د اکبر مؤسسې، د حساب ورکونې او معلولیت لرونکو کسانو د ګډون د کاري ډلې (ADIWG) د یوه مخکښ غړي په توګه، په هرات کې یوه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د بشري مرستو ادارو استازو، د کاري ډلې غړو، سیمه ییزو مسؤلینو او د خلکو استازو ګډون کړی و، څو د خلکو د حساب ورکونې په اړه خبرې وکړي.
دا غونډه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA)، چې د دې کاري ډلې بل ګډ مشر دی، او آواز افغانستان په ملاتړ جوړه شوې وه .
ګډونوالو په ډله ییزو خبرو کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه، روڼتیا، د نظرونو او شکایتونو د شریکولو لارې، د معلولیت لرونکو کسانو ګډون او په پرېکړو کې د خلکو ونډه وڅېړله. هغوی شته ستونزې په ګوته کړې او داسې عملي وړاندیزونه یې وکړل، چې بشري مرستې او پراختیايي پروګرامونه د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته لا ښه ځواب ووایي.
د آواز افغانستان استازي هم ګډونوالو ته وویل چې خلک څنګه کولای شي خپلې اندېښنې او شکایتونه شریک کړي او د هغو د تعقیب په اړه معلومات ترلاسه کړي.
حساب ورکونه د خلکو له خبرو اورېدو پیلېږي. کله چې خلکو ته د خپلو نظرونو او غوښتنو د شریکولو ماناداره فرصت ورکړل شي، مرستې هم کولای شي د هغوی اړتیاوو ته ښه ځواب ووایي.