د اکبر مؤسسې د غړو مؤسسو له ۸۰ څخه زیاتو ګډونوالو د مالي مدیریت او بودجې جوړولو په دوه ورځني روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. دا روزنه د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې په دوو دورو کې ترسره شوه.
مالي مدیریت د یوې پیاوړې او اغېزناکې مؤسسې د فعالیتونو مهمه برخه ده. د مؤسسو لپاره سم مالي پلان جوړول او مدیریت مرسته کوي چې سرچینې په مناسبه توګه پلان، مدیریت او په مسؤلانه ډول د پروګرامونو او هغو ټولنو د ملاتړ لپاره وکارول شي چې مؤسسې ورته خدمتونه وړاندې کوي.
په دې روزنیز پروګرام کې د اکبر مؤسسې د ملي او نړیوالو غړو مؤسسو کارکوونکو ګډون وکړ، څو د مالي مدیریت په مهمو برخو کې خپلې پوهې او مهارتونه پیاوړي کړي. په دې برخو کې د بودجې جوړول، مالي پلان جوړونه، د لګښتونو څارنه، داخلي کنټرولونه او د خطرونو مدیریت شامل وو.

روزنیزو غونډو ګډونوالو ته دا فرصت هم برابر کړ چې په خپلو مؤسسو کې د مالي مدیریت اوسني میتودونه و ارزوي، خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي او له یو بل څخه زده کړه وکړي. بحثونه پر هغو موضوعګانو متمرکز وو چې د مالي ټیمونو د ورځني کار برخه ده. همدارنګه، د ټولې مؤسسې لپاره د پیاوړو مالي سیسټمونو پر اهمیت هم خبرې وشوې.
د ملي مؤسسو لپاره د دې برخو پیاوړتیا د داخلي سیسټمونو په ښه کولو او په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي فعالیتونو د دوامدار ملاتړ لپاره مهم رول لوبولی شي.
د ګډونوالو نظرونه
د ګډونوالو لپاره د دې روزنې ارزښت یوازې د مالي مدیریت له مفاهیمو سره تر بلدتیا محدود نه و؛ هغوی دا هم روښانه کړه چې زده کړې او ور زده شوې لارې چارې څنګه په خپلو مؤسسو کې عملي کولی شي.

دا روزنه په ځانګړي ډول د مالي مدیریت، بودجې جوړولو، داخلي کنټرولونو او د خطرونو مدیریت په برخو کې ډېره ګټوره وه. ما نوې لارې چارې زده کړې چې له موږ سره به مرسته وکړي څو خپل د داخلي کنټرول سیسټم او د خطرونو د ارزونې جدول نور هم پیاوړی
کړو. زما وړاندیز دا دی چې دا ډول روزنې په منظم ډول دوام ومومي، څو په افغانستان کې د مؤسسو مالي وړتیاوې پیاوړې شي.
ثناءالله غفاري
د مالي چارو همغږي کوونکی، مګنا نړیواله مؤسسه (Magna INGO)

دې روزنې د بودجې د پلان جوړونې، څارنې او کنټرول، د خطرونو مدیریت، داخلي کنټرولونو او د تادیاتو د کړنلارو په اړه زما پوهه
پیاوړې کړه. د بېلابېلو مؤسسو له همکارانو سره د تجربو شریکولو راته ارزښتناک معلومات او نظرونه راکړل، چې په خپل ورځني کار کې
ترې ګټه اخیستلی شم او د مالي پلان جوړونې، حساب ورکونې او روڼتیا په پیاوړتیا کې یې وکاروم.
حامدالله حفیظي
د مالي چارو مسؤول، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه (NAC)
دا روزنه د اکبر مؤسسې د غړو د وړتیاوو د پیاوړتیا د ملاتړ په چوکاټ کې، د REALIGN پروژې له لارې په دوو دورو کې ترسره شوه. د پروګرام تخنیکي روزنه د Educa Kabul Management Consultancy Services (EKMCS) له خوا وړاندې شوه.
دا روزنه د اکبر مؤسسې د هغو دوامداره هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د غړو مؤسسو د وړتیاوو او داخلي سیسټمونو پیاوړتیا ده. اکبر مؤسسه د مالي مدیریت او بودجې جوړولو په څېر برخو کې د پانګونې له لارې هڅه کوي له غړو مؤسسو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې اغېزناکې، حساب ورکوونکي او دوامدار بشري او پرمختیايي پروګرامونه پلي کړي.
