د «بیا رغونې او پرمختګ شریکان» (PRB) مؤسسه یوه ملي نادولتي اداره ده چې په ټول افغانستان کې له زیانمنو او له اړینو خدمتونو څخه پاتی ټولنو سره مرسته کوي. دې مؤسسې د ۳۶ کلونو څخه د زیاتې تجربې او د څه باندې ۲۶۵ بشري او پراختیايي پروژو د پلي کولو له لارې، د ټولنیزو خدمتونو، کرنې او مالدارۍ، پوهنې او روغتیا په برخو کې فعالیت کړی دی.
د زیانمنو خلکو د هوساینې او د ستونزو پر وړاندې د هغوی د مقاومت د پیاوړتیا پروژې له لارې، PRB  د بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو له ۱،۸۰۰ مالدارو کورنیو سره مرسته وکړه، څو د څارویو روغتیا، د مالدارۍ تولیدات او د کورنیو د ژوند معیشت ښه شي.
د دې پروژې په چوکاټ کې، کورنیو ته د مالدارۍ د مدیریت، د څارویو د تغذیې او د حیواني محصولاتو د پروسس په اړه روزنه ورکړل شوه. همدارنګه، د څارویو د خوراک بستې، چې یوریا او بوس پکې شامل وو، ورته ووېشل شوې او د څارویو د ساتنځایونو د بیارغونې لپاره هم مرسته ورسره وشوه.
د واکسین موسمي کمپاینونو د څارویو په ساتنه او د عامو ناروغیو د مخنیوي کې مرسته وکړه. سربېره پر دې، ۱۲ تنو د څارویو روغتیايي مرستندویانو )پاراوېټانو(د خپلو مهارتونو د نوي کولو روزنه ترلاسه کړه او ۱۲ د څارویو روغتیايي کلینیکونه په اړینو وترنري وسایلو او تجهیزاتو سمبال شول.
همدارنګه، د بازار موندنې د نندارتونونو له لارې مالداران له سیمه‌ ییزو سوداګرو سره ونښلول شول. دې کار له مالدارانو سره مرسته وکړه، څو بازارونو ته ښه لاسرسی ومومي او د مالدارۍ پر بنسټ د خپلو کورنیو د معیشت د دوام لپاره لا ډېر فرصتونه ولري.