La Chaîne de l’Espoir یوه نړیواله بشري مرستندویه اداره ده چې د زیانمنو ښځو او ماشومانو لپاره د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د لاسرسي د ښه والي په موخه فعالیت کوي. دغه اداره د طبي خدمتونو، ظرفیت لوړونې او مشارکتونو له لارې په بحراني او زیانمنو شرایطو کې د روغتیايي سیستمونو او ټولنو ملاتړ کوي.

په ۲۰۲۵ کال کې، La Chaîne de l’Espoir په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره تخصصي روغتیايي خدمتونو ته د خوندي لاسرسي د پیاوړتیا او د ملي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مهم رول ولوباوه. د کابل په FMIC روغتون کې د «مور او ماشوم کور» او د هېواد په کچه د راجع کولو شبکې له لارې، ۲٬۴۲۷ ماشومانو او ۳۳۳ ښځو وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی وموند. په دغو خدمتونو کې د ژوند ژغورونکو جراحي عملیاتو، تغذیوي ملاتړ او د میندو د روغتیا خدمتونه شامل وو.