ډیری غیردولتي موسسې چې اکبر موسسې یی استازیتوب کاوه په ټول افغانستان کې د کار کولو دلسیزوو تجربې درلودلې مګر د دوامداره پرمختګ په اړه د دوی پوهه چې د سختو آزموینو او تېروتنو له لارې یی لاسته راوړې وه، د متحده ایالاتو په مشرۍ د مداخلې په لومړیو کلونو کې یی په نړیوالو پرمختیایي لارو چارو لږ اغیز درلود. په هغه وخت کې اصلي پیغام دا وو چې په افغانانو کې د پراختیایي پروژو د مالکیت احساس رامنځته کول مهم دی او اغېزمنه څارنه او ارزونه یې اړینه ده، خو د امنیتي وضعیت خرابېدو او د نړیوالو بیړنۍ نتایجو غوښتنې له امله په عمل کې له پامه وغورځول شوه یا څنډې ته یوړول شوه.
د (۲۰۰۳-۲۰۰۵) کلونو کې چې ما د اکبر موسسې سره کار کاوه، د پراختیایي او بیا رغونې سکتور بودیجه د پام وړ کمه وه. افغانستان د بوسنیا په پرتله چې دواړه د جګړې وروسته د بیارغونې په پړاو کی وو یوپر پنځمه برخه د بودیجې ترلاسه کوله. دا هغه حقیقت و چې اکبر موسسې او غړو یې هغه وخت په اړه غږ اوچت کړ. موږ د نړیوالې ټولنې د دې ادعا اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راووست چې ګواکې افغانستان لا هم د جګړې وروستي پړاو کې دی.
په ۲۰۰۳ کال کې د غیر دولتې موسسو بهرني کارکوونکي د هېواد له جنوب لوېدیځ څخه وایستل شول. هغه هیلې (لکه څنګه چې د بن په تړون کې تصور شوې وې) چې د ملګرو ملتونو له خوا اداره شوي نړیوال سوله ساتي ځواکونه به افغانستان کې پراخ شي پداسې حال کې چې مسلکي افغان امنیتي ځواکونه به جوړیږي او د اړتیاوو پراساس به پرمختیایي پروګرامونه طرحه او پلې شی، له مینځه لاړل. پرځای یې، ولایتي بیارغونې ټیمونه له کابل څخه تدریجي پراختیا ولایتونو ته وکړله، د نړیوال بیارغونې تمویل ته دا یو چینل یا لاره وګرځیده، او په متنازع ډول یی حکومت له پامه وغورځاوه او یو موازي جوړښت یې رامینځته کړ. دا مسله هغه مهال د اوسني ولسمشر اشرف غني له خوا هم تر نیوکې لاندې راغله.
د PRT پلان د ناټو غړو هیوادونو په پلازمینه او په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیا او ثبات په برخه کې د مثبتو پایلو د اسانتیا لپاره ترویج شو. لکه څنګه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شو او د کلیدي بسپنه ورکوونکو لخوا د پایلو لپاره فشارونه راغلل، نړیوالې مرستې (له ځینو استثناوو سره) د متحده ایالاتو په مشرۍ په سیاسي او نظامي اهدافو پورې وتړل شولې. د پراختیا او امنیت تر منځ فرض شوې اړیکه یوازې څو کاله وروسته په جدي توګه وننګول شوه.
د PRT پلان ددې لپاره پلي شو چې د افغانستان لپاره مرستې د امنیت راوستلو په موخه وکارول شی، پداسې حال کې چې بشردوستانه اساسې اصول لکه بې طرفۍ، بې پرېتوب او خپلواکۍ تر نظره ولویدلې. د PRT نوښتونه د موسسو سره یا بی له غیر دولتې موسسو مخته تلل، نو ځینې غیردولتي موسسو پریکړه وکړه چې د پالیسۍ جوړونې په بحث کې برخه واخلي ترڅو د PRT نوښتنه تر خپلې اغیزو لاندې راولې. دا پروسه په کابل کې د اکبر موسسې له خوا، د افغانستان د سیاسي راتلونکي ناڅرګندتیا ته په پام سره، په لاره واچول شوه چې موخه یې د غیردولتي موسسو پر امنیت او په راتلونکي کې د عملیاتي ظرفیت په اړه د ناوړه اغیزو محدودول ول.
ما په ډسمبر د ۲۰۰۵ کې اکبر موسسه پریښودله او د می په میاشت کې بیرته افغانستان ته راستنه شوم چې د اروپايي اتحادیې د ځانګړي استازي فرانسیس ویندرل په سیاسي دفتر کې کار وکړم. د اکبر موسسې سره زما درې کلن کار د هغو موضوعاتو له امله چې ما پوښلي وه، هغه ننګونې چې زه ورسره مخامخ وم او د خپلو افغان او نړیوالو همکارانو د پوهې له امله ډیر راته مهم وو.
مګر تر ټولو هغه د امید احساس چې موږ ټولو د افغانستان د روښانه راتلونکی لپاره درلوده راته د پام وړ وه.
باربرا جې سټپلټن، د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پورې په اکبر موسسې کې د حق غوښتنې او دادخواهۍ مدیره وله.