په ټولیزه توګه طالبان په غیردولتي موسسو شکمن وو او نه پوهیدل چې د موسسو فعالیتونه او اهداف څه دي. دوی شک درلود چې ځینې غیردولتي موسسې دینې تبلیغ کوي. دوی غوښتل چې غیردولتي موسسې له نږدې کنټرول کړي. د دې یوه بیلګه د یوې نړیوالې غیردولتي موسسې د مشر نیول وو، خو اکبر موسسې مداخله وکړه او موږ وتوانیدو چې هغه د طالبانو له بند څخه خلاص کړو. کله چې دوی زموږ په کار ښه پوه شول، د باور فضا رامنځته شوه. دا فضا هغه وخت رامنځ ته شوه چې طالبان پوه شول چې موږ واقعاً د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار کوو. کله چې په ۱۹۹۵ کال کې طالبان هرات ته ننوتل، زه په هرات ولایت کې د اکبر موسسې ساحوي مدیر وم. په لومړي سر کې موږ ډېرې ستونزې درلودې، خو کله چې هغوی زموږ کار وليد، نو د طالبانو چارواکو اجازه راکړه چې خپل کار ته دوام ورکړو. حتی اوس هم په کلیوالو سیمو کې، ټولنې د غیردولتي مؤسسو په کار شکمن کیدای شي - دوی فکر کوي چې غیردولتي موسسې د ټولنو ترمنځ بیلابیلو نظریاتو او کلتور ته وده ورکوي، نو موږ تل اړیکو او باور جوړولو ته اړتیا لرو.
زه تل په اکبر موسسې باور لرم، اکبر موسسه د غیر دولتي موسسو د یوې پراخې ډلې په استازیتوب د معلوماتو په شریکولو او حق غوښتنې کې مهم رول لوبوي او همدارنګه بیلابیل ذیدخلې ادارې لکه دولتي بنسټونو، تمویل کونکې، خصوصي سکتور او مدني ټولنې سره راټولوي. د اکبر موسسې له لارې، موږ وکولای شو چې د حکومت په مختلفو وزارتونو او ریاستونو او مختلفو ملي او نړیوالو شریکانو باندې نفوذ ولرو. د اکبر موسسې د غړي په توګه مې په درېو کنفرانسونو کې– د بن دویم کنفرانس، د توکیو کنفرانس او ​​د لندن لومړی کنفرانس، د افغانستان په اړه برخه واخیسته. په دې کنفرانسونو کې د مدني ټولنې د غړې په توګه د پوهنې، روغتیا، د ښځو د حقونو، بشري حقونو او د مدني ټولنې د رول په اړه حق غوښتنه هم وکوله.
د غیر دولتي موسسو په توګه، موږ ننګونې لرو، موږ د بودیجې لپاره په خپل منځ کې سیالي سره مخ یو، نو موږ تل یو له بل سره معلومات نه همغږي کوو. موږ د یو بل د باور لپاره یو ګډ پلیټ فارم ته اړتیا لرو. زه په خپلو کارونو کې مثبت بدلونونه وینم، خو لا ښه والي او سمون ته اړتیا ده.
په تېرو ۳۰ کلونو کې په افغانستان کې د غیردولتي موسسو په مرسته پرمختګ شوی دی - د بېلګې په توګه د روغتیا، پوهنې، اوبو او روغتیا ساتنې په برخو کې. غیردولتي موسسې کولای شي د هیواد هر ګوټ ته لاسرسی وموموي او چټکې مرستې وکړي، مګر په هیواد کې لویې ننګونې شتون لري - د ځوانانو بېکاري، ناامني، په مخدره توکو روږديتوب، جرم او فقر - ​​چې زموږ په کار اغیزه کوي او کمرنګ یی ښایی. د ښځو لپاره فرصتونه ښه دي، خو د ښځو په منځ کې زده کړې او مسلکي مهارتونه لا هم کم دي، نو موږ اړتیا لرو چې د پرمختګ د تضمین لپاره په دې برخه کې ډیر کار وکړو. په کلیو کې د ښځو غږ لا هم نه اورېدل کېږي. موږ هم اړتیا لرو چې ښځینه اسلامي پوهانې وروزو چې وکولای شي د اسلامي عالمانو سره خبرې وکړي ترڅو په ټولنه کې خپل رول ومومي.
محترم فضل ربي حقبین د تشبث موسسې رئیس، پخوانی ساحوی مدیر او د اکبر موسسې د رهبری کمیټی اوسنی رئیس