د معیاري او مسلکي روزنو له لارې د ملي غیر دولتي مؤسسو د ظرفیت لوړونه
د اکبر مؤسسې د روزنو ځانګړې څانګه د افغانستان د ملي غیردولتي مؤسسو کارکوونکو ته د مسلکي ودې په برخه کې ځانګړې روزنیزې دورې وړاندې کوي. دغه روزنېزې دورې د بشري مرستو او پراختیا په برخه کې د ګډونوالو د بنسټیز ظرفیت، تخنیکي مهارتونو او رهبرۍ د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره طرحه شوې دي.
اکبر مؤسسه د سازماني پراختیا په برخه کې د نږدې یوې لسیزې تجربې پر بنسټ، د روزنیزو دورو داسې یوه طریقه په پام کې لري چې له مخې یې یادې دورې خورا انعطاف‌منونکې او د اړتیاوو پر بنسټ وي، کومې چې د هرې ادارې له ځانګړو اړتیاوو سره سمې برابریږي. په دغو روزنو کې هدفمندې زده‌کړیزې ناستې، د عملي مهارتونو پر بنسټ روزنیز ماډیولونه او د هم سیالو ترمنځ د زده‌کړې منظم فرصتونه شامل دي. دغه فرصتونه ګډونوالو ته زمینه برابروي چې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي او په رغنده ډول نوې پوهې په خپلو ورځنیو کاري چارو کې پلي کړي.
د سازماني سیسټمونو او کاري کړنلارو په پیاوړتیا سره، دغه روزنېزې دورې ملي نادولتي مؤسسې ددې جوګه کوي چې بشري او پراختیايي فعالیتونه په لا لوړ کیفیت ترسره کړي او په اوږدمهال کې لا زیاتې توانمدې او تلپاتې ادارې رامنځته کړي.

د روزنېزو دورو موضوعات

  •  د بشري مرستو د لاسرسي په اړه خبرې اترې
  •  خوندیتوب
  • د څارنې، ارزونې، حساب ورکونې او زده‌کړې یا (MEAL) سیسټمونو پراختیا
  •  مالي مدیریت او بودجه جوړونه
  •  کاري اخلاق او د مقرراتو مراعات
  •  اغېزمنې سازماني اړیکې
  •  د خلکو مدیریت
  •  د تأمیناتي ځنځیر مدیریت

دغه لېست د اوسنیو روزنیزو دورو ښکارندوي کوي؛ مګر ټولې هغه روزنیزې دورې په بر کې نه را نغاړي چې اکبر یې د وړاندې کولو تکل لري؛ نور موضوعات به د ګډون کوونکو ادارو د اړتیاوو او نظریاتو پر بنسټ ور زیات کړل شي. 
فیس او نوم‌لیکنه
د اکبر غړو ادارو ته روزنیز خدمات په وړیا توګه وړاندې کېږي، په داسې حال کې له غیر غړو مؤسسو څځه د خدماتو لږ فیس اخیستل کېږي په دې ډول چې د یوې ورځني زوزنیزې دورې لپاره ۷۰۰ او د دوه ورځنۍ روزنېزې دورې لپاره ۱,۰۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي. ټول راټول شوي فیسونه د روزنیزو دورو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي، چې پکې درسي موادو، د روزنې پر مهال د خوړو او څښاک او نورو اداري لګښتونو د برابرولو یا جبرانولو مصارف شامل دي. دغه فیس یوازې د ګډون لپاره یوه سمبولیکه ونډه ده، ځکه چې د روزنېزو دورو اصلي لګښتونه چې تر دې اندازې ډېر دي او د دغو لګښتونو ډېره برخه د اکبر له خوا تمویلېږي.
نوم‌لیکنه د (لومړی راتګ- اول لومړیتوب) پر بنسټ ترسره کېږي او هغو مؤسسو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې تر نورو یې ژر نوم‌لیکنه کړې وي. د اکبر غړي بنسټونه جلا نوم‌لیکنې ته اړتیا نلري، ځکه چې روزنیزو دورو ته د خپلو کارکوونکو د نومولو لپاره به له روزنیزې دورې څخه لږ تر لږه یوه اوونۍ وړاندې د بلنې لینکونه ور ولېږل شي.

د راتلونکو روزنیزو دورو لپاره د خپلو کارکوونکو د نوم‌لیکنې په موخه، مهرباني وکړئ له لاندې لینک څخه استفاده وکړئ:

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ له موږ سره په لاندې ایمیل اړیکه ونیسئ:

trainingmanager@acbar.org