اکبر موسسه په تدریجي ډول له یوه فورم څخه چې یوازې د نړیوالو غیردولتي موسسو استازیتوب یی کاوه، په یوه فورم بدل شو چې د کورنیو او نړیوالو غیر دولتي موسسو استازیتوب کوي او دا دویم عنصر دی. د دې بدلون لامل د تجربه لرونکو کورنیو موسسو وده ده چې د اکبر غړیتوب ارزښت یې درک کړی دی. د کورنیو موسسو غږ هم د رهبرۍ په کمیټه کې د غړو او د کمیټې د رییس لخوا چې د کورنیو موسسو څخه ټاکل کیږي منعکس کیږي.
د هغه ښه شهرت اهمیت چې اکبر موسسې په تیرو کلونو کې ترلاسه کړی دریم عنصر دی. ټولې غړې موسسې مکلف دي چې د غیردولتي موسسو تګلاره لاسلیک کړي او دا تګلاره موسسې د ځینې اصولو عملي کولو ته ژمنوي. اکبر موسسه د دولت، ملګرو ملتونو، بسپنه ورکوونکو او
نورو شریکانو له خوا باور وړ او خپلواکه اداره ګڼل کیږي. دا موسسه د معلوماتو شریکولو، عدالت غوښتني او همدارنګه د دولت د پالیسیو په پراختیا کې د همکارۍ او د ټولو موسسو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو چمتو کولو پخاطر د ستاینې وړ ده.

په تېرو ۳۰ کلونو کې د اکبر موسسې غړو په بېلابېلو برخو کې له اړمنو خلکو سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړی دی. په تیرو ۳۰ کلونو کې په سیمه ایزو ټولنو باندې د موسسو فعالیتونو اغیزه څه ده؟ په ۲۰۱۸ کې، اکبر موسسه پلان لري چې په ټول هیواد کې بیلابیل پروګرامونه پلان کړي ترڅو په  تیرو ۳۰ کلونو کې د غیردولتي موسسو لاسته راوړنې وښيي او دا په ګوته کړي چې نور څه کیدی شي. په دې بحثونو او نمانځغونډو کې له موږ سره ګډون وکړئ!
فیونا ګال، د اکبر موسسې رییسه