د اکبر مؤسسې له غړو نادولتي مؤسسو څخه ۶۰ ګډونوالو د REALIGN پروژې په چوکاټ کې د څارنې، ارزونې، حساب ورکونې او زده ‌کړې یا MEAL  سیسټمونو د غښتلي کولو په موخه په دوه ورځنۍ روزنه کې ګډون وکړ.

غړو  نادولتي مؤسسو ته د MEAL سیسټمونو  د پیاوړتیا په پار

اکبر د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۱–۱۲مه نیټه د ((څارنې، ارزونې، حساب ورکونې او زده ‌کړې (MEAL) سیسټمونو پیاوړتیا)) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ روزنیزه دوره ترسره کړه، چې په کې د اکبر د غړو  نادولتي مؤسسو له ډلې څخه ۶۰ ګډونوالو برخه اخیستې وه.

دا روزنه د ((پ Renewing Engagement in Afghanistan’s Localization through Inclusion, Growth and National Capacity یا (REALIGN) پروژې په چوکاټ کې ترسره شوه. د روزنې تمرکز د MEAL په اړه د ګډونوالو د عملي پوهاوي پر پیاوړتیا او د سازماني فعالیت، د پروګرامونو د کیفیت، حساب ورکونې او د شواهدو پر بنسټ د تصمیم نیونې په ښه والي کې د MEAL پر رول  را څرخیده.

یاده روزنیزه دوره د  Educa Kabul Management Consultancy Services یا  (EKMCS) له خوا د تخنیکي اسانتیاوو په برابرولو سره ترسره شوه.

دې روزنیزې دورې وکولی شول چې تخنیکي ناستې له عملي بحثونو او د ګډونوالو له فعالې ونډې سره جوختې شي.

د MEAL په اړه له پوهې څخه تر عمل پورې

دوه ورځنۍ روزنیزې دورې ګډونوالو ته ددې فرصت برابر کړ چې په خپلو مؤسسو کې د MEAL سیسټمونو د پراختیا او پلي کولو لپاره عملي لارې چارې و ارزوی. د پریزنټېشنونو، ډله‌ ییزو بحثونو او عملي تمرینونو له لارې، ګډونوالو وموندله چې د MEAL ځانګړي ابزار او پروسې څنګه کولی شي له مؤسسو سره مرسته وکړي چې د پروګرامونو پرمختګ وڅاري، پایلې اندازه کړي، حساب ورکونه پیاوړې کړي، د زده ‌کړې موارد په ګوته کړي او د تصمیم نیونې لپاره له شواهدو څخه ګټه واخلي.

دغو ناستو ګډونوالو ته ددې زمینه هم زمینه برابره کړه چې خپلې تجربې سره شریکې کړي او په دې اړه فکر وکړي چې د MEAL سیسټمونه څنګه په خپلو مؤسسو او پروګرامونو کې مدغم کړي. 



غړې نادولتي مؤسسې له ځان سره څه وړي؟

د اکبر مؤسسې لپاره د یادې دوه ورځینۍ روزنیزې دوره ارزښت خورا زیات دی، په دې سره به د غړو نادولتي مؤسسو د MEAL ظرفیت پیاوړی شي، له مؤسسو سره به مرسته وکړي چې د فعالیتونو د څارنې، د پایلو د مستند سازۍ، د تطبیق له بهیر څخه د زده ‌کړې او د پروګرامونو د کیفیت د ښه والي لپاره د شواهدو د کارونې په برخه کې لا ډېر منظمې لارې چارې رامنځته کړي.

د ګډونوالو انعکاسونه څرګندوي چې دا روزنه څنګه کولی شي د پیاوړو سازماني سیسټمونو او لا ډېره باخبره تصمیم نیونې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د ګډونوال نظر: 

   ((دې روزنې د PIRS او IPTT په ګډون، د MEAL د عملي ابزارو په اړه زما پوهاوی پیاوړی کړ. موږ به له دغو
   ابزارو او تخنیکونو څخه د خپلې مؤسسې د څارنې او ارزونې د چوکاټونو د پیاوړتیا لپاره کار واخلو))

   عبدالصبور پوپل

                                                                                       M&E Associate, Union Aid (UA)

 

د ګډونوال نظر:

  ((دا روزنه به د څارنې، د معلوماتو د راټولولو، تحلیل او راپور ورکونې د ښه کولو له لارې زموږ د MEAL سیسټم په
  پیاوړتیا کې مرسته وکړي؛ همدارنګه به د شواهدو پر بنسټ د تصمیم نیونې او پر وخت د اصلاحي اقداماتو ملاتړ وکړ
ي))

  سید حسیب‌الله شهیدزی

 Aid Trends Organisation Afghanistan (ATOA)  

 

 

د ګډونوال نظر: 

  ((ما زده کړل چې څنګه د یوې نادولتي مؤسسې لپاره یو معیاري MEAL سیسټم رامنځته کړم. دا به زموږ له مؤسسې سره مرسته وکړي چې یو
    پیاوړی او منظم
MEAL سیسټم رامنځته کړي چې د باکیفیته پروګرامونو او د خدمتونو د اغېزمن وړاندې کولو سره مرسته وکړي.)) 
 
   حمید هادی

 TLO Organisation Afghanistan  

 

 

د پیاوړو ملي نادولتي مؤسسو د سیسټمونو ملاتړ

د ملي نادولتي مؤسسو د بنسټیز ظرفیت پیاوړتیا په افغانستان کې د سیمه ‌ییزې رهبرۍ پر بنسټ د بشري او انکشافي اقداماتو د ملاتړ په موخه د اکبر مؤسسې د پراخو هڅو یوه مهمه برخه ده.

اکبر مؤسسه د REALIGN  پروژې له لارې خپلو غړو نادولتي مؤسسو ته د ظرفیت پیاوړتیا په برخه کې منظم او د اړتیاوو پر بنسټ ولاړ، ملاتړ وړاندې کوي. د MEAL د کړنلارو پیاوړتیا د دغو هڅو یوه برخه ده، ځکه له مؤسسو سره مرسته کوي چې خپل فعالیتونه ښه درک کړي، له تطبیق څخه زده‌کړه وکړي، خپلې پایلې څرګندې کړي او د خپل کار د ښه والي لپاره له شواهدو څخه ګټه واخلي.

په دې دوه ورځنۍ روزنیزه دوره کې د اکبر د غړو نادولتي مؤسسو څخه ۶۰  ګډنوالو ګډون کړی و چې نه یوازې یې د تخنیکي زده‌کړې فرصت وموند، بلکې د همکارانو ترمنځ یې د تجربو د تبادلې او د نادولتي مؤسسو په سکتور کې د MEAL سیسټمونو د پیاوړتیا په اړه د ګډ انعکاس زمینه هم برابره کړه.

۶۰ ګډونوال او د روزنې د اسانتیاوو برابرولو ټیم د MEAL سیسټمونو د دوه ورځنۍ روزنې له بشپړېدو وروسته

د خپلو غړو نادولتي مؤسسو د MEAL ظرفیت په پیاوړتیا کې د پانګونې له لارې، اکبر مؤسسې له مؤسسو سره د څارنې، حساب ورکونې، زده ‌کړې او د شواهدو پر بنسټ د تصمیم نیونې د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړه. دا کار په افغانستان کې د پیاوړو سازماني سیسټمونو او لا اغېزمنو، حساب‌ ورکوونکو او سیمه‌ ییزې رهبرۍ پر بنسټ د پروګرامونو په پلي کولو کې زیاته مرسته کولی شي.