د ۱۴۰۵ کال د تلې د میاشتې په ۲۲مه نیټه، د اکبر مؤسسې او د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په همکارۍ، یوه ستراتیژیکه غونډه ترسره کړه چې د یاد دفتر، د اقتصاد وزارت لوړپوړو استازو او د نادولتي مؤسسو مسؤلینو پکې ګډون درلود. د غونډې موخه په افغانستان کې د پروګرامونو د لومړیتوبونو ارزونه او د حکومت او نادولتي مؤسسو ترمنځ د عملیاتي همغږۍ پیاوړتیا وه.

دې غونډې د حکومت او نادولتي مؤسسو د استازو ترمنځ د مستقیمو او رغنده خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړه. ګډونوالو د ګډو موخو، عملیاتي ستونزو او د همغږۍ د پیاوړتیا د لارو چارو په اړه بحثونه وکړل. همدارنګه، د مناسبو حل‌لارو پر موندلو خبرې وشوې، څو د افغانستان خلکو ته بشري او پراختیايي مرستې په ښه او پر وخت ډول ورسېږي.

د غونډې مهمې سپارښتنې او پایلې به د همغږۍ د مناسبو لارو په وسیله له اړونده  لورو سره شریکې شي، څو خبرې اترې دوام ومومي او مطرح شوې موضوعګانې تعقیب شي.