اکبر د افغانستان د بشري او پراختیايي فعالیتونو په ډګر کې یوه باوري او بېطرفه منځګړې اداره ده چې له ۳۰ کلونو څخه د زیاتې تجربې او د څه باندې ۲۰۰ غیردولتي مؤسسو (ملي او نړیوالو) د غړیتوب له امله د همغږۍ او راټولونې پیاوړی ځواک لري او دا هغه څه دي چې ددې ادارې مشروعیت پیاوړی کوي. د ملي او فرعي ملي پلاټفورمونو لکه د همغږۍ غونډې، مشورتي بنسټونه او د بسپنه ورکوونکو او پالیسۍ فورمونه، له لارې د فعالیتونو له تکرار څخه مخنیوی کوي، تکمیلي فعالیتونه هڅوي او د غیردولتي مؤسسو، تمویل کوونکو، د ملګرو ملتونو ادارو او نورو ښکیلو خواوو ترمنځ پر وخت د معلوماتو د شریکولو زمینه برابروي.
اوسنی بشري وضعیت:
د افغانستان بشري او پراختیايي وضعیت له یوه بنسټیز بدلون څخه د تېرېدو په حال کې دی. اوس وخت کې د مرستو د وړاندې کولو او همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شوي دي چې لاملونه یې د مرستو کمښت، د بشري اساسي اړتیاوو (BHN) په وړاندې د تمویل کوونکو د لومړیتوبونو د لارو چارو بدلون، د ځایي¬کونې لپاره زیاتېدونکی فشار او یو پېچلی او بدلېدونکی سیاسي چاپېریال، یادولی شو. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د افغانانو لپاره د بشري او پراختیایي مرستو د همغږۍ اداره یا اکبر د ۱۹۸۸ کال د اګست په میاشت کې په پېښور کې د غړیتوب پر بنسټ د یوې ادارې په توګه رامنځته شوه. اکبر د هغو غیردولتي مؤسسو د غوښتنې په ځواب کې جوړه شوه چې په پاکستان کې یې له افغان کډوالو او د افغانستان د پولې هاخوا سیمو کې یې فعالیت کاوه؛ ترڅو مرستې او د خدمتونو وړاندې کول په اغېزمن ډول همغږي شي. له ۲۰۰۱ کال راهیسې، اکبر د خپلو غړو ترمنځ د همغږۍ د اسانتیا، د ملاتړ هڅو، د معلوماتو د خپرولو او د غړو د اخلاقي معیارونو د ودې لپاره د چلند د اصولو او بنسټیزو بشري معیارونو له مخې خپلو چارو ته دوام ورکوي.
اوس مهال اکبر ۲۳۰ غړي لري چې ملي او نړیوالې غیردولتي مؤسسې پکې شاملې دي. د اکبر غړې مؤسسې هر کال د رهبري یوه کمېټه ټاکي چې د ۱۵ ملي او نړیوالو غیردولتي مؤسسو له استازو څخه جوړه وي: ترڅو ادارې ته ستراتیژیکه لارښوونه ورکړي. د اکبر ورځنی مدیریت د سکرتریت له لوري پر مخ وړل کېږي چې پکې ددې سکرتریت رئیس، د رهبرۍ لوړپوړی ټیم او په ټولو دفترونو کې نږدې ۸۰ کارکوونکي شامل دي. د اکبر مرکزي دفتر په کابل کې موقعیت لري او په کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، کندز، خوست او بامیانو کې اووه ساحوي دفترونه لري.
لیدلوری او مأموریت:
د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره، اکبر د خپلې ادارې او غړو لپاره د یوه پراخ لیدلوري او مأموریت له مخې چارې ترسره کوي.
زموږ لیدلوری لا هم «اغېزمنې غیردولتي مؤسسې، پیاوړې ټولنې» دی.
دغه لیدلوری زموږ د ادارې د مأموریت د بیانې په مرسته لا هم غښتلی کیږي او هغه عبارت دی له: ((په افغانستان کې د اغېزمنو بشري او پراختیايي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره غړو ته د یوه اغېزمن پلاتفورم برابرول))
اوسنی بشري وضعیت:
د افغانستان بشري او پراختیايي وضعیت له یوه بنسټیز بدلون څخه د تېرېدو په حال کې دی. اوس وخت کې د مرستو د وړاندې کولو او همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شوي دي چې لاملونه یې د مرستو کمښت، د بشري اساسي اړتیاوو (BHN) په وړاندې د تمویل کوونکو د لومړیتوبونو د لارو چارو بدلون، د ځایي¬کونې لپاره زیاتېدونکی فشار او یو پېچلی او بدلېدونکی سیاسي چاپېریال، یادولی شو.
دغه بدلونونه ښايي چې د همغږۍ دودیز جوړښتونه نور بسنه نه کوي او د اوسنیو ننګونو د حل لپاره په کار ده چې اکبر د همغږۍ د یوه پلاتفورم له رول څخه مخکې ولاړ شي؛ ترڅو په یوه فعال او مخکښ بنسټ بدل شي— داسې اداره چې د غیردولتي مؤسسو اغېزمنتیا پیاوړې کړي، ګډ استازیتوب پراخ کړي او سرچینو او د پرېکړو نیولو فرصتونو ته لاسرسی باوري کړي.
اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. که څه هم دا شمېر د ۲۰۲۵ کال په پرتله لږ کمښت ښايي، خو اړتیاوې لا هم خورا لوړې دي او دا په داسې حال کې چې هېواد په غیرجګړهییز وضعیت کې دی. دغه بشري شرایط د اوږدمهاله جوړښتي زیانونو، د خوړو د نهخوندیتوب زیاتوالي، د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شویو بلایاوو، د ناروغیو خپرېدو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د جدي خوندیتوب خطرونو له امله رامنځته شوي دي. تمه کېږي چې د خوړو شدید نهخوندیتوب به پر ۱۷.۴ میلیونه کسانو اغېز وکړي، چې له دې ډلې ۴.۷ میلیونه کسان به له بیړنیو شرایطو سره مخ وي؛ دا شمېره د ۲۰۲۵ کال په پرتله دوه برابره ده. دوامدارې وچکالۍ ګڼ ولایتونه اغېزمن کړي، او وړاندوینه کېږي چې د اورښت اندازه به د اوسط څخه کمه او د تودوخې درجه به لوړه وي. د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه، پاتې چاودېدونکي توکي، جنسیتمحوره تاوتریخوالی، د ماشومانو کار او وختي ودونه د خوندیتوب خطرونه لا زیاتوي. په پای کې، له پولې هاخوا د کډوالو پراخ بېرته راستنېدل — یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۵ میلیونو څخه زیات افغانان — پر کوربه ټولنو د پام وړ فشار واردولی شي.
زموږ مأموریت:
د خپلو غړو د ملاتړ لپاره، اکبر لاندې اساسي دندې او ژمنې لري:
۱- د ملي، محلي او نړیوالو غیردولتي مؤسسو د یوه خپلواک همغږي کوونکي بنسټ په توګه فعالیت کول، چې د خپلو غړو د کار د خدمت او اسانتیا لپاره رامنځته شوی؛ ترڅو د افغانستان د خلکو بشري او پراختیايي اړتیاوو ته په اغېزمن او مؤثر ډول رسېدنه وشي.
۲- له خپلو غړو څخه ملاتړ کول؛ څو د قومي شالید، سیاسي تړاو او مذهبي عقیدې له توپیر پرته او د غیردولتي مؤسسو د چلند د اصولو سره سم، افغانانو ته بشري او/یا پراختیايي مرستې وړاندې کړي.
۳- د بشري او پراختیايي سکتورونو ترمنځ په اړوندو خواوو کې د اړیکو او همغږي پیاوړي کول.
۴- د ناڅاپي بیړنیو حالاتو پر مهال د چمتووالي او غبرګون د همغږۍ له لارې د غیردولتي مؤسسو او بشري ښکیلو خواوو ملاتړ.
۵- د ستراتیژیک ملاتړ له لارې د بشري او پراختیايي اصولو او معیارونو پر بنسټ پر پالیسیو او چارو اغېز.
۶- د غوره کړنلارو، سکتوري معیارونو او د خدمتونو وړاندې کولو پر مهال د اصولمحورو لارو چارو د رعایت ترویج او د ګډو تګلارو، غبرګونونو او ګډې زدهکړې لپاره زمینه برابرول.