ستراتیژیک پلان

له ۲۰۲۶ -۲۰۲۹ پورې سازماني ستراتیژي اجرائیوي لنډیز

اکبر مؤسسه په افغانستان کې د غیردولتي مؤسسو د غړیتوب په برخه کې تر ټولو مخکښه اداره ده چې د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو غیردولتي مؤسسو استازیتوب کوي. یاده اداره له څه باندې دریېو لسیزو راهیسې د همغږۍ، ګډې استازیتولۍ، معلوماتو شریکولو او سازماني پراختیا په برخو کې د یوې باوري همغږي کوونکي پلاټفورم په توګه په چارو بوخته ده. اکبر مؤسسې په هر هغه ځای کې چې د غړو له خوا ورته صلاحیت ورکړل شوی وي، د ګډو ګټو په مسایلو کې د ټولیز استازیتوب ملاتړ کړی دی او له دې لارې یې له غیردولتي مؤسسو سره مرسته کړې ده چې په ټول افغانستان کې اصولي او اغېزمنې بشري او پراختیايي مرستې وړاندې کړي.

په افغانستان کې هغه کاري چاپیریال چې مؤسسې په کې چارې ترسره کوي له ژورو بدلونونو سره مخ دی. د بشري مرستو په برخې کې د بسپنو کمښت، د بشري اساسي اړتیاوو او اوږدمهاله توانمندۍ پر لور زیاتېدونکی تمرکز، د سیمه اییزه کیدنې په برخه کې د ژمنو زیاتېدل، د مقرراتي غوښتنو ادلون او بدلون، او پېچلی سیاسي چاپېریال هغه بدلونونه دي چې د همغږۍ او ګډو چارو لپاره نوې تګلارې غواړي. یادوو بدلونونو نه یوازې د اکبر مؤسسې او غړو په وړاندې د پام وړ ننګونې راپورته کړې دي؛ بلکې مهم فرصتونه یې هم رامنځته کړي دي.

د اکبر مؤسسې سازماني ستراتیژي چې ۲۰۲۶- ۲۰۲۹ کلنو په بر کې نیسي، د یادې ادارې لپاره د راتلونکو دریېو کلونو ستراتیژیک مسیر ټاکي. ددې ستراتیژي موخه دا ده چې د افغانستان د غیردولتي مؤسسو د همغږۍ د اصلي پلاټفورم په توګه ددې ادارې رول پیاوړی کړي، او په ورته وخت کې ډاډ ترلاسه شي چې غړي یې د لا پېچلي کېدونکي چاپېریال په منځ کې بیا هم د اغېزمن فعالیت لپاره عملي ملاتړ ترلاسه کوي.

دغه ستراتیژي د څلورو ستراتیژیکو برخو پر بنسټ جوړه شوې ده چې د اکبر مؤسسې د اساسي دندو انعکاس کوي.

همغږي او معلومات: د ملي او فرعي ملي کچې د همغږۍ پر پیاوړتیا، د معلوماتو د مدیریت پر ښه والي، د بېړني حالت لپاره د چمتووالي پر ملاتړ، او د غیردولتي مؤسسو او مهمو ښکېلو اړخوونو ترمنځ د ګډو اقداماتو پر لاروچارو او د هغوی پر برابرولو تمرکز کوي.

ملاتړ، شمولیت او وړ چاپیریال: له چارواکو، بسپنه ورکوونکو او بشري مرستو له ښکیلو خواوو سره د رغنده ښکیلتیا پر هڅو، د سیمه اییزه کیدنې پر ښه والي، د ښځو په مشرۍ د مؤسسو او ملي بنسټونو ملاتړ، او د غیردولتي مؤسسو لپاره د پالیسۍ او عملیاتي چاپېریال ښه کول هغه څه دې له دې لارې به پرې تمرکز کیږي او  ګډ غږ به غښتلی کوي.

سازماني پراختیا، ظرفیت لوړونه او سیمه اییزه کیدنه: هڅه کیږي چې د سازماني پراختیا، مسلکي روزنو، د مدیریت ښه والي، د سیمه اییزه کیدنې د نوښتونه او غړو ته د عملي ملاتړ د خدمتونو له لارې د غیردولتي مؤسسو اغېزمنتیا او پایښت لا قوي او غښتلی شي.

ددې لپاره چې شته بنسټونه خورا زیات پیاوړي شي ددې څلورو برخو ملاتړ او په دې برخه کې ژمنتیا اساسي خبره ده. اکبر مؤسسه به هڅه وکړي چې ددې ستراتیژي د تطبیق په جریان کې خپل مدیریت، بشري سرچینې، سیسټمونه، مالي پایښت، ډیجیټلي وړتیاوې او سازماني زده‌کړې لا پیاوړې کړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د اړتیاوو پر وړاندې ځواب ویونکی، حساب‌ورکوونکی او اغېزمن بنسټ پاتې شي.

د دې ستراتیژۍ بریالي پلي کول به په پیاوړو مشارکتونو او همکاریو پورې تړاو ولري. د غړیتوب پر بنسټ د یوې مؤسسې په توګه، د اکبر اغېز د غړو پر فعال ګډون، له چارواکو سره پر ښې ښکیلتیا، له بسپنه ورکوونکو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره پر رغنده تعامل، او له پراختیايي ښکیلو خواوو سره پر دوامدارې پانګونې، پورې تړلې خبره ده.

تر ۲۰۲۹ کال پورې، د اکبر مؤسسه موخه لري چې نه یوازې د افغانستان د غیردولتي مؤسسو د همغږۍ د مخکښ پلاټفورم په توګه وپېژندل شي، بلکې د یوهٔ داسې باوري ښکیلې خواه په توګه مطرح شي چې ګډې لارې چارې پیاوړې کوي، د غیردولتي مؤسسو لپاره وړ کاري چاپېریال رامنځته کوي، سیمه اییزه کیدنه پرمخ وړي، او د افغانستان خلکو ته د لا اغېزمنو بشري مرستو، د بشري اساسي اړتیاوو د پوره کولو او پراختیايي مرستو په وړاندې کولو کې پراخه ونډه اخلي.

ستراتیژي ولولئ او ډاونلوډ یې کړئ.

ACBAR Organisational Strategy 2026-2029                 ACBAR Strategic Results Framework 2026-2029