له لس کلنې جګړې وروسته اړتیاوې ډېرې وې. یو شمېر غیردولتې موسسو په افغانستان کې د پروژو د پیلولو د احتمال په اړه څېړنې پیل کړې. د دوی او له پولې ها خوا موسسو ترمنځ چې پخوانی د کار تجربه یی په افغانستان کې لرله، ناستې، او خبرې اترې وشوې. په ورته وخت کې، افغان کډوالې غیردولتي موسسې د ملګرو ملتونو له ادارو سره اشنا وې دا هغه تجربه وه چې له پولې ها خوا همکارانو یی اکثرا نه درلودله. د اکبر موسسې له جوړېدو مخکې د موسسو تر منځ د همغږۍ څو هڅې وشوې، خو یا ډېرې تخصصي وې، چې یو سکټور یې تر پوښښ لاندې راوستی و، یا ډېر غیر رسمي، لکه یوازې د لیدو او خبرو اترو فرصت یی برابراوه.
هغه پیښې چې د اکبر موسسې رامینځته کیدو لامل شوې  تر ټولو مهمه یی د UNOCA سره اړیکې وې. د موسسو ترمنځ او موسسو او ملګرو ملتونو ادارو تر منځ په ټولیزه توګه د همغږۍ اړتیا اړینه ګڼل کیده. له پولې ها خوا موسسو په ډله کې، یو پراخ نظرموجود و چې UNOCA او د ملګرو ملتونو ادارې کولای شي د پروګرام په برخه کې له پولې ها خوا موسسو له تجربو څخه زده کړي او په کلیوالو سیمو کې د دوی له پراخې شبکې څخه ګټه پورته کړي. پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ادارې معمولا د مرکزي حکومتونو تر ملاتړ او یا د دوی له لارې کار کاوه، د مجاهدینو تر ولکې لاندې سیمو کې کار کول له سلګونو محلي اړخونو سره چې بیلا بیل د مقاومتونو ډلې وي جورجاړې ته یی اړتیا درلوده.
پېښور ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو همغږې کوونکی، صدرالدین آغا خان، څو ساعته ناوخته "دین هوټل" ته د غیردولتي موسسو د استازو سره د لیدو لپاره راغی، هغه یوازې د هغه لوی پروګرامونو په اړه چې د ملګرو ملتونو په سیسټم کې چمتو شوي وو، غیر دولتي موسسو ته خبر ورکړ. یو څو پوښتنو ته اجازه ورکړل شوه، مګر د بحث لپاره هیڅ وخت نه وه ورکړل شوی. داسې یو احساس رامینځته شوه چې UNOCA د موسسو له تجربو څخه زده کړې ته لیوالتیا نه لري، او دا چې غیردولتي مؤسسو لږ فرصت درلود چې د UNOCA لخوا همغږی شوېوو د مرستې او بیرته راستنیدو پروګرامونو کې برخه واخلي یا حتی تبصره وکړي.
د همغږي کوونکي له لیدنې لږ وروسته څرګنده شوه چې UNOCA په جینوا کې د داوطلبو ادارو له نړیوالې شورا څخه غوښتنه کړې چې د غیردولتي موسسو د همغږۍ چارې په غاړه واخلي. لکه څنګه چې د غیردولتي موسسو سره مشوره نه وه شوې، د پام وړ نارضایتي سبب شوه. دا د غیردولتي موسسو په وړاندې د ملګرو ملتونو د غرور د یوې بلې بیلګې په توګه لیدل کیده، او په پیښور کې په غونډو کې، ډیری غیردولتي موسسو استازو دا نظر څرګند کړ چې "هغه اداره چې موږ همغږي کوي باید پخپله اوسو". یا، په بل عبارت، د غیردولتي مؤسسو په منځ کې، د بهرنۍ مسلط حل پر ځای د همغږۍ لپاره په "خپلو کې جوړ شوې" چلند لپاره واضح ترجیح وه. دا د لومړنیو غونډو او په پای کې د اکبر موسسې د تاسیس لامل شو.
په راتلونکو کلونو کې تر ۲۰۰۱ پورې، د اکبر موسسې او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې ښې شوې، ځکه چې دوی پوه شول چې غیردولتي موسسې او اکبر موسسه په افغانستان کې د بشري مرستو د چارو لپاره مهمې دي. هغه سیاسي خوځښتونه او ډلې چې د افغانستان بیلابیل حکومتونو یی جوړول په جګړو کې ښکیلې وې او د افغانستان خلکو ته د پاملرنې لپاره یی لږ وخت او سرچینې درلودلې، چې له کبله یی غیر دولتي موسسې د ټولنیزو او نورو برخو اصلي لوبغاړي وو. د اکبر سکرتریت او فرعي کمیټې په افغانستان کې د پروژو په همغږۍ او په بیلابیلو سکتورونو کې د معیارونو په ټاکلو بوخت وو. اکبر په مختلفو همغږو ادارو لکه د افغانستان ملاتړ ګروپ او د افغانستان پروګرامونو اداره د بسپنه ورکوونکو او ملګرو ملتونو سره یوځای استازیتوب کاوه. رپوټونه یې خپاره کړل او په نړیوالو کنفرانسونو کې یې د یوه مهم لوبغاړي په توګه ګډون وکړ. د افغانستان د منابعو او معلوماتو مرکز (له ۲۰۰۵ کال څخه وروسته په کابل پوهنتون کې د افغانستان مرکز) د مرحوم نانسي دوپري په مشرۍ د اکبر په چوکاټ کې رامنځته شو او د غیردولتي موسسو، دوه اړخیزو بشردوستانه سازمانونو، څیړونکو او د ملګرو ملتونو ادارې لخوا چمتو شوي معلوماتو، راپورونو او سروې اصلي ټولګه شوه.
که خپل شخصي یادونو ته بیرته رواګرځم، البته د ۱۹۸۰ او ۹۰ کلونو څخه ډیر څه شته دي. د رهبري کمیټې او عمومي غونډې په غونډو او په بیلابیلو کنفرانسونو کې بحثونه او ځینې وختونه توند بحثونه؛ د ۱۹۸۸ کال په مني کې په جنیوا کې له افغانستان سره د مرستو په اړه د ملګرو ملتونو لومړی کنفرانس؛ د شپږو اوونیو سفر ۱۳ بیلابیلو هیوادونو ته چې سلطان عزیز او ما په ۱۹۹۰ کال کې په افغانستان کې د بشردوستانه کارونو د دوام لپاره د بسپنې غوښتنه وکړه؛ د طالبانو له حکومت سره خبرې؛ لوړې ژورې، بریاوې، داخلي او بهرنۍ ستونزې او د رهبرۍ په کمیټو او غیر دولتي ادارو کې د همکارانو او ملګرو ښې خاطرې له هغو یادونو څخه دي.
د ۲۰۰۱ کال د مني پېښو نه یوازې په سیاسي ډګر کې بلکې په افغانستان کې د بشري او پرمختیايي مرستو په برخو کې هم بنسټیز بدلون راوست. په تیرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان یو داسې حکومت درلود چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپیژندل شوه او ملاتړ یې درلود او د یوه عصري هیواد د جوړولو هوډ یې درلود. کابل د سفارتونو، د ملګرو ملتونو د دفترونو او نورو دوه اړخیزو او څو اړخیزو مرستندویه بنسټونو او پرمختیایي ادارو د لوی راتګ شاهد و. همدارنګه غیردولتي موسسې او اکبر موسسې خپل مرکزونه کابل ته رانتقال کړل او له یوه نوي حالت سره مخ شول. لکه څنګه چې یو چا ویل چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې غیردولتي موسسې په لومړي سر کې وې چې له افغانستان سره د مرستو په اړه یی پوښتنې ځوابولي، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته دوی او په دې توګه اکبر موسسه په دریمه لیکه کې راغللې، ځکه چې اوس اصلي څوکۍ د افغان حکومت او د نړیوالو مرستندویانو له خوا نیول شوي وو.
په پایله کې اکبر موسسه اړ شو چې د شرایطو پر بنسټ ځان جوړ کړي او دا بهیر د دې لامل شو چې دغه موسسه یوازې د غیردولتي موسسو په همغږۍ او په پراخه کچه د عدالت غوښتنې، پالیسي او پراختیا په برخو کې کار وکړي. د اکبر موسسې لاسته راوړنې د غیر دولتي موسسو قانون، د غیر دولتې موسسو تګلاره او دریځې او توضیحې پاڼې لکه "د توقعاتو په پوره کولو کې پاتې راتلل: په افغانستان کې د مرستو اغیزمنتوب" له ۲۰۰۸ راهیسې بې له شکه د پام وړ دي.
اندرس فینګي د ۱۹۸۳ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په بېلابېلو دورو کې د سویډن د کمېټې مشر و. هغه د اکبر موسسې بنسټ ایښودونکی دی او له ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۰، ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۱، ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۱ پورې د رهبرۍ کمېټې غړی و.