو لخوا ټاکل شوي لومړیتوبونه چې ممکن توپیر ولري

د ولسي تړون پروګرام پیچلتیا او لوی مقدار په پام کې نیولو سره ، راپور دا هم وموندله چې د شکایتونو خپلواک میکانیزمونه پلي کول به ټولنې ته دا وړتیا ورکړي چې په لوړه کچه باور او اعتماد سره راپور ورکړي او د اداري فساد مخنیوي لپاره اړین ګامونه واخیستل شي

راپور د ولسي تړون په طرحه او پلي کولو کې د ښکیلو اصلي لوبغاړو په اړه وړاندیزونه وړاندې کوي - حکومت ، نړیوال بانک ، تمویل کونکي او انجیوګانو پلي کوونکي ملګري

ولسي تړون لومړنی وزارتي پروګرام دی چیرې چې وزارتونه په کلیوالي او ښاري سیمو کې په یو واحد پروګرام کې همکاري کوي.

د بشپړ راپور لپاره ، دلته وګورئ. 

*اکبر-  افغانانو لپاره د بشري او انکشافي مرستو د همغږۍ اداره یا (اکبر) یو خپلواک افغاني بنسټ دی چې په افغانستان کې د ۱۵۲ داخلي او بهرنیو غړو مؤسساتو په درلودلو سره او د بشردوستانه اصولو لکه خپلواکي، بی طرفي، بی پریتوب او انسانیت په پام کې نیولو سره کار کوي