د نرسنګ پوهنځي پوره وخته استاد ۲ بستونه( یو بست فزیالوژي او مایکروبیولوژي، یو بست د بیوشیمي او فارمکالوژي)

Open

Spinghar University (Nangarhar)

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Nangarhar - Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
Category
Education
Published
2026-11-14
Nationality
Afghan
Gender
Male
Salary
As per SU Salary Scale Base
Contract Duration
له يو سمستر ازمایښتي دورې وروسته دوه کلن
Vacancy Number
SU-HR-042
No of Job
2

Education

نوماند باید لږ تر لږه د معالجوي طب  پوهنځي څخه د (MD) يا ماسترۍ دورې د فراغت تائيد شوي اسناد ولري.

Experience

په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله پرله پسې کاري تجربه

Deadline

2026-12-06

About the Company

د سپین غر پوهنتون (ننګرهار) پېژندنه:

سپین غر پوهنتون (ننګرهار) په ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال کې تأسیس او د لوړو زده کړو وزارت سره په ۱۹مه ګڼه ثبت شوی، چې په جلال‌اباد ښار کې فعالیت کوي.

پوهنتون څلور پوهنځي لري: معالجوي طب، غاښونو طب، طبي تکنالوژي او نرسنګ. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست په بهرنۍ ارزونه کې د اعتبار اخیستنې دویم پړاو کې بریالی شوی دی، په خپل ملکیت کې معیاري ودانۍ، د وزارت له لوري تائید شوی درسي نصاب، وړ علمي کادرونه، ۱۵ مجهز لابراتوارونه، ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، پرمختللی څېړنیز مرکز او د عملي او معیاري لوړو زده کړو لپاره ټولې اړینې تدریسي او کاري اسانتیاوې لري.

Job Summary

د بست د دندو لایحه:

1.       په کلني ډول د انفرادي کړنو پلانونه او د تطبیق راپورونه يې جوړول.

2.       د نويو بستونو تحريري ازموينو په برخه کې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت/تقرر او انفکاک کمېټې سره همکاري کول.

3.       د لوړو زده کړو وزارت څخه د پوهنځي تائيد شوي نصاب او درسي مفرداتو پر بنسټ محصلانو  ته درسي لوست توکي چمتو کول.

4.       له انټرنټ څخه د سلايډونو ترلاسه کولو، له اړين اېډېټ او نصاب سره مطابقت پرته محصلانو ته د هغې له تدريس څخه ډډه کول.

5.       د سمستر له پیل څخه وړاندې د خپلو مضامینو  لپاره د نصاب اصلي او فرعي کمېټو له خوا پر پايلو ولاړې محصل محوره (OBE, SCL) زده کړو د معيارونو سره سم کورس پالېسیانې ترتیبول او د ډيپارټمنټ آمریت او کریکولم کمېټې څخه یې تائیدول.

6.       د سمستر په پیل کې د خپلو مضامینو اړوند تائید شويو کورس پالېسیانو هارډ کاپي محصلانو ته ورکول.

7.       د پوهنځي له خوا ترتيب شوي او تائيد شوي کرېډېټ پلان او درسي مهالوېش مطابق د خپل مسلک اړوند مضامينو تدريس کول.

8.       د درسي پلانونو او عملي کارونو لارښود مطابق په اړوندو لابراتوارونو کې د ټکنيشن په مرسته محصلانو  ته عملي کارونه تر سره کول.

9.       د پوهنځي/ډيپارټمنټ پرېکړې مطابق په هر سمستر کې د يو ټولګي محصلان لپاره د لارښود په توګه معلوم مسؤليتونه ترسره کول.

10.    د محصلانو  روغتوني عملي کارونو په برخه کې د ((Bed Side Teaching لارې په تدريسي روغتون کې اړوندې چارې تر سره کول.

11.    د تدريس لپاره د ټکنالوژيکي وسایلو څخه ګټه پورته کول او محصلان د يادو وسایلو کارولو ته هڅول.

12.    محصلانو  ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې او له دقيقې کره کتنې وروسته ورته د اصلاح په موخه کتبي فیډبیک ورکول.

13.    د محصلانو  حاضري په دقیق ډول اخیستل.

14.    د ځانګړي تائيد شوي فورم په مرسته د ترسره شوي تدريس په هکله له محصلانو څخه فيډبیک ترلاسه کول ( ځان ارزونه کول).

15.    د تضمين کيفيت آمريت له خوا ترتيب شوي چکلېست له مخې د انفرادي کړنو فايل اړوند اسناد په دوامدار ډول پوره کول او په خپل فايل کې ساتل.

16.    د پوهنځي د څېړنو فرعي کمېټې د پلان له مخې د علمي څېړنو لپاره د معلوم پروسیجر مطابق موضوعات او پروپوزلونه د تائيد په موخه د علمي څېړنو فرعي کمېټې ته سپارل او جاري څېړنې د نشر په موخه بشپړول.

17.    د پوهنځي اړوند فرعي کمېټو څخه حد اقل په یوه کمېټه کې د کمېټې د مسؤل یا غړي په توګه په مسؤلانه توګه اړوند کارونه تر سره کول.

18.    د پوهنځي ریاست او ډيپارټمنټ سره په اکاډميکو او اداري کارونو کې مسؤلانه تعامل کول.

19.    د نظري تدریس، عملي تدریس، آزموینو او کمېټو کارونو ترسراوي په هکله د پوهنځي او پوهنتون  اړوندو مسؤلینو ته معلومات ورکول.

20.    د سمستر په جریان کې د تدریس تر څنګ، محصلانو ته د مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو سمینارونه وړاندې کول.

21.    د سمستر په پای کې د تدريس شویو مضامينو تدريس د تکمیل راپورونه (Course Completion Reports)  د ټاکلي فارمټ سره سم چمتو کول او د تحصيلي نصاب/ کرېکولم فرعي کمېټې ته يې د کتنو او تائيد لپاره سپارل.

22.    د هر سمستر ازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو سوالونه د لوړو زده کړو وزارت د معلوم طرزالعمل او اصولو سره سم ترتیبول او په خپل وخت یې د پوهنځي د ازموینو او نتایجو کمېټې ته سپارل.

23.    د سمستر په پای کې د اړوندو مضامينو حاضريانې د پرنټ او لاسليک لپاره تدريسي مديرانو ته سپارل.

24.    د محصلانو  د ازموینو او ارزونو نمرې په دقیق ډول په شُقو  او ډيټابيس سیستم کې درج کول.

25.    د سمستر منځنۍ (۲۰ ٪)، نهايي او چانس ازموينو پر مهال د پوهنځي رياست په غوښتنه د ممتحن او مميز استاد په توګه ټاکلي مسؤليتونه سرته رسول.

26.    په بهرنيو سمينارونو او ورکشاپونو کې د پوهنتون  غوره استازيتوب کول.

27.    د تدريس د کيفيت لوړونې په موخه د تر سره شويو ارزونو پايلو څخه ګټه پورته کول.

28.    د پوهنځي د ټولو فرعي کمېټو سره د يادو کمېټو په غوښتنه په هغو چارو کې چې د استادانو اړوند دي، همکاري کول او دوی ته معلومات ورکول.

29.    د پوهنځي رياست، ډيپارټمنټ آمریت، پوهنځي علمي شورا له خوا سپارل شوي نور اړوند کارونه تر سره کول.

 

Job Requirements

د دندې شرایط:

 تحصيل کچه او کاري تجربه

1.       نوماند باید لږ تر لږه د معالجوي طب  پوهنځي څخه د (MD) يا ماسترۍ دورې د فراغت تائيد شوي اسناد ولري.

2.       د  امارتي پوهنتون فارغ التحصیل د تحصيلي دورې په جريان کې بايد لږ تر لږه د (۷۵) سلنه نمرو لرونکی وي او د خصوصي پوهنتون فارغ التحصیل د تحصیلي دورې په جریان کې باید لږ تر لږه د (۸۵) سلنه نمرو لرونکی وي، په ټوله تحصيلي دوره کې له دوه مضامينو څخه په ډېرو مضامينو کې چانس شوی نه وي.

کاري اصول:

1.       د کاري مهالوېش رعايت

2.       د محصلانو په حاضرۍ او ازموينو کې دقت (حقیقي واقعي معلومات او حالت درج کول)

3.      د څانګې آمر او پوهنځي رئيس په همغږۍ اړوندو چارو ته په وخت رسيدګي کول.

4.      حاکم تعامل او د لوړو زده کړو وزارت د تګلارو او معیارونو تطبیق ته ژمنتیا.

Submission Guideline

د غوښتنلیک د سپارلو لارښود:

سپين غر پوهنتون (ننګرهار) دوه  تنو ته) د نرسنګ پوهنځي) استادانو په توګه  اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپله سي وي، د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال قوس میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون ته واستوي یا دې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري توګه وسپاري.

Jobs@spingharuniversity.ed