د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ۱۹۹۸-۲۰۰۱ کلونو تر منځ ، غیر دولتي موسسو ډیر پیاوړی رول ولوبوې او همغږي اړینه وه. د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته، او د نوي دور له پیل سره د کرزي په مشرۍ، مدني ټولنو او د مدني ټولنو سازمانونو (CSOs) ته ځای ورکړل شو، چې غیر دولتي موسسې هم پکې شاملې دې. مدني ټولنې په ټولیز ډول له ۲۰۰۲ کال راهیسې د رسنیو او پوهنې په ودې سره د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
له بده مرغه د نړیوالو پوځي ځواکونو واکمني او د پراختیا پوځي طریقې د ولایتي بیارغونې ډلې (PRT) پالیسۍ جوړښت لامل شو، چې دا د نړیوالې ټولنې لویه تېروتنه وه. د ولایتي بیارغونې ټیمونو لخوا د چټکې پایلې ستراتیژي اغیزمنه نه وه او په سیمه ایزه کچه د فساد او پیسو ناوړه ګټه اخیستنې لامل شوه. دا ستراتیژۍ باید سیمه ایز چارواکي پیاوړي کړي وی، مګر په حقیقت کې یی محلي ملیشې، محلي قوماندانان او جنګسالاران پیاوړي کړل. په ورته وخت کې په حکومت کې دننه کوم ښه پلان نه و چې هېواد ته له راغلو پیسو ګټه واخلي. پيسې موجودې وې، خو دولت دا وړتیا نه درلوده چې له دې مرستو ګټه واخلي.
له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۹۹ پورې، د غیر دولتي موسسو د کار اصلي اجنډا د مرستې چمتو کول وو، پرمختیایی کارونه ډیر کم ول. پراختیا او بیارغونه په کارې موضوعاتو کی نه وه. له ۲۰۰۲ څخه وروسته، تمرکز په یوه ټولنیز چلند بدل شو، چې موږ څنګه کولی شو افغانستان ته له ټولنیز لید څخه ښه وده ورکړو. زه فکر کوم، که مدني بنسټونه او غیردولتي موسسې نه وای، نو د جګړو او شخړو په کلونو کې به مو نور څه هم له لاسه ورکړی وای. غیردولتي موسسې د خلکو په منځ کې د هیلو په ژوندي ساتلو او د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو کې بریالي شوي دي. نن ورځ موږ لاهم په دې پروسه کې یو. زه فکر کوم چې هیله تل دلته شته ده؛ موږ لا هم د افغانستان خلک، خپل وطن او نړیواله ټولنه له ځان سره لرو. موږ اوس هم پراخه ملګرتیا رامینځته کوو. زما په اند یو له هغو شیانو څخه چې موږ په کې بریالي نه یو، ښه سیمه ایزه همکاري او همغږي ده، چې د ټاپي او داسې نورو په څیر اقتصادي پروژې ددې پیل ده. د دې ملګرتیا پایلې به راتلونکي نسل ته ګټه ورسوي.
اوس مهال غیردولتي موسسې او مدني بنسټونه د دې ټولنې د جوړښت برخه ده. په عصري ټولنه کې، تاسو نشئ کولی مدني ټولنه لرې کړئ؛ ځکه چې دا د جوړښت برخه ده. موږ ممکن د مدني ټولنې کار او بڼه بدله کړو، مګر موږ نشو کولای مدني ټولنې له منځه یوسو. موږ دولت، مدني ټولنه او خصوصي سکټور د یوې لیبرال ټولنې د دریو لوبغاړو په توګه لرو.
د مدني ټولنې د فعال په توګه، زه اوس هم په افغانستان کې د بشري حقونو د مسلو په ګډون په هغه څه کې ښکیل یم چی دلته پیښیږی. موږ ډیری خلک هڅولی چې په خپلو ارزښتونو او اصولو کار وکړی او موږ ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي. د دې هڅو یوه برخه د معلولیت قانون، د غیر دولتي موسسو قانون، د رسنیو قانون او د چاپیریال قانون په شمول په نویو پالیسیو کار دي. دا په افغانستان کې د مدني ټولنې مهمې لاسته راوړنې دي. د غیر دولتي موسسو او مدني بنسټونو په توګه، موږ واقعا د هیواد په پرمختګ کې، په ځانګړې توګه په بنسټیزو برخو کې ونډه اخلو.
زه فکر کوم هغه څه چې موږ په مدني ټولنه کې هڅوي هغه د افغانانو اړتیا، یوه عادلانه ټولنې ته ده. دا هغه څه دي چې موږ هڅوي خپل کار ته دوام ورکړو او ډیری مهم لومړیتوبونه موږ لا تر اوسه ندي ترلاسه کړي. د قانون حاکمیت، ښه حکومتولۍ، روڼتیا او حساب ورکونه د مدني ټولنې لپاره لومړیتوبونه دي، او البته موږ سولې او امنیت ته اړتیا لرو چې پرمختګ وکړو - نو سوله او امنیت زموږ لپاره ډیر مهم دی.
زه فکر کوم چې اکبر موسسه او نور همغږې کوونکي موسسې باید په نږدې همکارۍ سره کار وکړي، موږ باید د یو بل کار بشپړ کړو، د هر ډول بیاکړنې څخه ډډه وکړو او په بشپړ باور او وفادارۍ د ټاکل شویو اهدافو د ارزښتو او اصولو په پام کې نیولو سره کار وکړو. یو له سترو شیانو څخه چې موږ د اکبر موسسې څخه  ترلاسه کړه د غیر دولتي موسسو لپاره تګلاره ده چې په ۲۰۰۵ کې د پنځو همغږي کونکو موسسو لخوا رامینځته شوه. دا زموږ یو له مهمو لاسته راوړنو څخه دی او دا خورا مهمه ده چې موږ د بې طرفۍ، انسانیت او غیر ضرر رسولو اصولو ته ژمن یو.