د حساب ورکونې او معلولو کسانو د ګډون د کاري ډلې یا (ADIWG) د مشر په توګه، اکبر مؤسسې تازه په خوست کې ټولنې ته د حساب ورکونې او نظرونو د تبادلې یوه ناسته د یاد ولایت د اقتصاد ریاست په همکارۍ جوړه کړه. دې ناستې د ټولنو او نورو اړوندو ښکېلو خواوو لپاره داسې زمینه برابره کړه چې خپلې اړتیاوې، لومړیتوبونه او د بشري او پرمختیايي مرستو په اړه خپلې تجربې په ازادانه ډول شریکې کړي او پرې بحث وکړي.

په دې ناسته کې د دولتي ادارو، ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو، د ټولنې د مشرانو، ځوانانو، معلولو کسانو او د معلولیت لرونکو په برخه کې د ملاتړيو بنسټونو استازو ګډون کړی و. بحثونه د مرستو پر اغېزمنتیا، روڼتیا، د ټولنې پر ونډې او پر هغو لارو چارو متمرکز وو چې له لارې یې خلک وکولای شي خپلې اندېښنې مطرح کړي او خپل نظریات له نورو سره شریک کړي.

د یادې ناستې اصلي برخې پر یوه ساده خو خورا مهم اصل ټینګار درلود او هغه دا چې:

اغېزمنې مرستې هغه وخت شوني دي چې د هغو ټولنو غږ واوریدل شي له کومو سره چې مرسته کیږي.

د خلکو اندېښنې په عملي چارو  بدلول

ګډونوالو په دله اییزو بحثونو کې برخه واخیسته او په خپلو ټولنو کې یې مهمې ننګونې، اړتیاوې او لومړیتوبونه په ګوته کړل. وروسته یې د عملي حل‌ لارو په اړه خبرې اترې وکړې او د مطرح شویو ستونزو د حل لپاره یې سپارښتنې وړاندې کړې. یادو بحثونو ګډونوالو ته فرصت برابر کړ چې خپلې تجربې او لیدلوري شریک کړي او د دې اهمیت یې روښانه کړ چې د ټولنې لومړیتوبونه باید د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو په طرحه او پلي کولو کې د پام وړ رول ولري.

د آواز افغانستان یوهٔ استازي هم روښانه کړه چې د ټولنې غړي څنګه کولی شي خپلې اندیښنې ثبت کړي او بیا یې تعقیب کړي او ددې یادونه یې هم وکړه چې د نظریاتو د شریکولو له موجودو لاروچارو څخه څرنګه ګټه اخیستلی شي. په دې برخه کې د زیاتو معلوماتو لپاره ښوونیز مواد هم وویشل شول ترڅو ګډونوال وکولای شي دغه پروسې په ښه توګه درک کړي.

په دې ناسته کې د ټولنو لپاره پر یوه مهم پیغام ټینګار وشو: هغه بشري، روغتیايي او پرمختیايي خدمتونه چې د بېلابېلو بنسټونو له خوا وړاندې کېږي، وړیا دي او  هېڅوک باید د ثبت، سروې، مرستې یا خدمتونو په بدل کې له هېڅ شخص څخه د پیسو یا شخصي ګټو غوښتنه ونکړي.

د سیمه ‌ییزو اړتیاوو په اړه د لا پیاوړو اړیکو رامنځته کول

د خوست ولایت اقتصاد ریاست هم دې ته اشاره وکړه چې باید ډاډ ترلاسه شي څو مرستې د ټولنو واقعي اړتیاوو ته ځوابویونکې دي او اړمنو خلکو ته په عادلانه او اغېزمنه توګه رسیږي او دې ټکي باندې ځانګړی ټینګار وشو چې تمرکز باید پر هغو ټولنو وي چې لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي. همدارنګه زیاته شوه چې د حکومتي ادارو، مؤسسو او ټولنو ترمنځ باید پیاوړې همغږي موجوده وي.

ناسته په دې غوښتنه پای ته ورسېده چې د راتلونکو بشري او پرمختیایي پروګرامونو په طرحه او پلې کولو کې باید د ټولنې اندېښنې او لومړیتوبونه د پام وړ اهمیت ولري او په دې اړه باید دوامداره خبرې اترې او لا منظمې همغږۍ ته دوام ورکړل شي.

د اکبر مؤسسې لپاره، د ټولنو لپاره د داسې فرصتونو رامنځته کول چې وکولای شي له بنسټونو او اړوندو ښکېلو خواوو سره خپلې خبرې او نظرونه په مستقیم ډول شریک کړي، د حساب ورکونې، روڼتیا او د سیمه‌ییزو اړتیاوو او معلوماتو پر بنسټ د اقداماتو د پیاوړتیا یوه مهمه برخه ده.

اکبر مؤسسه د ټولنو د نظرونو په اورېدو باور لري او هڅه کوي چې د بشري او پرمختیایي پروګرامونو له اړونده ښکیلو خواوو سره د ټولنې لومړیتوبونه شریک کړي؛ ترڅو په ټول افغانستان کې لا ځواب ویونکو، ټول‌ شموله او حساب‌ ورکوونکو اقداماتو ته د ملاتړ زمینه برابره شي. 

     

د ټولنې استازي په خوست ولایت کې د اکبر مؤسسې د(( ټولنې ته د حساب ورکونې او نظرونو د تبادلې )) په ناسته کې ګډون کوي.