اکبر موسسې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، خو په ورته وخت کې يې د چارو پر وړاندې جدي ننګونې هم وې. اکبر موسسه په ځینو مواردو کې د کابل پریښودو ته اړ شوه، د بیلګې په توګه په ۱۹۸۹ کال کې د افغان حکومت له خوا او کله ناکله یې خپله عملیاتي بودجه هم له لاسه ورکوله. ښاغلی مایار وايي: "وروسته له دې چې د اکبر موسسې له خوا د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو په اړه مقاله خپره شوه، اروپايي کمیسیون غوښتل چې له اکبر موسسې سره مالي مرستې بندې کړي، ځکه چې د دوی په وینا ظاهراً اکبر موسسې ته اړتیا نه وه. موږ دې پریکړي ته غبرګون وښود، زموږ د غبرګون په پايله کې دوي دوه کسان زموږ د ارزونې لپاره وګومارل، کله چې څېړنه پيل شوه، موږ ورته وويل، له دولتي ادارو، په ولايتونو کې د غیردولتي موسسو او په کابل کې له نادولتي مؤسسو څخه پوښتنه وکړئ چې دوی اکبر موسسې ته اړتیا لري؟، که دوی ووایي چې اکبر موسسې  ته اړتیا نلري، موږ به حتما خپل دفتر وتړو. ښاغلی مایار ادامه ورکوي: "طالبانو په ۱۹۹۸ کال کې موږ ته وویل چې ټولې غیردولتي موسسی باید د کابل پولیتخنیک ودانۍ ته ولاړې شي، اکبر موسسې دا پریکړه رد کړه. په پایله کې اکبر کابل پریښود. له هغه وروسته هغه نړیوالې غیردولتي مؤسسې چې په کابل کې پاتې شوې د "غیر دولتي موسسو فورم" یې جوړ کړ. د اکبر موسسې دفتر او نور دفترونه په ۲۰۰۲ کې کابل ته راستانه شول، او د "غیر دولتي موسسو فورم" ته نور اړتیا نه وه".
د افغانستان له خلکو سره، حتی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم، د اکبر موسسې خواخوږي څرګنده وه. ښاغلی مایار صاحب وایې: "کله چې زه د وردګو د کاري ډلې مشر وم، د اکبر ریس چارلس مک فاډن د یوې غونډې لپاره وردګو ولایت ته راغی او له کابل څخه د غیردولتي موسسو درې لوړ پوړې میرمنې هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره ورسره راغلې وې. طالبانو ویلي چې دغه میرمنې په غونډه کې ګډون نه شي کولی. موږ ورته وویل چې غونډه د دوی نه ده، غونډه د اکبر موسسې ده. که طالبان د اکبر موسسې مېلمانه نه شي منلی، باید په کې ګډون ونکړي. دوی ومنله او په غونډه کې یې ګډون وکړ. د دې غونډې په پای کې طالبانو د ښځینه ریسانو په ګډون د غونډې له ګډونوالو سره عکسونه واخیستل.
د ۲۰۰۱ کال په پای کې د افغانستان لپاره د ولسمشر کرزي د نوي حکومت په راتلو سره یوه نوې دوره پیل شوه. که څه هم د اکبر موسسه د افغانستان خلکو لپاره د غیردولتي موسسو په ټولنه کې فعاله وه، خو نوي واکمنانو له دې موسسې څخه کرکه درلوده ځکه چې اکبر د رسنیو پام ځانته اړولی وو. محترم مایار صاحب وایي: "هغوی هڅه وکړه چې غیردولتي مؤسسې بد نومې کړي، د پلان وزیر په سلو کې ۹۹ سلنه غیردولتي موسسې په درغلیو او فساد تورنې کړې، په یوه راډیويي مرکه کې چې هغه او زه مېلمانه وو، لومړۍ پوښتنه چې ما د هغه نه وپوښتله چې څنګه د پلان وزیر دا ارقام وړاندې کړل. ځکه چې بحث خورا انتقادي و، نو خپور نه شو."
اکبر موسسه تل په دې باور ده چې "موږ یوځای پیاوړي یو" او همدارنګه د نورو همغږي کونکو ادارو لکه  SWABAC، ANCB، AWN، BAAG، ENA، Interaction US  او ICVA سره د اړیکو په درلودلو کې پانګونه وکړه. مایار صاحب څرګنده کړه: "موږ له یو بل سره مرسته وکړه او له یو بل څخه مو زده کړل، ځکه افغانستان موږ ته اړتیا لري." هغه دا هم یاد کړه چې د طالبانو د رژیم پر مهال دوی د ملګرو ملتونو سره د OCHA په مشرۍ ګډې ناستې درلودې، بیا OCHA له افغانستان څخه ووتله. ځانګړي استازي OCHA بیرته راوستله. له هغه وروسته اکبر موسسې له یوناما سره هم اونیزې بشري ناستې درلودې.
د مرکې په پای کې مو له مایار صاحب څخه د هغه د لقب په اړه "اکبر صاحب" وپوښتل.
"کله چې کومه ستونزه رامنځته کیده، د معلوماتو ترلاسه کولو لومړی ځای اکبر موسسه وه، او هغه چا چې د حل لاره یې موندله هم اکبر موسسه وه، نو رسنیو موږ ته لاره وموندله. موږ د خلکو لپاره د اعتبار وړ وو، زموږ غړيو هم زموږ له کار څخه ډېر ملاتړ کوه، او یو شی د بل لامل شو او خلکو ماته اکبر صاحب ویل پیل کړل.
موږ د "اکبر صاحب" په کیسه کې د هغه د یادونو او شتون له امله مننه کوو.
د مرکې نېټه: د ډسمبر ۲۸، ۲۰۱۷
محترم مایار صاحب د کابل پوهنتون د کرنې له پوهنځي فارغ شوی دی. تر دې وړاندې یې په امریکا کې د کرنې په برخه کې زده کړې کړي او په کابل کې د کرنې له مسلکي انسټیټیوټ څخه هم فارغ شوی دی.
له اکبر موسسې سره تر کار کولو وړاندې یې دSolidarites International  موسسې سره د میدان وردګو د کرنې د مرکز د کرنې پوه او مدیر په توګه په بېلابېلو پوستونو کار کړی دی. وروسته یې په کابل کې د دفتر د رئیس او د دې ادارې د ماموریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي د کرنې په وزارت کې د تخنيک، د چرګانو د رياست د مدير او د مالدارۍ د ښه والي د مدير په توګه په بېلابېلو پوستونو کې هم کار کړی دی.
تر دې وړاندې يې د هرات د مالدارۍ په پراختيايي شرکت کې د مالدارۍ د تخنيک، د مالدارۍ د مدير، د کرېډټ افسر او د مسلخونو د مدير په توګه دندې ترسره کړې دي.
مایار صاحب خپله لومړۍ دنده د ښوونکي د معاون په توګه پیل کړه او بیا د کرنې په مسلکي لیسه کې د ښوونکي او معاون په توګه کار وکړ.