د اکبر مؤسسې د شمال سیمه‌ ییز دفتر د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۹مه او ۲۰مه سرپل او جوزجان ولایتونو ته کاري سفر وکړ، څو له غړو مؤسسو او ولایتي چارواکو سره همغږي پیاوړې کړي، د فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي او د بشري مرستو او پرمختیايي فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د سفر په ترڅ کې، د اکبر مؤسسې ډلې د دواړو ولایتونو له محترم والیانو سره وکتل او د مؤسسو ترمنځ د همغږۍ او ګډې غوښتنې په برخه کې د اکبر مؤسسې د رول، او همدارنګه د ټولنو د اړتیاوو په پوره کولو کې د غړو مؤسسو د ونډې په اړه یې خبرې وکړې.

په دغو لیدنو کې د نادولتي مؤسسو پر وړاندې مهمې عملیاتي ستونزې وڅېړل شوې. د دواړو ولایتونو محترم والیانو ژمنه وکړه چې اړوندې ادارې او سیمه ‌ییز چارواکي به له نادولتي مؤسسو سره د همکارۍ پیاوړتیا او د بشري مرستو او پرمختیايي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال برابرولو ته وهڅوي.

د ولایتي اړیکو او همغږۍ له لارې، د اکبر مؤسسې له نادولتي مؤسسو او اړوندو چارواکو ترمنځ د همکارۍ ملاتړ ته دوام ورکوي، څو عملیاتي ستونزو ته رسېدنه وشي او اړمنو ټولنو ته مرستې په اغېزناک ډول ورسېږي.