دوامداره پرمختیایي موخې

د دوامدارې پراختیا موخې یا (SDGs) د عمل لپاره یوه نړیواله غوښتنه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا منل شوې؛ ترڅو تر ۲۰۳۰ کال پورې بېوزلي له منځه یوسي، د ځمکې ساتنه وکړي او د ټولو خلکو لپاره سوله او هوساینه تضمین کړي. دغه ۱۷موخې له  یو بل سره تړلې موخې دي چې د نړۍ تر ټولو بېړنیو ټولنیزو، اقتصادي او چاپېریالي ننګونو ته رسېدنه کوي.

۱ــــــ د بېوزلۍ ختمول

په هر ځای کې د بېوزلۍ ټول ډولونه له منځه وړل او د ټولو خلکو لپاره سرچینو، خدمتونو او فرصتونو ته د برابر لاسرسي باوري کول.

۲ـــــ  د لوږې ختمول

لوږه له منځه وړل، د خوړو خوندیتوب او تغذیه ښه کول او د سالم ژوند د باوري کولو لپاره د دوامدارې کرنې ترویج.

۳ـــــ  ښه روغتیا او هوساینه

د لاسرسي وړ روغتیايي خدمتونو له لارې د هر عمر خلکو لپاره د سالم ژوند او هوساینې باوري کول.

۴ــــــ باکیفیته زده‌کړه

د ټولو لپاره ټولیزه، عادلانه او باکیفیته زده‌کړې برابرول او اوږدمهاله زده‌کړېزو فرصتونو ته وده ورکول.

۵ـــــــ د جنسیت برابري

د تبعیض او تاوتریخوالي له منځه وړلو له لارې د جنسیت برابري رامنځته کول او د ښځو او نجونو پیاوړتیا.

۶ــــــ پاکې اوبه او حفظ الصحه

د ټولو لپاره خوندي او ارزانه د څښاک اوبو او حفظ الصحې خدمتونو ته د لاسرسي باوري کول.

۷ـــــــ ارزانه او پاکه انرژي

ارزانه، باوري، دوامدارو، او عصري انرژۍ سرچینو ته د لاسرسي ترویج.

۸ــــــــ مناسب کار او اقتصادي وده

ټول‌ګډونه او دوامداره اقتصادي وده، تولیدي کارموندنه او د ټولو لپاره مناسب کار ته وده ورکول.

۹ـــــــ صنعت، نوښت او زېربناوې

پیاوړې زېربناوې جوړول، د دوامدار صنعتي کېدو ملاتړ، او نوښت هڅول.

۱۰ــــــــ  د نابرابریو کمول

د هېوادونو دننه او ترمنځ د نابرابریو کمول او ټولنیز، اقتصادي او سیاسي شمولیت ته وده ورکول.

۱۱ــــــــ باثباته ښارونه او ټولنې

ښارونه او بشري مېشت ځایونه باید ټول‌ګډونه، خوندي، پیاوړي، او دوامدار جوړ شي.

۱۲ــــ  مسؤلانه مصرف او تولید

د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره د دوامدار مصرف او تولیدی نمونو تضمین.

۱۳ــــــــ اقلیمي چارې

د زده‌کړې او ثبات له لارې د اقلیمي بدلون او د هغه د اغېزو پر وړاندې بېړني اقدامات ترسره کول.

۱۴ــــــــ  د اوبو لاندې ژوند

د دوامدارې پراختیا لپاره د سمندرونو، بحرنو او بحري سرچینو ساتنه او دوامداره استفاده.

۱۵ــــــ  پر وچه ژوند

د ځنګلونو، حیاتي تنوع او ایکوسیستمونو ساتنه او د ځمکې د تخریب پر وړاندې مبارزه.

۱۶ــــــ  سوله، عدالت، او پیاوړي بنسټونه

د سوله‌ییزو او ټول‌ګډونه ټولنو ترویج، عدالت ته د لاسرسي برابرول، او حساب‌ورکوونکو بنسټونو جوړول.

۱۷ــــــ  د موخو لپاره ګډ کار

د دوامدارې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره د نړیوال ګډ کار او همکارۍ پیاوړتیا.

په ګډه سره د یوې غوره راتلو نکې په لور!

د دوامدارې پراختیا موخې موږ ته یادونه کوي چې دوامداره پراختیا د حکومتونو، بنسټونو، ټولنو او افرادو ګډ کار ته اړتیا لري. په ګډ کار سره، موږ کولی شو د راتلونکو نسلونو لپاره یوه ټول‌ګډونه، سوله‌ییزه او دوامداره نړۍ رامنځته کړو.