د شانتي رضاکارانو ټولنه (SVA) یوه جاپانۍ نادولتي مؤسسه ده چې په ۲۰۰۳ کال کې یې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی دی. دغه موسسه ماشومانو ته د زده ‌کړو او فرهنګي ملاتړ خدمات وړاندې کوي او همدارنګه بېړنۍ بشري مرستې پلي کوی. یاد مؤسسه هڅه کوي چې ماشومانو ته د زده‌ کړې فرصتونه برابر کړي ترڅو هغوی وکولای شي په هر ډول شرایطو کې خپلو زده‌ کړو ته دوام ورکړي.

یادې موسسې د کابل ښار د دوو عامه ولسوالیو کتابتونونو زیربناوې ورغولې او ښې کړې دي او د اړتیا وړ فرنیچر، تجهیزاتو، کتابونو او نورو اړینو توکو په برابرولو سره یې په هر کتابتون کې د ماشومانو ځانګړې برخه رامنځته کړې ده. همدارنګه کتابدارانو او اړوندو کارکوونکو ته د کتابدارۍ بنسټیزې روزنې هم ورکړل شوې دي.

د کتابدارۍ د بنسټیزو روزنیزو پروګرامونو، د کتابتونونو د عملیاتي پالیسۍ جوړولو، د کتابتون د فعالیتونو د پلانونو ترتیبولو او د هغو ماشومانو او لویانو لپاره د زده‌کړې فرصتونو د برابرولو له لارې چې له زده‌ کړو بې‌ برخې شوي وو، د زده‌ کړې او روزنې پروګرامونه طرحه او عملي شوي دي.

همدارنګه د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ زلزله ځپلو ټولنو ته بېړنۍ خوراکي او غیرخوراکي مرستې رسول شوې دي. په دغو مرستو کې د ښځو لپاره د صحی کڅوړې، د اوبو، حفظ الصحې او روغتیا (WASH) اړوند توکي، د کورنیو اړین وسایل او د ژمي مرستې لکه کمپلې او غالۍ شاملې وې.

هره ورځ له ۲۴۳ څخه زیات ماشومان (هلکان او نجونې)، ۵۵ بالغ زده‌کوونکي او ۱۱۳ هغه تنکي هلکان او نجونې چې له ښوونځي پاتې شوي وو، د دوو هدف شوو عامه کتابتونونو له خدمتونو او فعالیتونو څخه ګټه اخلي.

په ټولیز ډول، د نورګل ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۹۸۰ ډېرې زیانمنې زلزله ځپلې کورنۍ (چې ۶٬۸۶۰ تنه، د ښځو او ماشومانو په ګډون، پکې شامل وو) له بېړنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستو څخه برخمنې شوې دي.