لیرې پرتو ټولنو ته د درمل او خوراکي توکو مرستې څو اونۍ وخت نیسي چې ورسېږي، ډیری وختونه مخکې له دې چې محلي ټولنې دا درمل او خوراکي توکې وکاروي کیفیت یی له مینځه زي. دا پدې مانا ده چې د پروژې وخت باید وغځول شي. په هرصورت، غیردولتي موسسې د بسپنه ورکوونکو سره د ښو اړیکو ساتلو ته دوام ورکوي او د دوی د خپلو هڅو لپاره د دوامداره ملاتړ تمه لري.
کله چې زه د اکبر موسسې د رهبرۍ کمیټې مشر وم، موږ له مالي ستونزو سره مخ وو او له موږ څخه وغوښتل شول چې خپله کاري ساحه او د کارکونکوو شمیر کم کړو. له نېکه مرغه، د اکبر موسسې ښې اړیکې له غیردولتي موسسو سره د دې لامل شوې چې یو شمېر غړي له موږ سره لنډ مهاله مرسته وکړي. وروسته موږ وکولای  شو چې د بسپنه ورکوونکو څخه چې اړمنو  افغانانو سره مرستې ته ژمن ول ډیرې مرستې راټولې کړو.
اکبر موسسه ډیر ژر په خپلو پښو ودریده او د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان له نوي حکومت سره خپلې اړیکې یو نوی پړاو ته ورسولې. له همدې امله، زموږ نوښتونه او هڅې د هغه ملاتړ په ځواب کې چې موږ ترلاسه کړه دوام لري. نه یوازې موږ د بسپنه ورکوونکو لخوا ملاتړ شو، بلکې سیمه ایزې ټولنو هم زموږ په هڅو باندې باور پیدا کړ او موږ ته یی درناوی وکړ. حتی په ناڅاپه بیړنیو پیښو کې لکه سیلابونه، زلزلې او په ټولنو کې د ناروغیو خپریدلو په وخت کې هم، غیر دولتي موسسې وتوانیدلې چې ژر تر ژره خلکو ته مرستې ورسوي.
اوس وضعیت ډیر بدل شوی دی. موږ ممکن د پخوا په پرتله ښه ترانسپورتي سیسټمونه او ډیر پراخ مخابراتي خدمات ولرو، مګر لاهم اړتیاوې شته او غیر دولتي موسسې باید له حکومت سره یوځای کار وکړي او بسپنه ورکوونکي باید مرستې ته دوام ورکړي. افغان کورنۍ لا هم بې ځایه شوي او بېکاري یوه اندیښنه ده.
غیردولتي موسسې باید اوس ټول شموله، فعالې او شفافې وي. دوی باید د خلکو د حقونو، باکیفیته خدماتو، او سالم حقوقي او قضایي سیسټمونو څخه هم دفاع وکړي. که غیردولتي موسسې خپل رول په ښه توګه ادا کړي، د مدني ټولنې او نورو شریکانو ترمنځ به مشروعیت ولري. اکبر موسسه باید په بې طرفه توګه خپل کار ته دوام ورکړي او له دولت سره د موسسو عدالت غوښتنه همغږي کړي ترڅو د غیر دولتي موسسو فعالیتونه او ظرفیت څرګند شي. زه باور لرم چې غیردولتي موسسې باید د خپلو ظرفیتونو لوړولو لپاره ډیر کار وکړي او بې وزلو او اړمنو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې شفاف او ټول شموله وي. زه هیله من یم چې نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، لکه څرنګه چې یې په تېرو کلونو کې کړې ده. په پای کې به افغانستان یو پرمختللی هیواد وي. هیله ده چې یوه ورځ افغانستان د نورو هیوادونو او زیانمنو ټولنو ملاتړ وکړي.
عبدالرزاق صمدي له ۱۹۸۸ څخه تر ۲۰۰۳ پورې د افغانستان د پراختیايي ټولنې (ADA) رییس وو او له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۳ پورې د اکبر موسسې د رهبرۍ کمیټې د رییس په توګه وټاکل شو.