له وېرې څخه تر خونديتوبه: د(Tdh) په لومړني روغتیايي مرکز کې د نوي ماشوم زیږېدنه

(Tdh) د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې یوه مخکښه سویسي مؤسسه ده چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دغه مؤسسه په کابل، ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو کې د روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، معیشت، بشري بېړنیو مرستو او د زیانمنو ماشومانو او کورنیو د ملاتړ په برخه کې بېلابیل پروګرامونه پلي کوي.
په کابل کې د دې مؤسسې لومړنی روغتیايي مرکز چې دCaritas Germany  په ملاتړ فعالیت کوي، د میندو لپاره خوندي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي چې پکې له امیندوارۍ مخکې، د هغه په دوران او له ولادت څخه وروسته پاملرنې، واکسین، مشورې او د حفظ‌الصحې ملاتړ شامل دي.  ماهیره*، چې د ټولنو د عامه پوهاوي په غونډو کې یې ګډون وکړ او د امینداوري په پړاو کې یې منظمې څارنې ترلاسه کړې؛ نو وې پتیله وروسته له هغې چې خپل لومړني دوه ماشومان یې په کور کې په ناوړه او سختو حالاتو کې زیږولي وو،  خپل وروستی ماشوم یې د (TDH) په روغتیايي مرکز کې په خوندي شرایطوو کې دنیا ته راوړ.
د باکیفیته امیندواري روغتیايي چوپړتیاوو او ټولنیز پوهاوي له لارې، Tdh له میندو سره مرسته کوي چې خوندي ولادت ته لاسرسی ومومي، د میندو او نوې زېږېدلو ماشومانو روغتیا او هوساینه یقیني کړي او کورنیو ته د ژوند په دې مهمو شیبو کې د ډاډ او عزت احساس ورکړي. یادې مؤسسې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې، د خپلو فعالیتونو په ساحو کې ۱۷۲٬۴۱۵ بېلابېلو ګټه‌اخیستونکو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي دي.