په هغه وخت کې اکبر موسسه د نوي ریس په لټه کې وه او له نېکه مرغه زه د ریسې په توګه وټاکل شوم او د ۲۰۰۳ کال په اګست کې مې په کار پیل وکړ. د کورنیو او نړیوالو غیردولتي موسسو سره کار چې د اکبر غړې وې او د افغان حکومت سره تماسونه، بسپنه ورکوونکو سره کار، د اردو او البته په کلیوالو ټولنو کې له افغانانو سره اړیکه، هغه ټولنې چې د اکبر موسسې غړو ورته کار کاوه، بیلابیلې چارې وې چې زما خوښ یدې د اکبر سره کار کوم.
ما د یو بریالي ټیم سره کار کاوه او د اکبر موسسې رهبرۍ کمیټه تل زموږ د کار لپاره ښه ملاتړې وه. دا زما لپاره د ویاړ خبره وه چې له ښاغلي مایار سره مې کار کاوه چې زما له راتګ لږ وروسته یې د اکبر موسسې د مرستیال په توګه کار پیل کړ. هغه د شپږو کلونو په موده کې چې زه ریسه وم یو ښه ملاتړی او همکار و.
غیردولتي موسسې د سختو چارو سره مخ وې، په ځانګړې توګه کله چې ښاغلی بشر دوست د پلان (وروسته د اقتصاد) وزیر شو. د ځینو دلیلونو لپاره، هغه غیر دولتي موسسې په نښه کړلې. هغه په ​​خپله لومړۍ وینا کې وویل چې غیردولتي موسسې هیواد ته د جنګسالارانو په څیر زیان رسولی. د هغه نیوکې سختې وې، او له بده مرغه، هغه په ​​دې اړه د غیردولتي موسسو له ټولنې سره د خبرو اترو څخه ډډه کوله. هغه د غیردولتي موسسو د قانون وړاندیز هم وکړ چې کار یې په افغانستان کې د غیردولتي موسسو لپاره خورا ستونزمن کاوه. خوشبختانه، د ACBAR، یوناما او نورو غیر دولتي همغږي کونکو ادارو لخوا ګډه حق غوښتنه وشوه چې د لا اغیزمن قانون جوړونې پایله یې درلوده. اکبر موسسه د مرستو ګټورتیا، فساد، روڼتیا او حساب ورکونې په اړه په بحثونو کې د غیر دولتي موسسو غږ پورته کولو کې هم بریالۍ وه. د غیردولتي موسسو ټولنې هم د موسسو چارو ته سخته کتنه وکړه او په افغانستان کې یې ‍د فعالو غیردولتي موسسو لپاره کړنلاره جوړه کړه.
له بده مرغه، د غیردولتي موسسو کارمندان د طالبانو او نورو وسله والو ډلو قربانيان وو، چې غیر دولتي موسسو ته یې د نرمو موخو د ترلاسه کولو لپاره د مشروع وسیلې په سترګه کتل. د افغانستان په کلیوالي ټولنو کې د کار کولو په ترڅ کې د غیردولتي موسسو ډیری کارکونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
زه له اکبر سره د کار هغه کلونه د خپل مسلکي ژوند تر ټولو ښه کلونه ګڼم، سره له دې چې د طالبانو له نسکورېدو وروسته د لومړیو ورځو ځینې هیلې له منځه ولاړې. د اکبر سره کار کولو ماته ډیر شیان را زده کړل او ما ډیر دایمي ملګري پیدا کړل. یو له خورا مهم شیانو څخه چې هغه یی ماته زده کړه د افغانانو مقاومت دی. دوی نه یوازې دا چې له سختیو تېرېږي، بلکې له هرې ناکامۍ وروسته په استقامت او انسانیت سره په خپلو لاسونو او پښو ودرېږي.
زما په اند اکبر موسسه هم خپل پایښت لري. دې موسسې په تیرو ۳۰ کلونو کې خپل پورته او ښکته درلوده، مګر ویی کولای شول  چې په تل بدلیدونکي چاپیریال کې نوي ننګوونو سره ځان برابر کړي او په خپلو پښو ودرېږي.