د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴ مې، اکبر موسسې خپله ۳۰مه کلیزه د سیمینار او انځوریز نندارتون د «افغانستان کیسې» تر عنوان لاندې د افغانستان مرکز په کابل پوهنتون (ACKU) کې دغړو موسسو او محصلینو په ګدون ونمانځله. په تیرو ۳۰ کلونو کې د غیردولتي موسسو د لاسته راوړنو او په افغانستان کې د راتلونکو ۳۰ کلونو لپاره موسسو ونډو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
اشخاصو او غړو موسسو لخوا نندارې ته وړاندې شوي عکسونه د افغانستان مرکز په کابل پوهنتون (ACKU) کې نندارې ته وړاندې شول. داورانو د هر عکس د اغیزې او پیغام پر بنسټ درې ګټونکي وټاکل.
ګټونکي :
لومړی مقام - بلقیس احسان، زردوزی موسسه، کابل ولایت

دوهم مقام - نرګس غفاري، ورلډ ویژن موسسه، بادغیس ولایت

دریم مقام - حمدالله همدرد، ولایت کابل

د بحث په پای کې د ۳۰مې کلیزې د نمانځلو په موخه ټولو ګډونوالو ته کیک وویشل شو.