د دندې لنډیز
د اوبو او روغتیا ساتنې ساحوي آفسر اساسي دنده د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اوبو او روغتیا ساتنې (WASH) پروژو او فعالیتونو د پلان جوړونې، همغږۍ، تطبیق، ساحوي څارنې او ارزونې، تخنیکي ملاتړ او راپور ورکولو په برخه کې د اوبو او روغتیا ساتنې آمریت سره همکاري کول دي.
د اوبو او روغتیا ساتنې ساحوي آفسر د واش پروژو او فعالیتونو د اړتیاوو په ارزونه، پلان جوړونه، ساحوي سروې، د فعالیتونو د تطبیق په تعقیب، د پرمختګ او کیفیت په ارزونه، او د تخنیکي او عملیاتي ستونزو په تشخیص او حل کې ونډه اخلي. نوموړی به د پروژو د تطبیق پر مهال د منظور شوو پلانونو، تخنیکي معیارونو، مشخصاتو او اړوندو لارښودونو د رعایت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره له ساحوي ټیمونو سره نږدې همکاري او لازم تخنیکي ملاتړ کوي.
دغه بست به د اوبو او روغتیا ساتنې پروژو د تطبیق د پرمختګ، ساحوي موندنو، تخنیکي موضوعاتو او اړتیاوو د ثبت او راپور ورکولو، د اړوندو اسنادو د بیاکتنې، د ساحوي ستونزو د حل لپاره د مناسبو وړاندیزونو د وړاندې کولو، او د پروژو د کیفیت او اغېزمنتیا د ښه والي په برخه کې د اوبو او روغتیا ساتنې آمریت تر چتر لاندې د زونونو په کچه فعالیت کوي. همدارنګه، د اړوندو ادارو، قراردادیانو، همکارو موسسو، ساحوي ټیمونو، رضاکارانو او د غورځنګ له شریکانو سره به د واش فعالیتونو د مؤثر تطبیق او همغږۍ په موخه اړیکې او همکاري ترسره کوي.
دندې او مسؤلیتونه
اساسي مسؤلیتونه
- د افغاني سرې میاشتې ټولنې د واش پروګرامونو په پلان جوړونه، تطبیق، همغږۍ، څارنې او ارزونه کې فعاله ونډه اخیستل.
- د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ له نورو غړو، ملي ټولنو، همکارو ادارو او اړوندو دولتي بنسټونو سره د واش فعالیتونو د مؤثر تطبیق په موخه همغږي او اړیکې ساتل.
- د واش پروژو د تخنیکي سروې، ډیزاین، محاسبو، نقشو، احجامو بیلونو، لګښتونو اټکل او تخنیکي مشخصاتو په چمتو کولو کې ونډه اخیستل.
- د منظور شوو پروژو، کاري پلانونو، بودجو او پروګرامي هوکړو له مخې د واش فعالیتونو تطبیق تعقیب او تخنیکي ملاتړ تر سره کول.
- د واش پروژو د کیفیت، پرمختګ او د منظور شوو تخنیکي معیارونو او پروګرامي اړتیاوو د رعایت څارنه.
- د واش پروژو اړوند تخنیکي او پروګرامي معلوماتو، راپورونو او اسنادو برابرول او مدیریت.
- د بیړني چمتووالي او غبرګون پر مهال د واش اړوندو فعالیتونو په چټکه سروې، پلان جوړونه، ارزونه، تطبیق او همغږۍ کې ونډه اخیستل.
- د واش آمریت په لارښوونه په نورو کړنو کې فعاله ونډه اخیستنه.
1. د اړتیاوو ارزونه او ساحوي سروې
- د واش پروژو لپاره د ټولنو، ښوونځیو، او روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو په ارزونه او ساحوي سروې کې ګډون.
· د اوبو سرچینو د ظرفیت، کیفیت، موسمي وضعیت او د استفادې د دوامدارۍ په اړه د اړوندو معلوماتو راټولول او ارزونه.
- د موجوده واش تأسیساتو، نفوس، د اوبو اړتیاوو او اړوندو ټولنیزو او چاپېریالي شرایطو په اړه د معلوماتو راټولول.
- د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې اړوندو ستونزو، تشو او لومړیتوبونو پېژندنه او مستندسازي.
- د سروې پر مهال د ډیزاین لپاره اړین توپوګرافیک، هایدرولیک، هایدروجیولوژیکي او نور تخنیکي معلومات راټولول او تحلیل کول.
2. د طرحې، ډیزاین او تخنیکي اسنادو په برخه کې همکاري
- د اوبو رسولو د جاذبوي او لمریزو سستمونو، اوبو ذخیرو، وېش، او اړوندو واش تأسیساتو د طرحې او ډیزاین په برخه کې له واش ډیزاین انجینر سره همکاري.
- د ساحوي معلوماتو پر بنسټ د واش پروژو د نقشو، تخنیکي محاسبو، احجامو بیلونو، لګښتونو اټکل او تخنیکي مشخصاتو په چمتو کولو او بیاکتنه کې ونډه اخیستل او د اړتیا پر مهال یې بشپړول.
- د واش ډیزاین انجینر له خوا د برابر شوو ډیزاینونو، احجامو بیلونو، تخنیکي مشخصاتو او نورو اسنادو د ساحوي معلوماتو سره د مطابقت ارزونه.
- د پروژې د تطبیق پر مهال د ساحوي شرایطو د بدلونونو او تخنیکي ستونزو راپور ورکول او د اړتیا په صورت کې د ډیزاین د تعدیلاتو په برخه کې همکاري.
- د واش پروژو د تخنیکي اسنادو په راټولولو، تنظیمولو او آرشیف کې همکاري.
3. د پروګرام پلان جوړونه او تطبیق
- د واش پروژو د فعالیتونو د کاري پلانونو په جوړولو او د منظور شوو پلانونو له مخې د فعالیتونو د تطبیق په تعقیب کې ونډه اخیستل.
- د پروژو د تطبیق لپاره د اړینو تخنیکي، بشري، لوژستیکي او عملیاتي اړتیاوو په پېژندنه او تعقیب کې ونډه اخیستل.
- د وخت، کیفیت، منابعو او پروګرامي موخو په پام کې نیولو سره د واش فعالیتونو د تطبیق د پرمختګ، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو منظم تعقیب.
- د پروژو د تطبیق پر مهال له ساحوي ټیمونو، قراردادیانو، شریکانو او اړوندو تخنیکي کارکوونکو سره نږدې همکاري.
- د بیړنیو حالاتو پر مهال د واش اړوندو فعالیتونو د چټکې سروې، پلان جوړونې، تطبیق او همغږۍ په برخه کې ونډه اخیستل.
4. ساحوي څارنه، کیفیت او ارزونه
- د واش پروژو او فعالیتونو منظمې ساحوي لیدنې او د تطبیق د پرمختګ څارنه.
- د ساختماني او غیرساختماني واش فعالیتونو د کیفیت، پرمختګ او د منظور شوو پلانونو، ډیزاینونو، مشخصاتو او معیارونو د رعایت تعقیب.
- د ساحوي تخنیکي ستونزو، نیمګړتیاوو او د منظور شوي ډیزاین او ساحوي وضعیت ترمنځ د توپیرونو پېژندنه او راپور ورکول.
· د کیفیت د کنټرول لپاره د ساختماني موادو، تجهیزاتو او ترسره شوو کارونو د اړوندو ازموینو، تصدیقونو او تخنیکي اسنادو په تعقیب کې ونډه اخیستل.
- د ساحوي موندنو، عکسونو، اندازو، پرمختګونو او ستونزو مستندسازي او د اصلاح لپاره د سپارښتنو وړاندې کول.
- د پروژو د موقتي او وروستي سپارلو په پروسه کې د اړتیا پر مهال ګډون.
5. همغږي، استازیتوب او راپور ورکونه
- د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ له نورو غړو، ملي ټولنو، همکارو موسسو، قراردادیانو او اړوندو ادارو سره د واش فعالیتونو په اړه منظمې اړیکې او همغږي.
- د اړتیا په صورت کې په تخنیکي غونډو، واش کلسټر، کاري ګروپونو او اړوندو فورمونو کې د افغاني سرې میاشتې استازیتوب.
- د واش فعالیتونو د تطبیق په اړه د سرې میاشتې اړوندو څانګو او ساحوي ټیمونو سره همغږي.
- د واش پروژو د شاخصونو، لاسته راوړنو، فزیکي پرمختګ، تخنیکي وضعیت او ګټه اخیستونکو اړوند معلوماتو منظم ثبت او تازه ساتل.
- د پروژو د تخنیکي، پروګرامي او عملیاتي موضوعاتو اړوند معلومات د واش آمریت سره شریکول.
- د میاشتنیو، ربع وارو او کلنیو پلانونو او راپورونو په برابرولو کې فعاله ونډه اخیستل.
- د زدهکړو، بریالیو تجربو، ننګونو او د پروژو د ښه والي اړوند مواردو مستندسازي.
6. روزنه او د ظرفیت لوړونه
- د واش ساحوي کارکوونکو، رضاکارانو او د ټولنې د استازو د ظرفیت لوړونې په فعالیتونو کې ونډه اخیستل.
- د واش خوندي او ټول شموله فعالیتونو، روغتیا ساتنې پوهاوي، او اړوندو موضوعاتو په اړه د روزنیزو پروګرامونو په تنظیم او تطبیق کې همکاري.
- د ساحوي لیدنو پر مهال د اړتیا وړ عملي لارښوونې او تخنیکي ملاتړ وړاندې کول.
- د واش ټیم د تخنیکي او پروګرامي ظرفیت لوړونې لپاره د روزنیزو اړتیاوو په پېژندنه کې همکاري.
7. بیړنی چمتووالی او غبرګون
- د بیړنیو حالاتو لپاره د واش اړتیاوو د چټکې ارزونې، سکوپینګ او لومړنیو سروېګانو په ترسره کولو کې ګډون.
- د بیړنیو حالاتو لپاره د واش تخنیکي طرحو، ابتدایي ډیزاینونو، احجامو بیلونو او اړتیا وړ تخنیکي اسنادو په چټک چمتو کولو کې ونډه اخیستل.
- د بیړنیو واش توکو، تجهیزاتو او کیټونو د اړتیا، تدارک، مخکې ځای پر ځای کولو او وېش په همغږۍ کې ونډه اخیستل.
- د سیلابونو، وچکالۍ، زلزلو، بېځایه کېدو او نورو بیړنیو حالاتو پر مهال د واش غبرګون په پلان جوړونه او تطبیق کې همکاري.
- د بیړنیو واش فعالیتونو د پرمختګ او اړتیاوو په اړه د وخت پر وخت معلوماتو او راپورونو برابرول.