په پلازمینه کابل کی، د دوه اونیو څخه په لږه موده کی، د ښوونې او روزنې په ادارو د دوه پرلپسی  بریدونو په پایله کی د ماتم ملی ورځ اعلان شوه.. د نومبر په دوهمه ، په کابل پوهنتون پلان شوی  برید د۲۲ تنو ۱۸ زده کونکو او ۳ ښوونکو ژوند واخیست ، او لږترلږه ۴۰ نور یې ټپیان کړل. دا هغه زده کونکي وو چې  پر وړاندې یې خپل ټول ژوند پاتې وو او د خپل راتلونکي د ښه تنظیم او پلان په موخه  یې زده کړې  ترلاسه کولې.  همدارنګه، ښوونکو یی  د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې ونډه درلوده. یوه اونۍ وړاندې ، د اکتوبر په ۲۴ ، د کابل لویدیځ کې د زده کړې په مرکز برید وشو چې شاوخوا ۳۰ تنه پکې مړه او نږدې ۶۰ تنه یې ټپیان کړل - چې ډیرۍ یې انجونې ، هلکان او ځوانان وو او ښوونځي ته د زده کړې لپاره روان وو.

اکبر د تاوتریخوالي دغه ناوړه پیښی  په کلکه غندي او د نړیوال بشردوستانه قانون څخه په قصدي ډول سرغړونو ته د سمدستي پاۍ موندنی  غوښتنه کوي. ښوونځي او پوهنتونونه - او د تعلیم حق - باید په نښه نشي. د افغانستان ځوان نسل لپاره د دوۍ  په ژوند کې د لومړي ځل لپاره سولې او امنیت تجربه کولو لپاره ډیر وخت پاتې دی. افغان انجونې او هلکان او د هغوی کورنۍ باید  پر ښوونځیو او پوهنتونونو د زده کړې د پټنځایونو په توګه باور وکړي ، نه د جګړې د داسې سیمې په توګه چې د غمیزو او  زیان لامل شی. د دوۍ  خوندیتوب او د ورته بریدونو څخه د دوی ساتنه باید تضمین شي.

اکبر په دې بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته خپله ژوره خواشیني څرګندوي او ټپيانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله کوي.