د غړیتوب لپاره اړتیاوې / معیارونه

  • غوښتنلیک ورکوونکې نادولتي مؤسسه باید لږ تر لږه ۲۴ میاشتې عملیاتي حضور ولري.
  • غوښتنلیک ورکوونکې نادولتي مؤسسه باید د غوښتنلیک د سپارلو پر مهال جاري پروژه ولري چې ارزښت یې لږ تر لږه ۵۰٬۰۰۰ امریکایي ډالر وي او د اوسني تمویل کوونکي له خوا تامین شوې وي.

د اسنادو د سپارلو شرایط

  • له وړ نادولتي مؤسسو څخه غوښتنه کېږي چې لاندې اسناد ترتیب او وسپاري:
  • رسمي غوښتنلیک لیک چې د مؤسسې د رئیس او یا د یوې نړیوالې مؤسسې د هیواد د مسئول لخوا لاسلیک او ټاپه شوی وي.
  • د اکبر مؤسسې د غړیتوب د فورمې بشپړول.
  • د نادولتي مؤسسو د کړن لاره سند مهر کول (په اوومه پاڼه کې دې مهر او لاسلیک وشي).
  • له اقتصاد وزرات سره د ثبت باورلیک.
  • د فعالیت اساسنامه (اساسنامه او د اړوندې مؤسسې پېژندنه).
  • ډایرکټري د معلوماتو بشپړه شوې فورمه (۲ پاڼې).
  • غوښتل شوو معلوماتو بشپړه شوې فورمه (۲ مخه).
  • د اکبر مؤسسې د غړو له ډلې څخه د دوو وړ مؤسسو له لوري د تأیید دوو لیکونه.
  • د یوه اوسني تمویل کوونکي څخه د تأیید یو لیک.
  • د مؤسسې تشکیلاتي جوړښت.
  • تر ټولو وروستی کلنی راپور.
  • د روان کال کلنۍ بودیجه.
  • تر ټولو وروستی د پلټنې او ارزونې راپور.
  • د شپږ میاشتو د فعالیتونو راپورونه (اول او دوهم) چې د اقتصاد وزارت ته سپارل شوي وي سره له رسیده.
  • د مدیره پلاوي لېست.

د غړیتوب فیسونه

  • د غړیتوب کلنی فیس: د کلنیو ټول لګښتونو له ډلې څخه یوازې ۰.۱٪ یې.
  • د ثبت فیس: ۵۰ امریکایي ډالر (یا د همدې معادلې افغانۍ). یادونه: د همدې فیس ورکړه وروسته له هغې کیږي چې د اکبر مؤسسې له لوري رسمي غوښتنه وشي.

د غړیتوب ګټې

د اکبر موسسې غړیتوب کولی شي ستاسو په موسسه کې مثبت بدلون رامینځته کړي.
اکبر موسسه د غیر دولتي موسسو/مدني بنسټونو فعالیتونه اسانه کوي ترڅو د افغانانو بشري او پرمختیایي اړتیاوو ته په اغیزمنه توګه ځواب ووایي. اکبر موسسه په ټول هیواد کې د خپلو غړو ملاتړ کوي او د بشري مرستندویه ټولنو په منځ کې ښه شهرت لري. د اکبر موسسې اعتبار موږ ته دا توان راکوی چې د غیردولتي موسسو اندیښنې په بریالیتوب سره بیان کړو او د هغو مسلو په اړه ځوابونه همغږي کړو چې په هیواد کې د غیردولتي موسسو د کار لپاره مهم دي. په دې توګه اکبر موسسه د دولت او مرستندویه ټولنو په وړاندې د غیر دولتي موسسو د ګټو په استازیتوب مهم رول لوبوي. اکبر موسسه هڅه کوي چې د غیر دولتي موسسو شهرت وساتي او هغه مهم رول چې دوی په تیرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې لوبولي وپیژني او ملاتړ یې وکړي.
اکبر موسسه په افغانستان کې د غیردولتي موسسو د فعالیتونو او د هغېو د اغیزو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې یو ځانګړی موقف لري، او د حکومت او غیر دولتي موسسو د ټولنې ترمنځ د اړیکو په برخه کې همکارۍ او مرستې ته دوام ورکوي ترڅو په ولایتي او ملي کچه د موسسو ستونزې حل کړي. برسېره پردې، اکبر موسسه په ټول هیواد کې د مهمو مسلو په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره د همغږۍ میکانیزمونه اسانه کوي. اکبر موسسه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره په پالیسي پریکړو کې برخه اخلي ترڅو د غیردولتي موسسو قوي او همغږ‎ی غږ پورته کړي. پدې فعالیت کې د مختلفو موضوعاتو په اړه منظمې څیړنې او بنسټیزې سروې هم شاملې دي. د بېلګې په توګه، اکبر موسسه د پالیسۍ په کچه د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ (ANDS) څارنې او پلي کولو کې د غیر دولتي موسسو/مدني ټولنې جوړښت او ګډون ته وده ورکوي.
اکبر موسسه د غیر دولتي موسسو کړنلارې په وده کې مرکزي رول لوبوي. دا کړنلاره د غړو، تمویل کوونکو او دولتي چارواکو لپاره په افغانستان کې د غیر دولتي موسسو د روڼتیا، مسلکيتوب او حساب ورکونې د ودې لپاره خورا مهمه ده. د اکبر موسسی رهبرۍ د کړنلارې په جوړولو، د غړو په روزنه، د دارالانشا په کوربه توب د غیر دولتي موسسو/مدني ټولنې سازمانونو لپاره د کیفیت د معیارونو په جوړولو کی کې مهم رول لوبوي.
د افغانستان په بدلیدونکي شرایطو کې معلوماتو ته لاسرسۍ سخته اړتیا ده، او د اکبر ډیری شریکان پراخ معلوماتو ته اړتیا لري. په کابل ، مزارشريف ، جلال اباد ، هرات ، کندز، بامیان، خوست او کندهار کې د اکبر موسسې دايمي شتون تر څنګ د دې چی په ټول هېواد کې فعاليت لري، د ولايتونو په کچه د فعاليتونو د همغږۍ زمينه پیاوړه کړې ده. د اکبر موسسې اوسني معلوماتي وسایل غړو خوښ کړي او غوښتنه یی ده. د اکبر موسسې غړي په منظم ډول له اکبر موسسې څخه د غیر دولتي موسسو د فعالیتونو اړوند د دادخواهۍ معلومات ترلاسه کوي.

په ولایتي او ملي کچه د همغږۍ پیاوړتیا ته اړتیا:

د غیردولتي مؤسسو او مدني ټولنو په اړه منفي انګیرنو ته ځواب ویلو ته اړتیا ده. د افغان وګړو پر ژوند محدودې مثبتې اغېزې، د رسنیو له خوا د فساد بې شمېره راپور شوي کیسې، او تر لاسه شوې لویو مرستو د شک، نا امیدۍ او تورونو فضا رامنځته کړې ده. پورتنیو ټکو ته په کتو د عامو خلکو، چارواکو او رسنیو نظر غیر دولتي موسسو/مدني ټولنې بنسټونو په اړه منفي دی. د فساد انګیرنه په افغانستان کې د غیردولتي موسسو/مدني ټولنو او نورو بنسټونو په فعالیتونو اغیزه کوي او یقینا دا هغه مسله ده چې باید حل شي. اکبر موسسه له مطبوعاتو سره د اړیکو ستراتیژۍ، د کړنلارې ترویج او د کړنلارې د تطبیق لپاره د څارنې د پلان له لارې، حتی په لیرې پرتو سیمو کې د غیر دولتي موسسو په اړه د عامه پوهاوي ښه کولو اراده لري.
د اکبر موسسه په منظمه توګه دادخواهې کوی تر څو موسسې همغږې او دوامداره پیغامونه خپاره کړي. دا چاره د معلوماتو ښه راټولولو او سیستماتیک سرچینو له لارې ترلاسه کیږي ترڅو د پوهې شریکولو او شواهدو پر بنسټ څیړنې اسانه کړي. اکبر موسسه په قوي موقف کې ده تر څو د دولتي ادارو او د موسسې شریکانو سره دادخواهی نوښتونو کې ښکیلتیا ښه کړي.
اکبر موسسې د دادخواهۍ ستراتیژي غوره کړې چې هدف یې لومړی د بشري مسلو په اړه د پیغامونو همغږي کول او دوهم د پالیسۍ په کچه د غیر دولتي موسسو/مدني ټولنو د پراخ ګډون لپاره لابي کول دي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندی بریښنالیک ته ایمیل ولیګی:
د معلوماتو او همغږۍ مدیر information@acbar.org