د اکبر غړو غیردولتي موسسو په پاکستان کې د کډوالو سره د مرستې لپاره پروګرامونه درلودل او د پولې هاخوا فعالیتونو کې یې کار کاوه. د ښې همغږۍ لپاره، غیر دولتي موسسو د اکبر موسسې له لارې معلومات شریکول او په بیلابیلو برخو کې یې همغږې کوله. په اکبر موسسه کې منظمې غونډې ترسره کیدې، نوری همغږې کوونکې موسسې لکه ANCB او SWABAC وروسته په کار پیل وکړ.
د اکبر د لاسته راوړنو په اړه مو هغه وخت له حکیم ګل څخه وپوښتل، هغه ځواب ورکړ چې "د افغانستان د سرچینو او معلوماتو مرکز (ARIC) د اکبر لویه لاسته راوړنه وه، اوس دا مرکز د هر هغه چا لپاره نړیوال مرکز دی چې غواړي د افغانستان په اړه څیړنه وکړي او د ACKU په نوم په کابل پوهنتون کې موقعیت لري. نانسي دوپري د دې مرکز مسووله وه.
انجينر حکيم ګل وايي چې د حالاتو له بدلون سره بايد د اکبر کردار هم بدل شي. "کله چې د اکبر موسسه پیل شوه، هلته کډوال او بیړنی حالت وه او موږ هڅه کوله چې د خلکو ژوند وژغورو. اوس چې حکومت شتون لري، اکبر موسسه باید خپل ماموریت بدل کړي او په ظرفیت لوړولو
تمرکز وکړي ترڅو د غیردولتي موسسو کارمندانو ته پوهه او وسایل چمتو کړي. دغه راز د دې موسسې د غړو او د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب عدالت غوښتنه وکړي. اکبر باید د منابعو څخه د اغیزمنې کارونې له لارې روڼتیا او حساب ورکونه یقیني کړي ترڅو د حکومت، تمویل کونکو او د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د غړو او ټولو شریکانو ترمنځ همغږې ښه کړي".
د اکبر موسسې غړي د دې موسسې ځواک دی. اکبر موسسه ټولې چارې له غړو ادارو سره همغږې کوي، نو د اکبر موسسې غږ په حقیقت کې د غړو موسسو په استازیتوب د غړو غږ دی. ځینې وختونه غیردولتي موسسې ډیر فعالیت کوي مګر په اړه یې لږ تبلیغات کیږي. حکيم ګل غیردولتي موسسو ته مشوره ورکوي چې د هغو کارونو تبلیغات وکړي چې دوی یې ترسره کوي. د رسنیو له لارې خلکو ته وښایاست چې تاسو څه کوئ. غیردولتي موسسې باید یو بل سره کار وکړي او د خپلو فعالیتونو پایلې خلکو او دولت ته وښيي ترڅو دوی د غیردولتي موسسو د کار په ارزښت پوه شي او د غیر دولتي موسسو له اساسي ارزښت څخه خبر شي.