زما په وخت کې اکبر موسسې خپل فعالیتونه او د کارکوونکو شمیر پراخ کړ. اکبر موسسې په (۱۹۹۴) کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د کرنې سروې واحد، وروسته د IRC مطبعه او د HERC په ټوټه چاپول (په ورېښمو چاپ) مسولیت په غاړه واخیسته. د سروې واحد په اړه، زه په کندهار کې له طالبانو سره په زړه پورې خبرې په یاد لرم چې ایا سروې کوونکو ته د دوی د امنیت لپاره کلاشینکوفونه ورکړل شې که نه. مطبعې د سویډن کمیټې د تعلیمي پروګرام لپاره په لویه کچه درسي کتابونه چاپ کړل. په ټوټه چاپول (په ورېښمو چاپ) په لویه کچه د مختلفو پروګرامونو د تعلیمي موادو د پراختیا لپاره کارول کیده. برسېره پر دې، په کابل (۱۹۹۶)، هرات او جلال آباد کې د اکبر موسسې ساحوي دفترونه هم ول. د مختلفو واحدونو سره کار تل توپیر درلود مګر په زړه پورې وو.
زما د ماموریت په جریان کې، ما د مختلفو ریسانو او لوړ پوړو کارمندانو سره ولیدل چې ډیر په زړه پوري وو او په مهمو مسلو مو بحث کاوه، حتی که نظرونه اکثرا متضاد او ګډوډ هم وو. ما اکثرا په پیښور کې د نورو همغږي کونکو ادارو ANCB او ICC سره او په کویټه کی د SWABAC سره لیدل. موږ اړتیا درلوده چې ښې اړیکې جوړې کړو او هڅه وکړو چې په اغیزمنه توګه همغږي وکړو.
افغانستان ته زما لومړی سفر جلال اباد ته وو چې د یوې غونډې او د دغه ولایت له والي سره د لیدنې لپاره ولاړم. زه د تود هرکلي او د خوندورو خوړو له خوند څخه یو څه متأثره شوم ، او د خوړو په اهمیت په افغانې ټولنه کې پوه شوم، په ځانګړي توګه دا چې غوښه یوه اساسي اړتیا ده !! د سابه خوړونکې په توګه تل د خوړلو میز په سر ډوډۍ او سبزیجات وې. وروسته په ۱۹۹۳ کال کې، زه له شاکر سره کابل ته لاړم - او د وزارت له چارواکو، سره صلیب نړیوالې ټولنې، غیردولتي موسسو او نورو سره مې ولیدل چې وضعیت په سمه توګه وګورم. موږ حتی په کابل کې د اکبر موسسې لپاره یو دفتر پلان کړ. په هرصورت، ۱۹۹۴ د مختلفو ډلو، په ځانګړې توګه په کابل کې د پراخو شخړو د زیاتوالي پخاطر یو بد کال وو. په ننګرهار کې د بې ځایه شویو او په پاکستان کې د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغی.
په حصارشاهي (۱۹۹۳) کې - د جلال اباد او پاکستان پولې تر منځ - د ملګرو ملتونو د کارکوونکو وژل کیدل په مرستندویه ټولنې ژوره اغیزه درلوده. د عمومي غونډې د بحث لپاره چې 'څه باید وشي' دا روښانه کړه چې هیڅ اسانه ځواب نه وو. د ادارو تر منځ د نظرونو توپیر دا څرګند وله چې په راتلونکي پریکړې په دې چاپیریال کې باید په ډیر دقت سره وشي.
د شاکر (PM) ناڅاپه او غمجن مرګ چې په اټک اندوس سیند کې ډوب شو موږ ټولو ته لوی ټکان راکړ - هغه یو ښه ملګری او هغه څوک و چې تل یې جدي او معقوله مشوره ورکوله. هغه په هغه وخت کې په ملګرو ملتونو کې کار کاوه، مګر موږ تل فکر کاوه چې هغه به بیا د اکبر
موسسې سره کار ته دوام ورکړي. په کابل کې، هغه زه سهارنې قدم وهلو ته د میوو او غوښو بازارونو ته او همدارنګه د لنډی کوتل تر ځمکې لاندې بازار ته چې یو له قبایلي لارو څخه دی، بوتلم.
د ۱۹۹۴ کال په وروستیو کې د طالبانو صحنې ته راتګ – کله چې یوې نامعلومې ډلې د کندهار ښار ونیوه – د جدي اندېښنې لامل شو. بیا د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په میاشت کې لومړی جلال اباد سقوط شوه او څو اونۍ وروسته یی کابل ونیوه، په افغانستان کې هر څه بدل شول او د ټولې نړۍ راتلونکې یې اغېزمنه کړه! په لومړي سر کې بېلابېل حکمونه صادر، چې د ډېرې اندېښنې لامل شول او څو غونډې وشوې چې له طالبانو سره مرستندویه ټولنه او مرستندویان څنګه کار وکوي او په داسې نورو مطالبو بحث وشو. په راتلونکو دریو کلونو کې، دا بحثونه خورا مهم شول ځکه چې طالبانو د خلکو او مرستندویه ټولنې لپاره خپل اصول او مقررات بدل کړل - په ځانګړې توګه د تعلیم او روغتیا په برخه کې د افغان نجونو او ښځو په اړه. ورځې په " ګډ اصولې پروګرام پلي کولو" باندې تیرې شوې. په نیویارک، عشق اباد، ستاکهولم او توکیو کې هم ډېرې نړیوالې غونډې جوړې شوې. نورې اندیښنې هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې طالبانو د ۱۹۸۸ کال د جولای په میاشت کې پریکړه وکړه چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون په ودانۍ کې باید ټولې غیر دولتي موسسې ځای پرځای شي. په یو لمریز سهار کې، طالبان راغلل او له ما څخه یې وغوښتل چې د دفتر ساحه پریږدم. دوی بیا په کابل کې د اکبر موسسه وتړله او مهرو لاک یې کړه او هڅه یې وکړه چې WFP په ورته وخت کې د یوې نړیوالې موسسې په توګه وتړي.
دا یو بشپړ غیر معمولي او خورا ستونزمن حالت و، مګر زه اوس شاته ګورم او د ویاړ احساس کوم چې د ډیرو افغانانو، پاکستانیانو او نورو سره د لیدلو فرصت می لاره چې ما د کلونو په اوږدو کې ورسره کار کړی وو او د دې هیوادونو څخه د لیدو فرصت مې هم درلود. په ټوله کې ښه وختونه وو - او دومره ښه وختونه هم نه وو - لکه کله چې د شهر نو دفتر ته نږدې بم وغورځیده – چې د دفتر ډیری کړکۍ یې ماتې کړې. زه د هغه ټیم غړی وم چې لومړی یې د کابل د نیولو پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر ملا غیاث سره وکتل او بیا یې په لغمان کې له حکمتیار سره یوه غیر پلان شوې ناسته درلوده. ما دوه ځله ایران ته سفر وکړ چې هلته له حکومتي چارواکو سره ووینم. له پېښوره تر کابله مې یوازې سفر وکړ او په کومه شپه چې کابل ته ورسېدم برېښنا نه وه. ژوند آسانه وو ځکه چې ما په منظمه توګه د ملګرو ملتونو او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په الوتکه کې الوتنې کولې او په بدخشان کې د لویې زلزلې زیانمن می ولیدل.
پېښور زموږ لپاره د یوې کورنۍ په توګه د ژوند کولو لپاره ښه چاپیریال چمتو کړی وو او امریکایی کلب د آرام کولو ، وروستي معلوماتو شریکولو، غیر رسمي غونډو او د روژې په میاشت کې دغرمې خوړو خوړلو لپاره یو ښه ځای و!
په پیښور کې په ۲۰۱۰ کې واقعیا ښه وخت و کله چې ما د ډنمارک د مهاجرینو شورا سره شپږ میاشتې کار وکړ، ډیرو خلکو زه په یاد درلودلم او انجنیر جاوید د HAFO څخه زما سره ډیره مرسته وکړه. ما ددې وخت نور خلک په نورو هیوادونو کې هم ولیدل. یوازی انسان هیله من کولای شي چې افغانستان اود دې هیواد خلک ښه راتلونکی ولري.
چارلس مکفډن
د اکبر انسټیټیوټ اجراییوي رییس
له سپتمبر ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې