د اکبر موسسې سره کار وکړئ
د اکبر موسسې د رهبرۍ کمیټې د غړي او رئیس په توګه د خپل غړیتوب په ترڅ کې، زه فکر کوم چې د لاسته راوړنو په برخه کې، موږ د رهبرۍ په کمیټه کې د کورنیو او نړیوالو استازو سره نږدې د یو ټیم غړیو په توګه کار کاوه. د نورو شیانو تر مینځ، موږ د کورنیو غیردولتي موسسو ظرفیت وده ورکولو باندې په پروپوزل لیکلو او د نړیوالو تمویل کونکو څخه د بودیجې ترلاسه کولو باندې تمرکز وکړ. په وروستیو کلونو کې د اکبر موسسې غبرګونې پروګرام په همکارۍ، د کورنیو غیردولتي موسسو ظرفیت د پام وړ ښه شوی او اوس دوی کولی شي په لوړه کچه د بېلابېلو پروژو غوښتنه وکړي، بودیجه ترلاسه او پروژې پلي کړي، چې دا یو له مهمو لاسته راوړنو څخه دی. موږ اوس په اکبر موسسه کې د جنسیتي انډول زیاتوالی وینو او اوس مهال په دې موسسه کې زیات شمیر با استعداده او تجربه لرونکي ښځینه کارکونکې په کار بوختې دي، چې دا یوه مثبته لاسته راوړنه ده. بله لاسته راوړنه د دولت له وزارتونو سره د ښې همغږۍ رامنځته کول وو، چې د اکبر موسسې یو له مهمو فعالیتونو څخه دی. د بیلګې په توګه، د مالیاتو او راپور ورکولو مسلو په اړه د بروکسل SMAF ، ۲۴ مادې مطابق د غیر دولتي موسسو په استازیتوب حق غوښتنه کول.
زه دوه ننګونې وینم، لومړی د غیر دوامدارې همغږۍ نشتوالی دی: اکبر موسسې د نورو همغږو کونکوو ادارو لکه AWN، ، ANCB او SWABAC سره د همکارۍ، ملاتړ او مشورې لپاره ډیر کار کړی دی. دویمه ننګونه د ښو ادارو او بدو ادارو ترمنځ د توپیر نه پوهیدل دي. موږ باید د دولت سره کار وکړو چې د غیردولتي موسسو ترمنځ توپیر وکړې او هغه غیردولتي موسسې وپیژنو چې راپور نه ورکوي او د غیردولتي موسسو قانون څخه سرغړونه کوي. هغه موسسې چې فاسدې دي او بې کیفیته پروژې پلې کوي باید ژر تر ژره د اقتصاد وزارت لخوا لغوه شي. هغه موسسې چې په خپل وخت راپور ورکوي، فاسدې نه دي او د خپل کارونو کیفیت څرګندولای شي، باید د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا وهڅول شي.
په راتلونکي کې د غیر دولتي موسسو ونډه
غیردولتي موسسې باید په افغانستان کې خپله ونډه ولري. دولت خلکو او ټولنې ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې مسوولیت لري. غیردولتي موسسې باید د دولت د پالیسیو څارنه او ارزونه وکړي او وګوري چې آیا دا پالیسي د خلکو د اړتیاوو پراساس دي او د دولت لخوا پلي کیږي. غیردولتي مؤسسې باید په پالیسي جوړونکو اغیزه ولري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د خلکو اړتیاوې په پام کې نیول کیږي. اوس مهال، اکبر موسسې د ولسي تړون پروګرام د څارنې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړې ده. د اکبر موسسه څارنه کوي چې آیا د ولسي تړون پروګرام کولای شي خپلې موخې ترلاسه کړي. دا د څارنې ونډه خورا مهم دی.
په پای کې زه فکر کوم چې اکبر موسسه په عدالت غوښتنې مسلو کې مهم رول لري ترڅو د غیر دولتي موسسو په استازیتوب د دولت سره ستونزې او مسایل راپورته کړي او په حل کې یې همکاري وکړي. لکه څنګه چې موږ پوهیګو، پخوا خلکو په غیردولتي موسسو دوی په فعالیتونو یې ډیر باور نه درلود، مګر اکبر موسسې دا ستونزې په اغیزمنه توګه د پاڼو او کمپاینونو په خپرولو سره حل کړې ترڅو د غیر دولتي موسسو اعتبار ته وده ورکړي.
ښاغلی امان الله جواد، د RRAA (د افغانستان لپاره د کلیو د بیارغونې ټولنې) مرستیال، یو له کورنیو موسسو څخه ده چې د اکبر موسسې غړی ده، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د اکبر موسسې د رهبرۍ کمیټې غړی و او د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د اکبر موسسې د رهبر کمیټې ریس پاتې شوی ده.